لونګ: پوهنتونونه

د خپريدو وخت: 14:39 گرینویچ - 17 مارچ 2013 - 27 کب 1391

فلسفه د کابل پوهنتون د يوه پوهنځي دېپارټمنټ دی.

د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو د فلسفې د څانګې يو محصل مې په موټر کې د لارې ملګری شو. تازه يې ازموينې پای ته رسېدلې وې.

د پوهنتون کیسې مې ورسره تازه کړې، د استادانو يې راته وويل، د خپلو ټولګيوالو يې راته وويل او د تدريس او درس په اړه يې هم راته خبرې وکړې.

دغه ځوان اوس په کابل پوهنتون کې فلسفه لوسته. فلسفه د دغه پوهنتون د يوه پوهنځي دېپارټمنټ دی، خو دومره غلی دی، چې په کال کې يو داسې څوک ايله په مخه درشي، چې په کابل کې فلسفه لولي.

زه باور لرم چې په پوهنتون کې دننه به ډېر زده کوونکي په دې خبر هم نه وي، چې په دغه پوهنتون کې د فلسفې يوه څانګه هم شته.

ما د دغه دېپارټمنټ په اړه د هغه مهال کيسې اورېدلې دي، چې ارواښاد پوهاند داکټر بهاوالدين مجروح په کې درس ورکاوه او مناظرې به يې کولې.

په را وروسته کې اسد اسمايي هم په همدغه پوهنځي کې خپل نظريات وړاندې کول. د استاد اسد اسمايي، کيسې بيا يو جلا بحث دی.

د هغه پياوړی فلسفي استدلال، فلسفي ليدلوری او وړتيا باندې بويه هغه کسان يو څه وليکي، چې له ارواښاد اسمايي سره نژدې پاتې شوي او يا يې درس ترې ويلی دی.

دغه افغان فېلسوف په فرانسه کې د ويکتور هوګو په کور کې د اوسېدولو وياړ هم ترلاسه کړی او دا وياړ د نړۍ ډېرو ممتازو خلکو ته ور په برخه کېږي.

هغه مهال چې په کابل پوهنتون کې د ادبياتو او بشري علومو پوهنځی يو ځای و، پر ادبياتو سربېره په کې فلسفه، تاريخ، جغرافيا او ټولپوهنه هم لوستل کېده. د فلسفې د څانګې د استادانو ليکنې اوس د هغه وخت په عرفان، کابل، وږمه او يو شمېر نورو علمي مجلو کې موندلای شو.

له محصل سره مې د فلسفې د مضامينو او استادانو په اړه خبرې وکړې، خورا ډېر معلومات يې راکړل، خو له بده مرغه ټول خواشينوونکي ول.

هغه ويل چې اکثره استادان داسې دي، چې د دوی چپټر نوټ بايد ميخانيک زده شي، په ټولګي کې بحث ته اجازه نه ورکوي او کله کله خو د محصل په پوښتنه باندې غوسه کېږي هم.

ميخانيک يادول

د فلسفې د دغه محصل خبرو، ماته خپل استادان راياد کړل، چې که به مو کله کله د يوې کلمې مترادف هم په ازموينه کې ورته وليکلې، نو نومرې به يې راکمولې. دا نو بيا يوه بېله معزله وه، چې د نجونو او هلکانو تر منځ به يې تل ناندرۍ پېښولې.

نجونو به ټول درسونه ميخانيک زده کول، هغسې چې به استاد په چپټر کې څه ويلي و، دوی به هم ټکي په ټکي زده کول. يو شمېر هلکان هم همداسې ول او دا چې اکثره استادانو به ټولې پوښتنې له ځپله چپټره راوستلې، نو دوی به هم ځواب له هماغه چيټره او ټکي په ټکي ورته ليکه، چې دې کار د اکثره لايقو هلکانو ژوند تريخ کړی و.

زياتو هلکانو به تحليل کاوه او په يوه موضوع کې به يې خپل نظر هم ورکاوه، خو استادانو له ټولنيزو علومو څخه هم ساينس جوړ کړی و، چې هر څه بايد د پخواني ثبوت شوي فرمول له مخې حل شي.

دې کار څو ستونزې پېښې کړې وې: يو دا چې هغو محصلينو هم د تحليل ځواک ورو -ورو له لاسه ورکاوه چې، په زړه کې به يې څه درلودل، خپله خبره به يې درلوده او د يوې موضوع په اړه به يې نظر درلود، ځکه هغه بايد چپټر زده کړی وای.

زموږ پوهنتونونه څو ستونزې لري. لومړی دا، چې اکثره استادان ليسانسه دي. دوی له بېلا بېلو لارو کار اخلي، چې په پوهنتون کې مقرر شي.

دويم دا چې نور محصلين يې هم داسې ساتل، چې هېڅکله د يوې موضوع په اړه نظر ور نه کړای شي. په حقيقت کې دې کار په محصلينو کې د کنجکاوۍ ځواک له منځه ووړ.

