ایا افغان قانون جوړوونکي، قانون ماتوونکي دي؟

Image caption کابل کې د تورو ښيښو لرونکو ګاډي فلمونه لیرې شول.

داسې ادعاوې کيږي چې په افغانستان کې د قانون جوړوونکي پخپله د قانون ماتوونکي دي.

د افغان حکومت يو شمېر لوړ پوړي چارواکي، د ملي شورا ځينې استازي، جهادي مشران او پخواني قومندانان هغه څوک يادېږي چې په پلازمېنه کابل او نورو سترو ښارونو کې دوى پسې ډلې، ډلې وسله وال روان وي او په ساعتونو، ساعتونو يې واټونه تړلي وي.

دا رنگه ځينې حکومتي سرچينې وايي، چې تر ډېره په ادارو کې کسان پرته له دې چې د هغوى وړتيا په پام کې ونيول شي د ملي شورا د استازو په سپارښتنو پر ادارو تپل کيږي او د هغوى په خوښه پر څوکيو گومارل کيږي.

بله داسې هم ويل کيږي چې د د دولت لوړپوړي چارواکي له بنديزونو سره، سره د تورو ښيښو گاډي کاروي او له ځانه سره درنې وسلې هم گرځوي.

تاسو په دې اړه څه واياست؟ ايا تاسو په واټونو او لويو لارو کې د دغه شان پيښو سره مخامخ شوي ياست؟

ستاسو له نظره کله چې د قانون جوړوونکي پخپله قانون ماتوي، نو قانون به څوک پلى کړي؟

د خپلو نظرونو لپاره د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال په ٠٠۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰

زنگ راووهئ يا هم خپل لنډ پيغامونه ايس ايم ايس په دې شمېرې ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨ راواستوئ

دغه راز په @bbc.co.uk هم خپل نظرونه رالېږلى شئ.