له سر غړوونکو سیاسي ګوندونو جواز اخیستل کېږي

Image caption تر اوسه روښانه نه ده چې د افغانستان د عدليې وزارت تر کومه بريده د ګوندونو د سرغړونو پر وړاندې جدي ګام پورته کوي.

د افغانستان د عدليې وزارت وايي هغه سياسي ګوندونه چې د ګوندونو لپاره له جوړو شويو قوانينو سرغړونه کوي، د فعاليت ځنډولو لپاره به يې جوازونه ترې واخلي.

د عدليې وزارت لومړنۍ موندنې ښيي د ۵۵ سياسي ګوندونو له ډلې چې په رسمي ډول په دغه هېواد کې فعاليت لري، هېڅ يوه يې د هېواد په شلو ولايتونو کې ساحوي دفترونه چې د فعاليت د جواز لپاره يې مهم شرط دی، نه دي فعال کړي.

د سياسي ګوندونو د جوړېدو د مقررې پر بنسټ که يو سياسي ګوند د فعاليت له پيلېدو وروسته د يوه کال په موده کې ولايتي دفترونه جوړ نه کړي، د فعاليت جواز يې ترې اخيستل کېږي.

خو په افغانستان کې ځينې څارونکي بنسټونه وايي دغه ګوندونه د دموکراسۍ د غوړېدو لپاره اوږد مزل په مخ کې لري او بايد فرصت ورکړل شي.

په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو رژیم له نسکورېدو راوروسته په تدريجي ډول لسګونه سياسي ګوندونو چې بېلا بېل فکرونه او هيلې يې لرلې د خپل موجوديت اعلان وکړ.

په لومړي سر کې د سياسي ګوندونو شمېر له سلو اووښتی وو، خو په ۲۰۰۹ کال کې د ګوندونو د نوي قانون پر بنسټ چې د سياسي ګوندونو لپاره يې سخت اصول وضع کړل، شمېر يې سم نيمايي ته راښکته شو.

ځينې ګوندونه له منځه ولاړل او ځينې يې له نورو ګوندونو سره یو ځای شول.

د ګوندونو په مخکیني قانون کې هر ګوند مکلف وو چې د خپلو ۷۰۰ فعالو غړو هويت د عدليې وزارت ته وسپاري، خو په نوي قانون کې دغه شمېره بايد لس زره وي، هغه هم په دې شرط چې غړي يې د بېلا بېلو قومونو او پرګنو وي.

د ګوندونو په مخکیني قانون کې ګوندونه د ولايتي دفترونو پر پرانستو مجبور نه وو، خو په نوي قانون کې هر ګوند بايد لږ تر لږه په ۲۰ ولايتونو کې ساحوي دفترونه او نماينده ګۍ ولري.

په افغانستان کې د ټولنيزو سازمانونو او سياسي ګوندونو د ثبت او راجستر چارې د عدليې وزارت د ثبت، ارزونې او همغږۍ ادارې له لوري پر مخ بېول کېږي.

د دغې ادارې مشر محمد ناصر حافظي وايي تر اوسه ۵۵ سياسي ګوندونه په رسمي ډول ثبت شوي، خو دغو ګوندونو د ثبت او راجستر اصول نه دي پوره کړي:

(( د سياسي ګوندونو بنسټ اېښودونکي مکلف دي چې د ثبت او د فعاليت د جواز اخيستو له نېټې وروسته د يوه کال په موده کې، لږ تر لږه په ۲۰ ولايتونو کې دفترونه جوړ او د ادرس ترڅنګ د هر ولايت د مسوول پېژندګلوي د همغږۍ ادارې ته وسپاري. که سياسي ګوندونه په دغه موده کې په ۲۰ ولايتونو کې دفترونه جوړ نه کړي، د دغه سياسي ګوند نوم د ګوندونو له نوملړه اېستل کېږي. موندنې ښيي چې د خبرتيا وو سره سره دغو ګوندونو ولايتي دفترونه، نه دي جوړ کړي. که دغه ګوندونه ژر خپل دفترونه جوړ نه کړي، نو د فعاليت جواز به يې لغو شي.))

د سياسي ګوندونو موضوع او د دغو ګوندونو له لوري د ساحوی دفترونو نه پرانیستل کېدل هغه موضوع ده چې د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو په کمېسيون کې پرې بحث کېږي.

د دغه کمېسيون مشر زلمی زابلی وايي دغه موضوع په جدي ډول څاري او په دې اړه يې د افغانستان لويې څارنوالۍ ته مکتوب هم استولی دی:

(( ډېر ګوندونه داسې دي چې په هېڅ ولايت کې دفتر نه لري، دوی دروغجن دي. دوی ۱۲زره غړي هم نه لري چې په قانون کې يې يو مهم شرط دی. نو موږ د عدليې له وزارته غوښتي که د چهارشنبې تر ورځې په ۲۰ ولايتونو کې دفترونه ونه لري، فعاليتونه يې وځنډوي.))