د استادانو چپټرونه د سړکونو په څېر ول، ترې وتلو ډېر خطر درلود او کله کله به د سړي په ناکامي هم تمامېده. بس د رحمان بابا خبره دې بايد په غوږ کې نيولې وای چې: "دلته دم او قدم دواړه په حساب دي."

له ساينس څخه پرته ځينې نور علوم هم داسې کېدای شي، چې ځينې يې ډېر تحليل ته اړتيا و نه لري، که مثلا موږ د تاريخ مبادي وايو، نو په هغو کې زموږ تحليل ته هومره جدي اړتيا نشته، لکه په ځينو نورو علومو کې چې شته.

فلسفه يوه له همدغې ډلې څخه ده، چې بايد زده کوونکی په خپله هم په کې څه وکړي. دغه محصل راته کيسه کوله چې د فلسفې د ډېپارتمنټ اکثره استادان ترې غواړي، چې مضامين يې ميخانيک زده کړي، يانې زده کوونکي ته د نظر ورکولو او تحليل اختيار نشته.

دا يو هوښيار محصل و اوس څلورم ټولګي ته رسېدلی و. ده په وار وار ويل چې که اوس هم د کومې فلسفي موضوع په اړه نظر ور نه کړي او يا له ځان سره فکر و نه کړای شي، نو څه وخت به يې کوي. دغه محصل برحقه و او د هغو زرګونه محصلينو خبره يې پر خوله وه، چې ټول له ورته ستونزې کړېږي.

ستونزې

زموږ پوهنتونونه څو ستونزې لري. لومړی دا، چې اکثره استادان ليسانسه دي. دوی له بېلا بېلو لارو کار اخلي، چې په پوهنتون کې مقرر شي.

په پوهنتون کې د تقرر معيار دا دی، چې بايد د کدر نومرې پوره کړي، او زموږ په پوهنتونو کې د کدر نومرې په دې پوره کېږي، چې بايد چپټرونه ميخانيک ياد شي.

کله چې خبره د ميخانيک شي، نو هغه محصلين په خپله له کتاره ووځي، چې خپله يوه خبره لري، يا غواړي، چې خپل تحليل وکړي او يا په ټوله کې نه غواړي چې ميخانيک يو څه زده کړي.

په ميخانيک زده کړه کې ډېر ځله محصلين اړ کېږي، هغه څه هم زده کړي او د ازموينې په پاڼه کې يې وليکي چې دی له زړه پرې باور نه لري، ناسمه يا نيمګړې نظريه ورته ښکاري او يا داسې يوه تيوري وي، چې څښتن يې په خپله هم وروسته ترې اوښتی وي.

"په ميخانيک زده کړه کې ډېر ځله محصلين اړ کېږي، هغه څه هم زده کړي او د ازموينې په پاڼه کې يې وليکي چې دی له زړه پرې باور نه لري، ناسمه يا نيمګړې نظريه ورته ښکاري او يا داسې يوه تيوري وي، چې څښتن يې په خپله هم وروسته ترې اوښتی وي."

دويم دا چې، په کابل پوهنتون کې يوه عجبه خبره دا ده، چې که د چا پلار يا بل خپلوان استاد و، نو زوی يا لور، يا نو خپلوان يې له فراغته وروسته د استاد په توګه مقرېږي.

هغه کسان چې خپلوان يې په پوهنتون کې استادان وي، د استادۍ ډېر چانس ځکه لري، چې هم د محصلۍ په وخت کې په نومرو کې ورسره مرسته کوي، چې په کدر کې پاتې شي او هم د تقرر په وخت کې ورسره مرسته کوي.

يوه بله لويه ستونزه دا ده، چې زموږ پوهنتونونه لا هم له هغو استادانو څخه ډک دي، چې نژدې دوه لسيزې مخکې تقاعد ته رسېدلي دي. په پوهنتون کې د هغو استادانو شمېر کم نه دی چې عمر يې تر اويا تېر وي.

په دوی کې اکثره له کمپيوټر، عصري ټيکنالوژۍ او انټرنټ څخه خبر نه دي. جالبه دا ده، چې اوس هم په پلازمېنه کابل کې، د لوړو زده کړو په يو شمېر دولتي موسساتو او پوهنتونو کې بايد مونوګراف په قلم وليکل شي او دا په کې شرط دی، له دې څخه هم تاسې د پوهنتونو پته لګولای شئ.

د اکثره استادانو چپټرونه د شپېتمو لمريزو کلونو چيپترونه دي او داسې چپټرونه هم شته چې، چې له يوه استاد څخه بل ته په ميراث پاتې شوي وي، او هغه يې تدريسوي. جالبه دا ده، چې همدغه استادان بيا په همدغو چپټرونو باندې علمي رتبې اخلي او د رتبو پر بنسټ له امتيازاتو څخه برخمن کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .