ستاسې نظر: د کتاب لوستلو دود په افغانستان کې څنگه ارزوئ؟

Image caption ستاسې نظر خپرونه هره سه شنبه زموږ په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي

د کتاب لوستلو دود په افغانستان کې څنگه ارزوئ، آيا په تېره لسېزه کې د کتاب لوستلو په فرهنگ کې بدلون راغلى، آيا تاسو په خپله کتاب لولئ؟

که ځواب مو هو وي نو په وروستي ځل مو کله يو کتاب بشپړ ولوست؟

د نړۍ په لر اوبر کې د بېلابيلو بنسټونو، ادارو او ټولنو له لارې په پرله پسې توگه دا هڅې روانې دي چې د کتاب لوستلو دود پراخ او پياوړى شي. خو عمومي باور دا دى چې له دغو راز هلوځلو سره سره کمپيوټر او انټرنت ته پراخ لاسرسي کتاب لوستلو ته لېوالتيا کمه کړې ده.

آيا تا سو هم په همدغه باور ياست؟

دا سه شنبه په ستاسې نظر خپرونه کې يې له تاسو اورو.

خپل نظر د برېښنالیک، فیسبوک او ټېلفون له لارې په ستاسو غږ پروګرام کې څرګند کړئ.

د برېښنالیک پته مو دا ده: pashto@bbc.co.uk

او یا د سه شنبې په ماښام مخامخ د ستاسې غږ پروګرام ته پر دې شمېرې زنګ ووهئ:

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د اېس اېم اېس يا لنډ لیکلي ټېلفوني پيغام لپاره دا شمېره وکاروئ:

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ورته مطالب