ټولټاکنې، د پښتونخوا مقدمه څه؟ وکيل څوک!؟

په پاکستان کې د ۲۰۱۳ کال په مې ټولټاکنو کې د نورو صوبو د قومونو لپاره دا سوال دى چې لوی اکثريت به څوک وړي؟

اسلام اباد دربار به د چا په نوم لګېږي؟ خو د پاکستان په جغرافيه کې شوکېدلى تس نس پروت پښتون افغان په لويه پښتونخوا کې د چترال نه تر بولانه دا پوښتنه لري چې په ټولټاکنو کې به د پښتونخوا مقدمه څه وي؟

وکيل به څوک وي؟ د ټول پښتون وطن پښتون افغان به په دغه برګ قطار کې په کوم رنګ، کوم حېثيت، په کوم نوم، او څنګه درېږى؟

دا پوښتنه په روانو حالاتو کې ځکه نوره ډېره په تېزۍ را پورته شوه، چې د طالبانو له خوا سيکولر، قام پرستو پښتنو ته چې اې اېن پي يې د مشرتابه دعوه لري، دا دړکې ورکړل شوې چې پيپلز پارټۍ، اېم کيو اېم بالعموم او ای اين پي به بالخصوص د نوي جمهوريت په منډه کې نه پرېږدو.

د الېکشن کمېشن، د عدليې، قانون، اۤئين نه پرته د طالبانو عمليات دا څرګندوي چې د پاکستان ټولټاکنې د الېکشن کمېشن، د پوځ په نګرانۍ کې نه بلکې د طالبانو په خوښه کېږي.

دا دړکې او په کانديدانو د حملو عمليات د نړۍ د نورو ملکونو لپاره د پاکستان دفاعي او ټول رياستي واک او توان هم سواليه نشان دى.په کوم ملک کې ټوله رياستي مشينري او د ټولو نه لوی قوت پوځ په ټولټاکنو کې ولسونو ته د رايې د استعمال حق نشي ورکولى، هلته به د جمهوريت دعوه څه وي او د رياستي اختياراتو، قانون اۤئين استعمال به څنګه کېږي؟

دا وخت خو دا يو تاثر جوړ شوی چې د پاکستان ټول رياستي جمهوريت، سياست د پټو قوتونو او په ښکاره د طالبانو د دړکو له کبله يرغمال دى، خو حېرت دا دى چې دا ټوله لوبه د پښتنو په سيمه کې روانه ده.

پښتانه قام پرست او سيکولر مترقي، روښان فکره خلک په نخښه دي، زيات تعجب دا دى چې د پښتنو په وطن کې نورو هغه ټولو قوتونو ته د ازادو جلسو، جلوسونو، او هر رنګ هلو ځلو ازادي او اجازت شته چې هغوی په ښکاره وايي چې "طالبان زموږ شاګردان او بچي دي."

يا هغه قوتونه هم ''قابل قبول'' دي چې طالب د هغوی په ذهنونو کې شوري او لاشعوري توګه باندې محفوظ پروت دى. دا هغه قوتونه دي چې د حجرې او جومات لپاره په يوه دروازه ننوځي، مدرسه او ښوونځی، دارالعلوم او پوهنتون دېوال په دېوال دي، يو بل ته په اسانه په دېوال اوښتی شي.

دا هغه وروڼه عزيزان دي چې د يو بل جامې او پېزار يې په يو بل برابر دى، د دوی ټولو د پېزار د ايستو ځايونه او اداب يو شان دى، د دوی اُستاد او کلاس روم يو دى.

له بده مرغه، بدبختانه د پښتنو مشرتابه پنځه کاله وړاندې د سُرنګ په رڼا پسې په داسې غارو ننوتل چې د سُرنګ بلې غاړې ته رڼا نه وه. د سُرنګ بلې غاړې پېريانو شيشه پړقوله، پښتانه د سُرنګ په دروغژنې رڼا پسې لاړل اوس ورته پېريان وايي "تاسو زموږ په بچو پښې ايښي دي!"

