ډیوه: د نارنج ګل

Image caption د نارنج ګل دودیزه میله او مشاعره دا وار د شاهي ماڼۍ په دیوالونو کې بندیوانه وه.

سږکال هم ننګرهار غوړیدلی دی. د پسرلي وږمې د باروتو له بدرنګه لوخړو خوندي پاتې نه شوې.

د ښار په زړه کې د بمونو لړزونکي غږ د تنکي پسرلي په شنه سهار ماشومان په ژړا راویښ کړل.

خو د نارنج ګلونو لارې کوڅې په خپلو خوشبويو خوږې کړې وې.

هرځای په شنو ونو کې ګلونه داسې نښتي وو تا به ویل لکه سپینې مچۍ چې د شاتو کڅوړې دوږو خاوندانو لپاره شکوي.

خوهغه خیالور چې د نارنج په سپینو ګلونو کې د پوره کال سندرې ویني او تږي وي چې د نارنج ګل په نوم به د پسرلي د ځوانۍ هسک په لویشت کوي او د زړه خبرې به ورته په سندرو کې کوي تږي پاتې شو.

د نارنج ګل دودیزه میله او مشاعره ترې دا وار د شاهي ماڼۍ په دیوالونو کې بندیوانه وه.

د نارنج ګل سږنۍ میله او مشاعره داسې مهال را وبلل شوه، چې څو په نوم سړي د جلال اباد ښار له څنډې د شاهي ماڼۍ په لور داسې چپ ورغله لکه چې د چا په قتل پسې يي توره د څادر لاندې اخستي وي.

د شپې تیاره وه، د توت او چنار ونه په کې نه مالومیده او خلکو داسې نه ګڼله چې نارنج ګل دې وي ځکه دغلته دسندرو بنډارونه کومه نوې خبره دښاریانو لپاره نه وه.

خو ریښتیا هم دا شپه د قتل کیسې ته نږدې وه.

د کوم خونکار مرۍ ته د دار رسۍ نه اچول کېده، دا د نارنج ګل غلچکۍ میله او مشاعره وه.

ورځ يي دا کال ووژل شوه او ورته لیواله یا خو په خوب نا خبره پاتې شو او یا یې د ورتګ کومه لاره نه لیده.

میله او مشاعره هغه چې کلونه کلونه ترې د دې سیمې وګړي د خوښیو څکه کوي څنګه د ټوپکوالو سړیو په پهره بدرګه کړي، ورتګ ته څوک واسطه کړي چې بلل شوی هم نه وي.

په نارنج ګل پسې د ننګرهار د شاهي ماڼۍ اوسپنیزې دروازې داسې وخت تړل کېږي چې لا له وړاندې د دې هیواد ملي ورځې د کابل په ارګ کې کلا بندې شوي.

دغه ورځې هم نیم سرې شوې ځکه پخوا يي لمانځنه واکمنو او ولسي وګړو په ګډه کوله، پوځیان به د ولس په بدرګه د دریځ له مخې تېریده خو اوس ورته یوازې چارواکي چکې کوي او هغوئ به يي ګوري چې د بریښنا او تلویزوني پردې وس په کور کې ولري.

د دغه دستورو لیدل هم هغو بې وسو ته ګرانه ده چې په خوا به بې ټیکټه د جشن ځای ته ورتلل هلته خو د چارواکو پلمه دا ده چې که له ارګه راووځي ځواکونه به يي دخوښۍ د مناورو پرځای په جګړه سرشي.

د حالاتو مجبوري بده بلا ده

کنه چا لمنه پرېښې د اشنا ده

خو د ننګرهار واکمن کومه پلمه د نارنج ګل د داسې کولو لپاره لري؟

که خبره د دې تاریخې میلې د کم رنګي کولو وي ولس به يي ورسره ونه مني.

که د دې ښار واکمنان له خلکو سره دا خوښي نه شي لمانځلی دا به ومنو خو شرط به یې دا وي چې دا صاحبان دې د نارنج ګل د کال دغه یوه ورځ د دې سیمې خلکو ته پرېږدې او په خپله دې د تېر په څېر هره ورځ د خوښۍ بنډارونه تاوده وساتي.

دا ویش به هم په انصاف وي، هغوئ چې د صاحب په مینه مست دې د هغه به شي او ولسي خوښۍ به دولس په ځولۍ کې سوچه پاتې شي او که بیا له نارنج ګل سره داسې نا انصافه لوبه کېږي د خلکو له خولو به خیرې وباسی، د ننګرهار پسرلی به بې سندرو شي او له درده به نیم خونده پسرلنۍ شیبې تیرې کړي دا وار درد يي ایله دومره دی چې وايي

که داسې بل ګزار دې راکه

د زړه په وینو به مې رنګ کړې دیوالونه

ورته مطالب