پښتونخوا: غني ډېرۍ ورانېږي

د خپريدو وخت: 12:55 گرینویچ - جمعه 15 مارچ 2013 - 25 کب 1391

د غني خان په نامه د رځړو چارسدې سره نژدې يو يادګاري ځاى جوړ شوی و چې د غني ډېرۍ په نامه يادېده.

د پښتو د ځانګړي اسلوب شاعر، فلسفي، انځورګر او د ډېرو ګڼو صفتونو شخصيت غني خان چې په جسماني توګه په موږ كې نشته، خو د فكر وړانګې او د فنكارانه انځورګرو ګوتو شهكارونه يې نن هم د هغه دا شاعرۍ دعوه رښتيا كوي:

چغې دي اجل مُلا

ته اورې كه نه اورې

تشه خاوره نه ده غني

څنګه به شي خاورې

د غني خان په نامه د رځړو چارسدې سره نژدې يو يادګاري ځاى جوړ شوی و چې د غني ډېرۍ په نامه يادېده. په دغه ځاى كې د ادبي كولتوري ناستو او مجلسونو لپاره پراخ هال هم دى چې په كې د غني خان په لاس جوړ شوي عكسونه لګيدلي دي.

هر څو كه غني ډېرۍ د پېښور او چارسدې د مركزي لارو نه لرې يو خوا ته جوړه ده او بې طرفه ده خو د غني بابا مينه والو بيا هم دغه ځاى د ليوني فلسفي په مينه او مستۍ مست ساتلى و، خو اخر تر كومه؟

د باچا خان او غني خان تر منځ چې څومره د ذهن، فكر او نظريې عقيدې فرق او فاصله وه دومره د پلار او زوى په مرګ بيخي د يو بل پشان شول. د باچا خان مقبره په جلال اباد شيشم باغ كې ورانه ويجاړه پرته ده او د غني خان قبر د خپل مېرمن او زوی سره خاموش دى:

شاهوں كی مقبری سی مجهی الګ دفن كر

هلته غني ډېرۍ ورانېږي، يادګار یې ختمېږي، ديوالونه یې نړېږي او دلته په لويه پښتونخوا كې د اى اېن پي د حكومت ورځې شپې پوره شوې، کيسه يې ختمه شوه.

په پښتونخوا كې د اى اېن پي د حكومت په خرچه نوي نوي يادګارونه، مقبرې، ګنبدونه جوړ شول خو د غني ډېرۍ حال دا دى چې د هغه خپل شعرونه لكه چې په خپله د ځان لپاره دي:

آ حجره چې ته يې خان وې، آ كاروان چې ته یې امير وې

آ حجره په ورانېدو ده، آ كاروان دى بې مهاره

بيا د ننګ توره تېره كړه، بيا ننګياله دا دېره كا

شه پخلا مرور خان، شه پخلا دلګير سالاره

د غني ډېرۍ د منظورولو او جوړولو دورونه كه درته را ياد كړم نو د منظورېدو دور به مو دومره حيران نه كړي، څومره حيرانتيا چې به مو د جوړونكي د نوم څخه وشي.

د غني خان په نامه د غني ډېرۍ منظوري د پيپلز پارټۍ د بېنظير بهټو په دور كې شوې ده او جوړونكي يې د متحده مجلس عمل (اېم اېم ای) د مذهبي ګوندونو اتحادي حكومت دى.

چېرته غني خان او چېرته د مُليانو حكومت! دا هغه خلک دي چې ليوني فلسفي پرې بلها شعرونه ويلي دي:

سپين دى د كفن رنګ

سپين دى د ريا رنګ

سپين سره مې نه لګي

سپين دی د ملا رنګ

شنې د غني سترګې

شين دى د وفا رنګ

اوس انصاف په ټولو پښتنو، چې د پښتو داسې غني او د هغه يادګار سره د خپلو سياسي خانداني وارثانو په دور كې څه وشول؟

څه عجيبه پوښتنه ده چې د اى اېن پي د خپلې خاورې خپل اختيار غوندې ناره او دعوه كې هم غني ډېرۍ ورانه او وېرانه شوه. دا زموږ د پښتنو د هغه روايت نه خلاف كار هم دى چې د پښتنو په هكله ويل کېده چې د ژوندي دومره قدر نه كوي، څومره چې د مړو د قبرونو او د مقبرو قدر او احترام كوي.

خو اوس په روان وخت كې دا روايت هم ختم شو چې د واک خاوندانو پښتنو د خپلو اتلانو د مړو له قبرونو او يادګارونو نه هم سترګې پټې كړې دي. يا خو پښتنو حاكمانو سره مړي او قبرونه ډېر زيات و او يا یې د مړو په قبرونو كې هم د “خاص و عام” فرق کاوه. د دې ټولو غټ لوى ثبوت او مثال غني ډېرۍ ده.

كه د پيپلز پارټۍ په دور كې د غني خان په نامه د غني ډېرۍ د جوړولو منظوري كېدى شوه او د مذهبي ګوندونو د اتحاديې اېم اېم اى په حكومت كې د غني ډېرۍ د جوړولو كار سر ته رسېدى شو نو د خپل ګوند، خپل سياست او خاندان په وراثت كې د غني ډېرۍ په ډول سينګار او نوره پراختيا كار ولې نشو كېدى؟

د اى اېن پي په هر سركاري او سياسي سټيج د غني خان ليكل شوې ترانې ته وزيراعليٰ، وزيران او مركزي صوبايي ټول لوی واړه سياستمداران احتراماً درېږي، نو دغه محترم ليډرشپ غني ډېرۍ ته يو نظر كتو ته ولې نه ځي چې د اقتدار نه په تلو تلو كې خو ورپسې د غني ډېرۍ نه دا پېغور نه نښت::

په پوښتنه مې رانغلې

په جنازې پسې مې مه ځه مختورنه

او يا ورپسې د غني ډېرۍ نه يو ليوني ازار او دا ښېرا نه كوله:

په زنكدن دې زبان بند شه

ما ته دې ټول عمر دروغ ويلي دينه

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .