برتانيا مېشت افغان سړي بايد د ښځو ملاتړ وکړي

د خپريدو وخت: 11:04 گرینویچ - جمعه 08 مارچ 2013 - 18 کب 1391

ګڼې برتانيا مېشتې افغانې مېرمنې ټولنيزې ازادۍ لري چې اکثره يې په هغو کورنيو کې دي چې روڼ اندې يې بولو.

هره چارشنبې د برتانيا په ولسي جرګه کې لومړى وزير ډيويډ کېمېرون د وکيلانو پوښتنو ته ځواب وايي.

په زړۀ پورې دا وه چې په روانه اوونۍ کې يوۀ سړي وکيل ور څخه د ښځو د نړيوالې ورځې په تړاو و پوښتل چې پر هندي او پاکستاني حکومتونو فشار اچولى شي که نه چې په خپلو هېوادونو کې د ښځو حقونو ته ډېر پام وکړي.

د برتانيا لومړي وزير دغه وکيل ته په ځواب کې وويل چې د دۀ په خپل هېواد کې لا د اسيايي هېوادونو وګړي هغه ستونزې تر اوسه لري چې په خپلو پلرنيو ټاټوبو کې ورسره مخامخ وې.

ښاغلي کېمېرون وويل په همدې دليل لومړى بايد موږ په خپل هېواد کې له اسيايي مېرمنو سره مرسته وکړو.

زما لپاره پوښتنه بيا په برتانيا کې د مېشتو افغان مېرمنو ده چې دلته افغان سړي له خپلو خويندو، لوڼو او مېرمنو سره څرنګه چلند کوي. دا هېواد ظاهرآ ښځو ته تر افغانستان ډېر خوندي او له مواقعو او چانسونو ډک ځاى دى.

تر ستونزو وړاندې راځئ دلته په برتانيا کې د افغان مېرمنو د ژوند مثبتو اړخونو ته پام وکړو.

لومړى خو په کور دننه ژوند دى، دلته افغانان په يوۀ کور کې ګڼ کسان نه اوسېږي او دې کار دا مرسته کړې ده چې د ښځې خاوند ترمنځ اړيکي لا پياوړې او ژوندۍ وي.

په عمر پخې افغانې مېرمنې هڅول شوي چې انګرېزي کورسونو ته ورشي او يا هغه مسلکونه دلته هم تعقيب کړي چې په افغانستان کې يې لرل په همدې دليل ګڼې ښوونکې شوې دي، سينګارځايونه يې پرانيستي، خياطي کوي ان ډاکټرانې، ژورنالستانې او نور علمي کارونه کوي.

په دغو ښځو کې يوه برخه د هغو هم ده چې په افغانستان کې يې د زده کړې موقع نه لرله. خو بيا هم د دغو ښځو شمېره کمه ده او د ډېرو يې هڅه دا ده چې ماشومان وروزي او وپالي او په کور کښېني.

"د ګنګوسو او پټې خولې کولتور بايد ختم شي. داسې ټولنه بايد ولرو چې له يو بل سره همکاري په کې وي او پر يو بل د پوهېدا هڅه وکړو."

د ځوانو برتانيا مېشتو افغان نجونو لپاره بيا کيسه بدله ده.

دوى دلته ډېرې موقعې لري. د برتانيا له قانون سره سم دوى مجبوره دي چې تر ١٦ کلنۍ رسمي زده کړې وکړي. دوى د رايې ورکولو حق لري او په ټولنه کې د بل هر کس په شان په هره برخه کې د بشپړ ګډون حق لري.

ګڼې برتانيا مېشتې افغانې مېرمنې ټولنيزې ازادۍ لري چې اکثره يې په هغو کورنيو کې دي چې روڼ اندې يې بولو. دوى د غيرت په مانا پوهېږي.

خو له بده مرغه ټولو برتانيا مېشتو افغان سړو دغه حالت نه درک کړى او نه يې خپل کړى دى.

دغه ډول سړي په کور دننه د ښځو وهل ټکول، په زور د نجونو ودول، د ناموس په نامۀ وژل او پر ښځو بنديزونه لا هم عملي کوي.

په ٢٠٠٦ کال کې د لندن د هانسلو په سيمه کې د رضا علي شريفزاده په نامۀ يو افغان د محکمې له خوا د خپلې مېرمنې په وژنې او په انګر کې د هغې د ښخولو پر جرم محکوم شو.

دغه کس څو کاله خپله مېرمن په کور کې وهلې ټکولې وه خو هغې په پټه خوله د خپلو دوو لوڼو لپاره زغملي وو.

په ٢٠١٠ کال کې د لندن په يوې بلې سيمې ايلورت کې درې افغانې نجونې چې عمرونه يې ١٣، ١٥ او ١٧ کاله وو د خپل پلار و مور له خوا افغانستان ته بېول شوې وې او په زور پر خپلو خپلوانو وادۀ شوې وې.

د مور و پلار وېره يې دا وه چې " لوېديځ کولتور" به دغه نجونې " خرابې" کړي.

هغه چې دا ليکنه لولې ښايي ووايي چې دغو نجونو به کومه خرابي لرله يا به يې څه کړي وو او دغه چلند ورسره پر ځاى دى خو حقيقت دا دى چې هېڅ انسان بايد له وژنې، ځورنې يا په زور وادۀ سره مخامخ نه شي.

ځينې ښايي افغان کولتور يا اسلام ملامت کړي. خو ولې موږ خپل کولتور پړ وبولو هغه کولتور چې موږ ته د ښځو د درناوي درس راکوي؟

دغه راز ولې اسلام ملامت کړو هغه دين چې وايي تر ټولو غوره مسلمان هغه دى چې له خپلې مېرمنې سره ښه چلند کوي او وايي جنت د مور تر پښو لاندې دى.

زۀ هغه روزنه ګرمه بولم چې دغو سړو ته ورکړل شوې ده. که افغان سړي سم وروزل شي نو ښځې به خپل متاع بولي بلکې د يوې انسانې په توګه به ورته وګوري.

د دې کار لپاره د هغو سړو همکاري په کار ده چې وار د مخه يې سر خلاص دى، دوى بايد د افغان ښځو مرستې ته راپورته شي او يوازې په خپلو کورنيو کې نه بلکې د نورو ښځو مرسته او ملاتړ هم وکړي.

که څوک پر دغو مسايلو څه ويلو ته چمتو نه وي نو د بدلون هيله نه شو کولى.

د ګنګوسو او پټې خولې کولتور بايد ختم شي. داسې ټولنه بايد ولرو چې له يو بل سره همکاري په کې وي او پر يو بل د پوهېدا هڅه وکړو.

د ځينو سړو په داسې چلند نورې سترګې نه شو پټولى چې ځان ته يو څه او نورو ته بل څه غواړي.

زۀ چې په کومه خبره خوښه يم دا ده چې په برتانيا کې مېشتې افغانې مېرمنې اوس پوهېږي چې په داسې ځاى کې اوسېږي چې قانون يې مجرم نه بخښي او د جرم قربانيان خوندي کوي.

همدا خبره د برتانيا لږکيو افغانانو ته دا ښکاره پېغام ورکوي چې هېڅ سړى تر قانون برلاسى نه دى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .