ستاسې غږ: نړیوالې ټولنې سره مشران باید څه وکړي؟

د خپريدو وخت: 13:51 گرینویچ - چارشنبه 13 مارچ 2013 - 23 کب 1391

ستاسې غږ خپرونه هر اوونۍ د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي

افغانستان څخه په ٢٠١٤ کال کې د بهرنېو پوځيانو د زياتې برخې له وتلو او افغان لوري ته واک سپارلو سره دا هېواد د ٢٠٠١ کال په څير يو ځل بيا يوۀ مهم پړاو څخه تېريږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي دا اونۍ دوه ځلې امريکايان او طالبان په دې تورن کړل چې د افغانستان د گټو په ځاى خپلو گټو لپاره کار کوي.

د ولسمشر کرزي دې خبرې د افغانستان دننه او بهر تاوده بحثونه راپارولي دي.

دا اونۍ ستاسې غږ کې په دې خبرې کوو چې په دې مهم پړاو کې افغانان له خپلو رهبرانو او سياسي مشرانو څه هيله لرئ چې د افغانستان اوسنېو شرايطو کې نړيوالې ټولنې سره څه ډول چلن غوره کړي او په دې ډول پخوانۍ تيروتنې تکرار نه شي. دغه راز ستاسې په اند د افغانانو د ملي گټو خوندي کولو لپاره څه کول په کار دي؟

د خپلو نظرونو لپاره د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال په ٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

زنگ راووهئ يا هم خپل لنډ پيغامونه ايس ايم ايس په دې شمېرې ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨ راواستوئ

دغه راز په ‌pashto@bbc.co.uk هم خپل نظرونه رالېږلى شئ.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .