پښتونخوا: د پښتنو په سياست کې مېرمنې

Image caption بېګم نسيم په پښتون سياست کې هغه بندې دروازې په پښتنو مېرمنې پرانیستې او د پښتونخوا د اطرافو نه هم تور سرې ميدان ته راووتې.

چې د پښتنو په سياست کې د باچا خان، ولي خان د کور دروازې پرانیستل شوې او بېګم نسيم ولي خان ستر مات کړ نو هغې به په ولسي جلسو کې ويل:

"زما پښتنو وروڼو او مشرانو، زما خاوند (ولي خان) په زندان کې دى، خسر (باچا خان) مې جلا وطنه دى، ما ستاسو لپاره ستر مات کړ. له کوره بهر را ووتلم، ستاسو نه لوپټه او پړونى غواړم."

د بېګم نسيم دغې خبرې سره پښتانه را وپارېدل ځکه چې هر کله مور خور لوپټه او پړونى وغواړي نو بيا زامن او وروڼه په خپله کفن اغوندي خو خپل ناموس نه سرتوروي.

بېګم نسيم په پښتون سياست کې هغه بندې دروازې په پښتنو مېرمنې پرانیستې او د پښتونخوا د اطرافو نه هم تور سرې ميدان ته راووتې چې د سوات د شخړې سره د سوات سر سرتور شو نو ملاله ترې راپيدا شوه.

نن ملاله په ټولې نړۍ کې د پښتونخوا د قلم او کتاب علامت دى. نن چې په ټوله نړۍ کې ملاله يادېږي نو ماته د پښتونخوا په خړو کمپونو کې د افغان مهاجرت په ورځو کې شربت ګله راياده شي.

شربت ګله هغه وخت د ټولې نړۍ د تصويرونو په مقابله کې د دې شعر په شان شوه:

دا چا کړې د پښتو د ملالۍ سترګې خيرنې

خرڅېږي پيښور کې د جنګونو تصويرونه

د پښتون افغان د جنګونو تصويرونه په ټوله نړۍ کې يوه تماشه ده. د لويو تهذيبونو، د انساني حقونو علمبرداران، د امن نړيوال غږ کې پښتون افغان په تماشه درولى دى.

درې لسيزې وړاندې يې د پښتونخوا په مهاجرت کې د افغان جنګ تصوير شربت ګله راپيدا کړه. د سوات جنګونو او د وينو سېلابونو ملاله جوړه کړه او اوس د باجوړ وېرې يوه مور بادام زري کې دا توان رابيدا کړ چې د سړو په جمهوريت کې خپله ونډه ولري.

جمهوريت کې هر چا ته حق حاصل دى خو پښتانه چې په داسې حال کې د کور مېرمنې سياست ته را وباسي نو دا غټ جرات او د مړانې خبره ده ځکه چې دغه ټول اطراف د داسې وېرې ډک دي چېرته چې په سوات بڼ کې د پښتو موسيقۍ د نړۍ يوه نجلۍ شبانه حلاله شوې ده.

چېرته چې په زوره نکاح نګانې شوې دي، چېرته چې چيچنو ازبکو عربو مجاهدينو په زوره د پښتنو تور سرې ځان ته د مال غنيمت په توګه واده کړي دي، چېرته چې ملالې د قلم او کتاب سزا خوړلې ده، چېرته چې مېرمنې يا د کور دي يا د ګور!

هلته بادام زري دا وخت د ټولې رسنۍ عنوان دى. د پاکستان د جمهوريت او د پښتونخوا د روښانفکرۍ مثال دى.

د پښتنو مېرمنې که په لويو ښارونو کې سياست او ټولټاکنو ته را وځي نو دا دومره لويه پېښه نه ده ځکه چې په لويو ښارونو کې خو دا ځل دريم جنس (هيجړاګان) هم مقابلې ته ولاړ دي او دا وايي چې موږ د دريم جنس نمايندګي کوو.

خو د پښتونخوا د بارودو په لوګو او نقاب پوشه ټولنه کې چې مېرمنې راوځي او هغه سياست کوي، کوم سياست او جمهوريت ته چې طالبان دړکې کوي.

په دغه دړکو کې بادام زري ته را وتل توري سره مرۍ مښل دي. خو په پښتو کې لنډۍ متلونه او تېرې واقعې ځان داسې تکراروي چې باتصويره مانا يې کړي:

که د زلمو نه پوره نشوه

ګرانه وطنه جينکۍ به دې ګټينه

په هره زمانه کې د کردارونو رول او د لفظونو صحي استعمال ګران کارونه دي. دا په هر دور کې شوي دي چې کردارونه کله خپل صحي رول لوبوي او د لفظونو صحي استعمال کېږي نو هلته د کردارونو او رياست، د رياست د پاليسو او د لفظونو په خپلو کې تصادم او ټکره راځي.

په دغه رنګ حالاتو کې رياست د خپلو مفاداتو لپاره کردارونه په خپله خوښه او خپله لوبه لوبول غواړي او لفظونو ته په کرښه کرښه د تګ ويل کېږي.

څوک چې د رياست د جوړو شوو کرښو او حدونو نه لږ هم کاږه شي، هغه کردارونه او لفظونه به لومړی بلک لسټ کېږي، يا به د نومونو او لفظونو نه په سور قلم کش راښکلى کېده.

اوس په روان دور کې دغه دواړه رعايتونه ختم شوي دي. اوس ټارګټ يعنې په نخښه کېږي، دا نخښه نقاب پوش وولي:

خلق چې نخښه وولي ګوري ورته

تا چې مخ پټ کړو نو ګزار دې وکړو

د پټ مخ، پټو سترګو، پټو فرښتو او پټو قوتونو دا ګزار دومره قوي وي چې د بچ کور په کې نه وي. په پورته ذکر شوي پس منظر کې چې د نقاب پوشو سړو په وحشت او دهشت کې د کور يوه مېرمنې را وځي نو د دې نه غټ جرات او بهادري به بله کومه وي؟!

نن سبا خو د هر چا نه په دغه شور او دهشت کې رهنما ورک دى او په روانو ټولټاکنو کې هر څوک د رهنما نه سر ټکوي، نو د کور مېرمنې لکه ۳۸ کلنه بادام زري خو ډېرو سړو ته هم پېغور کېږي.

په تېرو ټولټاکنو کې خو فقط مولانا فضل الرحمان ته د مسرت شاهين مقابلې ته را وتل پېغور و، اوس خو ډېرو سړو کانديدانو ته دريم جنس هم مقابلې ته را وتلي دي.

د سړو نه زياته همدردي مېرمنې و سره کيدى شي. بادام زري به هم که د ايوان لپاره د ګټې ووټ وا نه خلي خو همدردي به ډېره واخلي.

په دغه جرات به د ښځې په حق کې همدردۍ د هغې د مېړه په ګټه زياتې وي. دلته د مېرمنې ذات همدردۍ هسې هم سړي په خپل حق کې محفوظ ساتي.

ورته مطالب