د عدليې وزارت د ثبت، ارزونې او همغږۍ ادارې مشر محمد ناصر حافظي وايي که د ۵۵ ګوندونو له ډلې يو هم هغه اصول چې د عدلې وزارت له لوري ورته ټاکل شوي پوره نه کړي، له دوی سره رسميت نه لري.

دی وايي د دوی لومړنۍ موندنې ښيي چې د دغو ګوندونو يو هم په ټولو ولايتونو کې دفترونه، نه لري:

(( زموږ لومړنی راپور دا وو، موږ خپلو استازو ته دنده وسپارله چې لاړ شي، د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې د سياسي ګوندونو ولايتي دفترونه و ارزوي. زموږ د تفتيش اداره او ولايتي ادارې لاړې او هغه نوملړ ته په کتو چې موږ ته يې را استولی دی ښيي چې دغه ګوندونه په درې، څلور ولايتونو کې او هغه ډېر يې په اوو ولايتونو کې دي.))

د افغانستان د سياسي ګوندونو د قانون په اوومه ماده کې راغلي، د يوه سياسي ګوند مرکزي دفتر او نماينده ګۍ بايد د هېواد دننه وي او حکومت د ګوندونو د دفترونو د مصونيت او امنيت چاره پر غاړه لري.

خو ځينې ګوندونه نا امني او د مالي امکاناتو نه شتون په ولايتونو کې د خپلو دفترونو د نه پرانیستل کېدو اصلي لاملونه په ګوته کوي.

د سيد منصور نادري په مشرۍ د ملي پيوند ګوند منشي حيات الله نيازی په دې باور دی چې په افغانستان کې ډېر سياسي ګوندونه نوي په پښو درېدلي او امکاناتو ته په کتو ګوندونه دېته اړتيا لري چې په تدريجي ډول ګام پورته کړي او د عدليې وزارت غوښتنې بشپړې کړي.

ځينې ګوندونه د عدليې وزارت وروستۍ راپور نيمګړی بولي، وايي د خپلو ولايتي دفترونو د موجوديت په اړه يې د عدليې وزارت ته راپور ورکړی دی.

د افغانستان د ملي محاذ ګوند اداري او سياسي مرستيال محمد داود خان خروټی د عدليې وزارت موندنې ردوي وايي، د هېواد په ۲۵ ولايتونو کې دفترونه او نماينده ګۍ لري او دوی نه پوهېږي چې وزارت څه ډول سروې کړې ده.

د ولايتي دفترونو په اړه د عدليې وزارت له لوري د شويو موندنو له مخې د محاذ ملي ګوند په هېڅ ولايت کې دفتر نه لري.

د افغانستان خلک له لسيزو راپدېخوا د سياسي ګوندونو له نوم سره بلد دي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې په شپېتمه لسيزه کې خلق او پرچم ګوندونه واک ته ورسېدل.

پاکستان او ايران کې د مجاهدينو د ګوندونو له جوړېدو سره سم خلک لا نور ډېر له ګوندونو او د ګوندو د جوړېدو په اړه پوه شول.

خو په اوويايمه لسيزه کې د خپلمنځي جګړو له امله دغو ګوندونو د خلکو په مېنځ کې خپل محبوبيت له لاسه ورکړ او خلک يې په اړه بدبينه شول.

ډېر افغانان په خپل هېواد کې د ګوندونو له فعاليتونو ښې خاطرې نه لري.

د افغانستان د فرهنګ او مدني ټولنې مشر او د ولسي جرګې پخوانی غړی مير احمد جوېنده په دې باور دی چې لا هم په افغانستان کې ځينې سياسي ګوندونه د دیموکراسۍ اصولو ته پابند نه دي او يوازې د واک په لټه کې دي:

خو له دې سره سره په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فيفا په تېرو څو انتخاباتو کې د سياسي ګوندونو رول مهم بولي.

د دغه بنسټ اجراييوي مشر جانداد سپين غر وايي د ګوندونو فعاليتونه اوس د پخوا په توپير همغږي شوي او مخ په وده دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې د افغانستان د عدليې وزارت تر کومه بريده د ګوندونو د سرغړونو پر وړاندې جدي ګام پورته کوي، خو په ټوله کې دا د افغانستان ټولو سياسي ګوندونو ته د خطر يو زنګ دی، چې له دې وضعيته ووځي.

دغه ګوندونه بايد خپلو هدفونو ته د رسېدو په اړه فکر وکړي او خپل ملاتړي د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې پيدا کړي، ځکه ځينې اوسني ګوندونه يوازې تر يوې سيمې او يوې پرګنې محدود دي.

ورته مطالب