ستاسې نظر: آيا مصلحت لپاره دې دروغ وويل شي؟

Image caption ستاسې نظر پروګرام هره سه شنبه زموږ په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي

اصولا" دروغ ويل ناوړه کار بلل کېږي خو بيا ځينې په دې باور دي چې که دروغ د مصلحت لپاره وي نو د منلو ده ځکه د دوى په وينا له فتنه زېږونکې رښتيا نه د مصلحت دروغ ښه وي.

تاسو څه فکر کوئ له دروغو پرته ژوند شونى دى؟

آيا چمتو ياست چې د خپل کار د پرمخ وړلو لپاره دروغ وواياست؟

په ټولنه کې داسې دودونه او عنعنې شته چې له امله يې اړ شئ رښتيا ونه وايئ؟

له دروغو څنگه ځان ساتلى شو؟

د فیسبوک پیغامونه

مس وار

زه له دروغو کرکه لرم او آن که څوک خواشينى کېږي زه بيا هم خپله رښتيا وايم.

محمد ګل زورمتی

دروغ د ايمان زوال دی او دروغ د ټولو كناهونو جرړه ده.

غلام حضرت الکوزی

که چېرې انسان په دروغو اموخته شي بیا رښتیا خوند نه ور کوي. که بیا چېرې ځان اصلاح کړي نو په ټولنه کې څوک اعتماد پرې نه کوي.

الهام رفیقي

څومره چی زه پوهېږم او د لویان د خولی څخه می اوریدلی دی وايي چې درواغ ویل حرام دی، خو په ځینی شرایتو کی روا هم دی. د بېلګې په توګه که د يو انسان د وژنې په خاطر او یا د یو ډیرضروری کار په خاطر روا دي.

درواغ په اصل کې لویه ګناه ده ولی په بعضی مواردو کې جوازلري د بیلګي به توګه دوه نفره سره ډیرسخت خپه دي دریم نفرکولای شي چې د دوی په منځ کې داسي یوڅه ووایی چې دواړه پخولاکړي یعنی دروغ ووایی.

محمد نبي وفا

روښتیا ویل اسان دي که څوک یې وغواړی او باور وکړي

شکیل خان

موږ بايد دروغ ونه وايو.

خالد سلیمانخیل

يو کس حضرت محمدٌ ص ته راغي او وویلي چې ډېره گناه كوم. حضرت محمدٌ ص ورته وويل دروغ ويل پرېږده. هغه سړی چې چه کوم كار كو نو ځان سره به يې سوچ كاوه چي حضرت محمدٌ که را نه وپوښتي نو زه به څه وايم دروغ خو نه وايم. نو ټولې ناسمې کړنې يې پرېښودې.

تاج خان

دا پر موږ ټړلې چې څنگه غواړو ژوند وکړو که دروغ يوه ښه مقصد يا مخې لپاره وي نو بيا پروا نه کوي.

نور آغا همدرد

زما نظر دا دې چې په ټولنه کې کله دروغ بند شي یا خلک دروغ ونه وایي٬ نو هغه وخت ټولنه پرمختک کوي.

ندیم روحاني

دروغ د انسان د ترقي مخه نیسي.

ولي احمدزی

دروغ ویل د انسان په ژوند كې لوى تاوان دى. دا ما ته ثابیته شوې چې په رښتيا كې كومې گټي دي هغه په دروغو كي نشته. په رښتيا كي د انسان روح خوشاله وي.

عبدالقادر شعیب هوکې

کله کله انسان مجبوره کېږی چې د ځان د موقف یا پت د ساتلو په خاطر دواغ ووایی! زه هم همداسې کله کله درواغ وایم، خو نه هسې درواغ چې چاته په کې زیان ورسوم

بصیر زدران

دروغ د ټولو ګناهونو مور ده.

اقبال خان

حضرت محمد ص نه روایت دی چې درواغ ایمان داسې ختموي لکه اور چې لرګي سوزي.

نوراحمد افغان - کندهار

درواغ د خلکو په منځ کې یوه پټه ژبه ده چې ټول نامشروع او غیرقانونی کارونه د درواغ ویلو څخه سرچینه اخلې، په هره ټولنه کې چې درواغ ډیر شي په هغه ټولنه کې فساد خپل اوج ته رسېږي، اعتبار او باور بیخې له مینځه ځې.

په اسلام کې مطلق درواغجن دخدای (ج) سخت دښمن دې. مننه.

خان ګل حسین خیل

هغه رشتيا چې وروستۍ پايلې يې خرابې وي له هغه نه دروغ غوره دى.