په کوټه کې د رياستي دیو راج

Image caption په کوټه کې پراخه پوځي چاوڼۍ د ژوند پر ټولو چارو خپل تسلط قايم ساتي، خلک وېرېدلي، ترهېدلي د خپل سرنوشت په هکله اندېښمن دي.

بلوچستان اوس په يو ډېر يشېدونکي موقعيت ګرځېدلی دی. د خاورې زامن په کې اجنبي غوندي مخلوق ښکاري، د کوټې په ښار کې که شناختي کارډ درسره نه وي په کوم هوټل کې شپه نه شې تېرولی او يا که کوم غريب کليوال پښتون يې د ايف سي پر هره پوسته دې بې عزتي کېدلی شي.

خو د دې ښار واټونه ټول د رياستي برېتورو په اجاره دي، د ټوپک نخښه يې مدام کره ځي او په سپينه ورځ په ډک بازار کې هر څه در سره کېدی شي.

د بلوڅو قتلِ عام ته راغلي نن څوک هم د رحم وړ نه ګڼي. هزاره وروڼو ته خو يې سم د پنجاب مېشتي ترهګر تنظيم لشکرِ جهنګوي زر زر کلو ګرامه بمونه پر ليکه کړي دي.

په کوټه کې پراخه پوځي چاوڼۍ د ژوند پر ټولو چارو خپل تسلط قايم ساتي، خلک وېرېدلي، ترهېدلي د خپل سرنوشت په هکله اندېښمن دي.

د دې سيمې پښتانه اوس داسې ښکاري لکه چې د خپل لوی کور افغانستان د ۳۰ کلن ناورين په تسلسل خپل وار تېروي.

د اوجړي کېمپ بنسټګر او خټګر په ډېر هنر هنر دا ناورين غځولی او سرطان خورولی دی. افغانستان چې يې له پښو، له ادارو او ارادو واچاوه، نو يې قبايلي سيمو ته خپل وسله وال دیو (دېو) انتقال کړ.

په پښتونخوا کې يې خپل ځانمرګي د باچاخان په عدمِ تشدد ښادې ټولنې ته ور دننه کړل او پرې برباد يې کړه، وار اوس د بلوچستان رسېدلی دی.

د دې سيمې پښتانه د خپل دې وار په اړه اندېښمن دي خو د بلوچستان سياسي حرکات تر دې حده پيچلي دي، چې ډېر پوه خلک او سياستوال يې هم د تشکیلېدونکې منظرنامې په نتايجو نه پوهېږي.

بلوچستان د پښتنو او بلوڅو شريک ايالت دی او د دواړو قامونو د سياست خپل خپل مزاج دی خو د يو او بل له سياست څخه هرګز لا تعلقه نه دي.

زما خپله شخصي مفروضه دا ده چې د بلوچستان پښتني سيمه چې تر اوسه د ترهګرۍ له ناورين څخه تر څه بريده خوندي پاتې وه، په دې کې لوی کردار د بلوڅ قامي تحريک د دې نوي پړاؤ دی چې غرونو ته ختل په کې آخري آپشن ګڼل شوی دی.

د پاکستان پوځي ادارې ته ګرانه وه چې په يوه صوبه کې دې په يوه وخت دوه تياترونه روان وساتي.

وېره يې له دې وه چې که د دې سيمې پر پښتنو بدې ورځې را وستل شوې امکان دا دی چې د بلوڅو د آزادۍ په تحريک کې پښتانه هم خپله برخه واچوي.

خو په تېرو دوو کالو کې ځيني مهم پرمختګونه وشول. د بلوڅو مقدمې ته په نړېواله کچه يو لوی ارزښت ور په برخه شو، د امريکا متحده ايالاتو او ملګرو ملتونو په بلوچستان کې له بلوڅو سره پر غېرانساني سلوک اندېښنې وښوولې او بلوچستان د يو واحد بلوڅ تشخص په ډول د نړۍ په وړاندې راڅرګند شو، د حق خوداراديت مسئلې يې قوي شهرت تر لاسه کړ.

په دې مرحله کې، د هزاره ګانو ګرېوان ته لاس واچول شو چې يو فرقه یيز تناظر قايم کړل شي. مرام يې دا په وړاندې درلود چې نړۍ ته وښيي چې په بلوچستان کې يوازې بلوڅ قامي تناظر نه دی بلکې يو سخت فرقه یيز غوبل هم روان دی.

