دویمه برخه: هستوي یووالي کې د لېزر کاروونه

Image caption هستوي بمونه د غیر کنټرول شویو هستوي تعاملونو پایله ده

په تیره برخه کې مو وویل چې لیزر د ژوندانه په بیلابیلو برخو کې کاریږي چې یوه له دغو مهمو برخو نه هم د لیزر په مټ د هستوي یووالي یا اتحاد را منځ ته کوول دي.

په ټولیزه توګه دوه ډوله هستوي تعاملونه شته چې یوه ته یې د هستو چاودنه یا انشقاق او بل ته یې د هستو یووالی یا اتحاد وايي چې په دواړو حالاتو کې چاپیریال ته په پراخه کچه انرژي خپریږي.‌

کله چې دغه ډول تعاملونه تر کنټرول لاندې میکانیزم باندې را منځ ته شي نو له خپرې شوې انرژي څخه سولئیزه ګټه اخیستل کیدای شي خو که چیرته دغه تعاملونه په یوه غیر کنټرول شوي میکانیزم سره را منځ ته شي نو بیا یې د انرژي کچه په بیساري ډول زیاتیږي چې دې بیا هستوي بمونه ویل کېږي.‌

په لنډو ټکو کې هستوي بمونه د غیر کنټرول شویو هستوي تعاملونو پایله ده. ‌

Image caption د یووالي په پایله کې د هایډروجن دغه دوه هستې د هیلیوم‌ په یوه هسته باندې اوړي او‌ چاپیریال ته په پراخه کچه انرژي خپروي

هستوي یووالی هغه هستوي تعامل ته وايي چې دوه سپکې هستې سره یو ځای شي او یوه نسبتا درنده هسته جوړه کړي چې په دې سره په پراخه کچه انرژي چاپیریال ته خپریږي.

د بیلګې په ډول که د هایډروجن دوه هستې سره یو ځای کړو نو یوه د هلیوم هسته ترې را منځ ته کیږي او په پراخه کچه انرژی چاپیریال ته خپروي چې دغه تعامل په لمر کې تل را منځ ته کېږي.

له هستوي چاودونو څخه لاس ته راتلونکې انرژي د هستوي یووالي په پرتله چاپیریال ته ډیر ضرر لري ځکه چې هستوي چاودنې په چاپیریال کې فاضله هستوي توکي پریږدي خو د هستوي یووالي په پایله کې چاپیریال کې هستوي مضر فاضله توکي نه پاتې کېږئ.‌

په خلاف د هستوي چاودنو یا انشقاق چې په هر چاپیریال کې را منځ ته کیدای شۍ د هستوي یووالي لپاره د مناسب چاپیریال را منځ ته کوول اړین دي،‌ د چاپیریال تودوښه باید تر لس میلیونه سانټي ګریډه پورې وي تر څو دوه هستې سره یوځای شي.

په طبعیت کې د دغې لوړې تودښې رامنځ ته کوول آسانه کار ندی خو د لوړې انرژي لیزر وړانګې کولای شي په چاپیریال کې دغه تودوښه را منځ ته کړي.‌

Image caption د لیزر کارونه د هستوي انرژي او هستوي وسلو په صنعت کې خورا ارزښتناکه ده

د لیزر په مټ د هستوي یووالي د رامنځ ته کولو لپاره مایع هایډروجن د دیتریوم او ټریټیوم (دواړه یې هایډروجن دي خو د عادی هایډروجن په پرتله سنګین) ایزوتوپونو په لرلو سره د تودوښې په ټیټه درجه او لوړ فشار لاندې د طلا یا سروزرو په یوه ټیوب کې اچول کېږي.

وروسته بیا د لوړې انرژي لرونکی لیزر ټیوب ته متوجه کوؤ چې په پایله کې د طلايي ټیوب اټومونه د تهیج په پایله کې له طلا څخه په پراخه کچه اکسرې تولیدوي چې دغه اکسرې په ټیوب کې د تودوښې لوړه درجه او فشار را منځ ته کوي چې په پایله کې د ټیوب په منځ کې د هایډروجن د دوو هستو د یووالي لامل ګرځي.

د یووالي په پایله کې د هایډروجن دغه دوه هستې د هیلیوم‌ په یوه هسته باندې اوړي او‌ چاپیریال ته په پراخه کچه انرژي خپروي چې د هایډروجني اټوم بم بنسټ هم د همدغه ساده تعامل له مخې ښوودل کیږي.

د لیزر دغه کارونه د هستوي انرژي او هستوي وسلو په صنعت کې خورا ارزښتناکه ده.

هستوي یووالي چې د پاکې، آسانه او ارزانه انرژي یوازینۍ چینه بلل کیږي د لیزر د را منځ ته کیدو له امله د راتلونکې پیړۍ د انرژي اړتیاوو د پوره کولو ضمانت کوي.‌

په راتلونکو برخو کې به د لیزر په نورو کارونو هم رڼا واچوو.

ورته مطالب