ستاسې غږ: اعدامونه د جرمونو مخنيوى کولى شي؟

Image caption چين د اعدامونو په لست کې لومړى ځاى لري او ٦٨٢ کسانو ته په کې دغه سزا ورکړل شوې ده.

د بښنې د نړيوال سازمان يو تازه رپوټ وايي تېرکال نړۍ کې شاوخوا ۲۰۰ کسان اعدام شوي دي.

چين د اعدامونو په لست کې لومړى ځاى لري او ٦٨٢ کسانو ته په کې دغه سزا ورکړل شوې ده.

ايران کې ٣١٤ کسان اعدام شوي او په نړۍ کې دويم ځاى لري، عراق دريم او سعودي عربستان بيا د کړيو اعدامونو له کبله څلورم ځاى لري او له سعودي عرب نه وروسته بيا امريکا کې ډېر کسان اعدام شوي دي.

تير کال افغانستان هم د يولړ اعدامونو شاهد و.

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې له اعدام څخه جنايتکارانو ته د سزا د ورکړې د ېوه وروستي گام په توگه کار اخېستل کېږي.

خو د بښنې نړيوال سازمان وايي په ډېرو هېوادونو کې اوس خلک دې نتيجې ته رسېدلي دي چې اعدام له بشري حقونو يوه ډول سرغړونه ده او اغيزمنه سزا نه ده.

سازمان وايي له همدې امله د دغه سزا نه د خلکو ملاتړ هم کم شوى دى.

د دې اوونۍ ستاسې غږ په پروګرام کې له تاسو غواړو واورو چې آيا د اعدام له سزا سره موافق ياست، آيا د اعدام سزا د جرمونو په مخنيوي کې اغيزمنه ده او يا دا چې سرچپه اغېزې لري؟

پروگرام کې د گډون په موخه د پنجشبنې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېره راته زنک ووهي.

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

د لنډ ټېلې فوني پیغام یا ایس ایم ایس له لارې هم خپلې نظرېې او پيغامونه استولي شي . شميره يې ده

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

د بي بي سي په پښتو فيسبوک کې هم خپلې نظريې راته پرېږدئ

ورته مطالب