دويم متفکر اشرف غني احمدزی

Image caption د ۱۳۸۸ کال په ټاکنو کې د ښاغلي ډاکټر هره وينا د خوشال خټک په دغه بيت پيلېده چې: '' عبادت د يوه ځان دی ----- عدالت د درست جهان دی''

په ۲۰۰۹ کال کې چې ډاکټر اشرف غني احمدزی ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند و، څو څو ځله مې ورسره وليدل. ځينې ليدنې کاري لیدنې وې، او کله به داسې شو، چې له رسمي کاره پرته به ورسره کېناستو.

اشرف غني احمدزی، هغه مهال د افغانستان د لوستې کهول انتخاب و. د ۱۳۸۸ کال د چنګاښ يو ماسختن ناوخته، له خپلو دوو ملګرو سره په دارالامان کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي کور ته ورغلم.

د شپې يوولس بجې وې، دليدنې نوبت راغی. موږ درې واړه د ده د کور دويم منزل کې يوې کوټې ته ورغلو. ښاغلی ډاکټر هم راغی. زما يوه ملګري غوښتل، چې د ټاکنيز کمپاين لپاره له ښاغلي ډاکټر سره ويډيويي مرکه وکړي.

ښاغلي ډاکټر سپين څادر، تر يوې اوږې لاندې راکښلی او پر بله يې اړولی و.

له موږ سره بوخت شو. ده هم څوکۍ سمې کړې. زه يې کيڼ اړخ ته کېناستم. دا هغه ورځې وې، چې ښاغلي ډاکټر به په ۲۴ ساعته کې ۲۰ ساعته کار کاوه.

ډېر بوخت و، موږ تر یو څه وخته پر شخصي مسايلو سره وغږېدو. وروسته مې ملګري له ښاغلي ډاکټر سره مرکه پيل کړه، زه لږ وړاندې ناست وم.

زما د کيڼې خوا پښتيو کې زړه ته نژدې يو ځای عمليات شوی و. د علميات دردونه مې ورک شوي و، خو اوس مې هم ژوره ساه اخيستلای نه شوه. د مرکې په منځ کې خوب راغی، خوله مې وازه شوه، چې ژوره ساه مې واخيسته، نو بې فکره مې يوه لويه چيغه وکړه، ځکه ټپ مې درد وکړ.

ښاغلی ډاکټر پخپله څوکۍ کې راپورته شو او غږ يې راباندې وکړ، څه خبره ده؟ ما ورته وويل چې وړمه ورځ مې دغه ځای عمليات کړی دی، ساه نه شم اخيستلای، درد کوي. ويې خندل، ويل يې ماته هم خوب راغلی و.

توپير

مرکه پر يوه داسې پوښتنه پيل شوه، چې له هر نوماند څخه کېدای شي. ملګري ورنه وپوښتل ، ولې زه تاته رايه درکړم، ستا او ولسمشر کرزي توپير څه دی؟

ښاغلي ډاکټر ورته وويل: ((زما او د ولسمشر کرزي توپير دا دی، چې هغه زاړي او زه نه زاړم)) ښاغلي ډاکټر وويل، چې ولسمشري په ژړا نه کېږي. کېدای شي دده هدف به دا وه، چې ولسمشر بايد تر عاطفې ډېر تعقل ولري. ښاغلي ډاکټر په دې خبره سره د ولسمشر کرزي د ژړا، يو دوو پېښو ته اشاره کوله، چې د ځينو مسايلو پر سر يې په عامو غونډو کې له خلکو سره يو ځای ژړلي و. د ښاغلي ډاکټر دغه ځواب دومره مشهور شو، چې خوله پر خوله وګرځېده.

يوه شپه د بي بي سي دفتر ته راغلی و او په فارسي ټلويزيون کې يې مرکه درلوده. هغه مهال به موږ د شپې کار کاو. هلته د ټلويزيون همکارانو ځنډولی و، غوسه و، خو کله چې د باندې راوتلی و، زموږ د راډيو د پښتو برخې يوه ملګري ورته ويلي، چې ډاکټر صاحب يو څو دقيقې وخت دې راکړه، چې زه هم غواړم لنډه مرکه درسره وکړم.

د څه شي لپاره؟

د پښتو خپرونې لپاره

ښاغلي ډاکټر په ورين تندي ورغبرګه کړې وه، چې درځه سړيه، ستاسې لپاره ډېر وخت لرم. تر ټاکنو پورې مو بيا څو ځله نور هم سره وليدل. تر ټاکنو وروسته، يوه ورځ سره کيناستو. ملګرو ورته وويل، چې پايلې اعلان شوې او تا خو دا دی، هومره رايې و نه ګټلې چې ولسمشر شې، نو اوس دې پروګرام څه دی؟

ښاغلي ډاکټر پر خپله ځانګړې لهجه ورغبرګه کړه، زموږ او ستاسې کار اوس پيل شو. زموږ مبارزه به روانه وي، د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته به ځان برابروو.د يوه افغان په توګه يې خبره راباندې خوږه ولګېده. په لومړي ځل مې په افغانستان کې داسې يو سياستوال ليد، چې هم قانع و، هم يې زغم درلود او هم يې د اوږدمهالي کار هوډ درلود.ده سياست د يوې ورځې خبره نه بلله.