د هزاره ګانو د قتلِ عام مسووليت پنجاب مېشتي جهادي تنظيم لشکرِ جهنګوي په پر له پسې ډول ښکاره په غاړه اخلي او پر ځای د دې چې د دې تنظيم لوړ غږ ته د ځواب ويلو مسووليت احساس کړي، خپلې ګوتې د "بهرني لاس" په خوا څنډي.

خو د خلکو سياسي شعور تر دې حده اوس ضرور غوړېدلی چې سازشي نظرياتو ته زيات ارزښت نه ورکوي او پوهېږي چې دښمن دننه موجود دی څوک يې پالي.

خو د دې دیو له وېرې که يې پر خپله خوله لاس نيولی دی نو دا ځکه چې د خلکو د ټولنيز خونديتوب (Social Security) نظام له منځه تللی دی.

پخوا چې خلکو کوم خپل مقامي سياسي ميکانيزم درلود، هغه تخريب شوی دی، اوس د نظام يوه خلاء موجوده ده چې برېتوران او بدمعاشان يې ډکوي.

له بلوڅ قامي پاڅون او فرقه یيز تناظر سره به دريمه پروژه د پښتون بمقابله بلوڅ صورتحال وي او دا به د دې سيمې د تاريخ تر ټولو بدترين دور وي.

د پښتنو او بلوڅو ګټې شريکې دي، د مبارزو شريک تاريخ لري، دښمن يې شريک دی، د عقل، سياست او حالاتو تقاضا دا ده چې بايد اوس يو شريک سنګر ولري، يو او بل ته د سنګر نيولو مقصد به دا وي چې دښمن دې نور هم څورب کړل شي.

له بده مرغه دلته اوس د هغو سياسي رويو زښته نېستي تر سترګو کېږي چې د دې څربوالي مخنيوی وکړي.

په دې پوهېدل په کار دي چې د پښتنو، بلوڅو او هزاره ګانو ګرېوانونو ته يو لاس لوېږي او هم دغه يو لاس دی چې د دې درې واړو قامونو په وينو رنګېږي.

د دې تر څنګ يو ډېر تريخ حقيقت دا هم دی چې د بلوچستان له پښتني سيمې د افغانستان امنيت ته سخت خطرات راجع شوي دي. د دې سيمې پر سياسي حرکیاتو ډېر منفي نتايج را برسېره کېدونکې دي.

په کوټه کې د هزاره وروڼو چاپېره د پښتنو لويه آبادي پرته ده، په هغوی چې يې دا د لشکرِ جهنګوي ناورين ګډ کړی دی، د پښتنو له ژونده هم ورسره ښادي او سوکالي کوچېدلې ده.

مارکېټونه وران دي، کاروبار په ټپه ولاړ دی او خلک له يو غېر يقيني صورتحال سره مخامخ دي. ماته داسې ښکاري چې عدمِ تحفظ منځنۍ طبقه (Middle Class) له ملکه په شړولو مجبوروي، د دې طبقې په نا آرامولو کې د بدلون پروسه په ډېرې آسانۍ سره متاثره کېدی شي.

پر دې طبقه تښتوونکو اوس را لښته کړې ده، د بلوڅو د سياسي کارکوونکو تر څنګ د پښتنو سياسي کارکوونکي، ډاکټران او شتمن خلک هم تښتول کېږي او د کروړنو روپو په ورکولو بېرته راخوشي کېږي.

د بلوچستان ټول تعليمي سېټ اپ په کوټه کې دی، اوس څوک نه غواړي چې هلته تعليمي ادارو ته خپل ماشومان د زدکړو لپاره ولېږي، هغه چې لږ وس لري هغه يې د پاکستان بل کوم ښار ته لېږي او چې وس نه لري هغه يې پر کور کښېنوي ځکه چې کوټه اوس د ژوند ښار نه دی.

کوټه خواره په دې ده، چې د سياسي استازيتوب له يو بدترين بحران سره لاس او ګرېوان ده. د پښتنو دا مرکز اوس د خپلې بې سرنوشته ورځې په وير اخته يو زړه لړزونکی تصوير دی.

ورته مطالب