ستاسې غږ: خواله رسنۍ د قانون ماتوونکو مخه نيولى شي؟

Image caption که غواړي چې په پروگرام کې برخه واخلي، نو د پنجشبې په ماښام خپرونې ته زنګ را ووهئ

اوس په افغانستان کې د زور واکو د خپل سریو او نارواوو د رسوا کولو لپاره یو شمېر کسانو پر انټرنېټ ټولنیزو رسنیو ته مخه کړې ده.

دوی په فيسبوک کې د دغو چارواکو او زورواکو د زورزیاتیو او ناقانونه کارونو ویډیوګانې او انځورونه خپروي چې که وشي څوک يې مخه ونیسي.

د دغه ډول ويډیوګانو یوه وروستۍ بېلګه په کابل ښار کې د ترافیکو یو پولیس ښکاره کوي چې له یوهّ ګران بیه موټر څخه را کښته شوي دوه زورور کسان یې په عام محضر کې په څپیړو وهي.

په همدې پلمه د دې اوونۍ ستاسې غږ په پروگرام کې غواړو له تاسو واورو چې کله هم له قانون ماتوونکو سره مخامخ شوي ياست او که شوي ياست نو څه مو کړي دي؟

د فيسبوک او ټوېټر په څير خواله رسنۍ د قانون ماتوونکو او زوراکو د زورزياتيو په مخنيوي او د ټولنيزو ناخوالو په مبارزه کې څه ونډه لرلی شي؟

که غواړي چې په پروگرام کې برخه واخلي، نو د پنجشبې په ماښام په دې شمېرې راته زنگ ووهئ.

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

او یا هم په دې پته برېښنالیک را واستوئ: pashto@bbc.co.uk

ورته مطالب