ستاسې نظر: د نژدې خپلوانو تر منځ ودونه

Image caption ستاسې نظر پروګرام هره سه شنبه زموږ په ماښامنې خپرونه کې خپرېږي

ډاکتران وايي د هغو کسانو په ماشومانو کې چې له نژدې خپلوانو سره واده کوي د ارثي ناروغیو او نیمګړتیاوو خطر د نورو خلکو په پرتله لږ تر لږه دوه هومره ډېر دی.

خو د تره، ماما، عمه او خاله زامنو او لوڼو تر منځ ودونه د افغانانو په ګډون د نړۍ په ځېنو خلکو کې په پراخه توګه دود دي.

ستاسو په نظر دوی ولې دغه ډول ودونه غوره بولي؟

ایا تاسو خپله یا بل داسې څوک پېژنۍ چې له نژدې خپلوانو سره یې واده کړی وي او بیا یې پایلې ښې نه وي راختلي؟

کله چې تاسو واده کوئ یا خپلې لور یا زوی ته واده کوئ کوم ټکي په پام کې نیسئ؟

د فېسبوک، برېښنالیک او ټېلفون له لارې په ستاسو نظر پروګرام کې ګډون وکړئ او خپل نظر څرګند کړئ.

په پروګرام کې د ګډون لپاره چې د سه شبنې په ورځ د افغانستان په وخت د ماښام له اتو بجو ورسته پیلېږي، پردې شمېرې ټېلفون وکړئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د اېس ام اېس يا لنډ لیکلي ټېلفوني پيغام لپاره دا شمېره وکاروئ: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

او د برېښنالیک پته مو ده: pashto@bbc.co.uk

ورته مطالب