ټول پښتون افغان د پېريانو ماماګانو په بچو د پښو کېښودو سزا خوري، او نن د مشکوک جمهوريت په مشکوکې شب خيزۍ کې موږ په خپلو شهيدانو پښې کېدو خو هر پښتون افغان يو بل ته په اوترو سترګو کې ګوري لکه چې په خاموشه ژبه د يو بل نه په سترګو سترګو کې پوښتنه کوي:

چرته به ځو!؟

پښتانه د لار په کږلېچونو کې ځکه اوتر دي چې په موږ يې پنځه کاله پېريانو سره جنګ کړی دی. پښتنو ادم زادو د پېريانو پردي جنګ ته خپل ويلى دى، د ټولو نه زيات تعجب دا وو:

  • موږ پردي جنګونه هم په سر اخیستل او د عدم تشدد وظيفه مو هم کوله
  • موږ جنګ ته هم روان وو او دا مو هم ويل چې جنګ ته دی منصور روان...توپ او نه تفنګ لري
  • په تشو لاسو چا جنګ کړى دى!؟
  • موږ ماران هم ساتل او د پاړو دم مو هم زده نه و!!
  • موږ ماران هم وژل او ډنډه مو هم د ماتېدو نه بچ کوله، لاس او ډنډه دواړه مات شول، ماران مړه نه شو.

مشرتابه دا ويلي، اورېدلي او منلي دي چې پېريانو ته غزنى څه دى، خو د پېښور د سيخونو سيمټو دېوالونو او د اوسپنو دروازو ته يې د شګو دېوالونه وهل.

د پښتنو مشرتابه امريکا ته د مقدمې د وړلو نه واخله د طالبانو سره د معاهدې او د پټو فرښتو د دعا د امين ثمه امين پورې په دريواړو ځايونو کې ځان وفادار ثابت نه کړ.

دغه دريواړه ځايونه محاذونه او کردارونه د پښتون افغان په ګټه نه دي، پښتنو په غلطو باباګانو لاسونه ايښي او مرادونه منلي دي!

نتيجه

د دغه ټولو درواغجنو خوش بينو، ځان ته او بل له د دهوکو ورکولو عکس العمل دا دى چې نن د جمهوريت لپاره د ولسي رايې نه پښتون افغان مانا کولى شي او د هغوی رايې په زوره داسې طرفته بیايي چې دغه طرف ته نه د پښتون افغان په ګټه دی، نه يې په رګ ريښه دی، نه يې نظر او په نظريه دی.

د رهبرانو غلطۍ په لويه سطحه په نوې معاهده کې بدلې شي، خو په قامي کچه يې دومره تاوان ورکړی چې خپل هدف ته د رسېدو قوت ترې واخلي، لکه پېزواني اوښ. که يې څوک په لوړه خېژوي که په ژوره يې بیايي، دوی به ورسره ځي!

د جمهوريت په دغه نوي جبر کې پښتون افغان باندې امريکا، پوځ، او طالب درې واړه هغه کار د ووټ په شکل کې په اسانۍ پرې کوي کوم کار يې چې پرې په جنګ و نه کړ.

امريکا نن د پښتنو په مشرتابه د حملو په غېر جمهورى، غېرانساني، غېراخلاقي او غېر مذهبي سلوک خاموشه ده!

پوځ د ملک زوروره قوي کُل اختياره اداره ده، خو د پښتونخوا په دغه جنګ لاس نه اوچتوي!

طالبان د خپلې مقدمې د پنځو کالو تاوان غواړي.

نن په ټول جنګ کې پښتانه په داسې مرګ مري، لکه د پردي جنګ بې تنخا سپايان!

پښتون افغان د دريو لسيزو د تاريخ په اوږدو کې د دا رنګ شهادت د شوق نه ستړي شول، د بل چا به د ژوندو سرونو ته خطره وي، زموږ خو د مرګ نه پس د قبرونو دننه مړو ته هم دا خطره پای نه لري.

د پښتونخوا په دغه دوکه ماره جمهوري لوبه کې غلطي او غُلتي دواړه يو شان دي، په غلطۍ او غُلتۍ کې نه د پښتون افغان مقدمه شته او نه يې وکيل شته، که په داسې لوبه کې کومه نتيجه را شي نو هغه به زموږ نتيجه نه وي!

ورته مطالب