عبادت او عدالت

د ۱۳۸۸ کال په ټاکنو کې د ښاغلي ډاکټر هره وينا د خوشال خټک په دغه بيت پيلېده چې:

عبادت د يوه ځان دی

عدالت د درست جهان دی

دا په حقیقت کې د عدالت لپاره يو شعار و، چې ښاغلي ډاکټر به تل تکراراوه. ده به پخپلو مرکو او ليکنو کې هم ټينګار کاوه، چې افغانستان ټولنيز عدالت ته اړتيا لري، او تر هغه، چې په دې هېواد کې ټولنيز عدالت رانه شي، د ټولنې اکثريت وګړي به هوسا نه شي.

نوموړي پر همدې بنسټ د عادلانه نظام لار کتاب وليکه، چې د افغانستان ډېرو بنسټيزو ستونزو ته پکې ځای ورکړل شوی و او د هغوی پر حل لارو غږېدلی و. که د افغانستان د ټولنپوهنې، اروا پوهنې او وګړپوهنې په تړاو پنځه متعبر او ښه کتابونه ليکل شوي وي، نو يو پکې ((د عادلانه نظام لار)) دی.

ښاغلي ډاکټر په دغه کتاب کې په زغرده له هغه نظر سره مخالفت وکړ، چې ګني افغانان د خپلو ستونزو د هواري وړتيا نه لري. ده وويل، چې په هېواد کې د ستونزو د هواري او د اغېزناک دولت او ملت جوړونې د ظرفيت هېڅ کمی نشته.

دغه راز په دغه کتاب کې د معاصر دولت، متحرک اقتصاد او واحد ملت جوړولو هغه قواعد او قوانين بيان شوي، چې د افغانستان له فرهنګ، اقتصاد، جغرافيا او نورو څخه يې سرچينه اخيستې وه.

ښاغلي ډاکټر د ځوانانو پر ونډه ډېر ټينګار کاوه، چې بايد په دولت کې کار وکړي، خو ده دا يې هم ويل، چې هر چاته بايد د کار بشپړ صلاحيت ورکړل شي او وروسته ورسره حساب هم وشي.

نوموړي به د خصوصي بانکونو بېلګه ډېره يادوله، چې کم عمره ځوانان دي، هر يو يې د ورځو په لکونو ډالر کښته و پورته کوي، خو هېڅ فساد پکې نه کېږي، ځکه چې صلاحيت يې هم ورکړی او حساب کتاب هم شته.

په افغانستان کې چې کله د فساد پر عواملو خبرې کېږي، نو يو عامل يې بې کوري يادېږي، چې ډېر خلک کور نه لري او په لوړو کرايو کورنو کې اوسي، او د دولت ټيټ معاشونه او د کورنو لوړې کرايې او يا په ټوله کې لوړې بيې هېڅ تناسب سره نه لري، نو ځکه ځينې خلک بډو ته زړه ښه کوي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي به هغه مهال د کورونو پر مسله ډېر ټينګار کاوه، او اوس مې هم کله کله په غوږونو کې د هغه دا خبرې ازانګې وکړي چې: ((يو ميليون دندې، يو ميليون کورونه))

تېر په هېر

ښاغلی ډاکټر اوس پر دولتي چارو بوخت دی. هغه هيلې سرابونه شوې، چې د افغانستان ځوانانو په ده پسې تړلې وې. دده وعده د يوه سرتېري او يوه پاچا کيسې ته ورته وه. وايي يو پاچا د ژمي په یوه سړه شپه له ماڼۍ د باندې ووت. د راستنېدو پر وخت یې یو بوډا عسکر ولید چې رېږدي.

پاچا ورته وویل: ساړه خو دې نه کېږي؟ عسکر ورته وویل: هو صاحب کېږي مې! پاچا ورته وویل: زه اوس ماڼۍ ته ځم او هورې به امر وکړم، چې ښې تودې جامې درته راولېږي. د تودو جامو تصور عسکر خوشال کړ، خو پاچا، چې ماڼۍ ته ننوت له هغه سره کړې ژمنه یې هېره شوه.

پر سبا سهار د ماڼۍ څنګ ته د یوه مړه عسکر مړی وموندل شو ،چې دا لیک ورباندې پروت و: اې پاچا، ما تر دې یخې شپې په پیره کې تېرې کړې او ژوندی پاتې شوم، خو تا راکړې تمې ووژلم!

د ښاغلي ډاکټر هغه ژمنې چې د افغانستان د راتلونکي سياست لپاره به منډې وهي، د افغانستان د لوستي او ځوان کهول استازيتوب به کوي، د افغانستان د روڼاندو د کاروان مهار به په لاس کې اخلي، ټول د پاچا ژمنه شوه. اوس روڼاندي پر يوه ځي او ښاغلی ډاکټر پر بله، ځوانان پر يوه ځي او ښاغلی ډاکټر پر بله او هر څه داسې پاتې دي، لکه د ښاغلي ډاکټر تر کانديدو مخکې چې و.

ښاغلی ډاکټر ملامت نه دی، هغه بايد خپله دولتي دنده سمه اجراء کړي، ځکه افغانستان ده ته، نه يوازې د يوه متفکر او رهبر په توګه اړتيا لري، بلکې د يوه مدير په توګه هم ښاغلي ډاکټر ته اړتيا لري.

دويم نړيوال مفکر

دوه ورځې مخکې چېرته ناست وم، د افغانستان د راتلونکي زعيم په اړه بحث کېده. ټاکنې را روانې دي او هر چا خپله وړاندوينه کوله، چې څه به کېږي يا به څوک ولسمشر کېږي. يوه ملګري د ډاکټر اشرف غني احمدزي نوم ياد کړ. بل ورغبرګه کړه چې، هغه واک ته نه شي رسېدای، نړيوال يې هم يوازې د متفکر په نوم خوشاله کوي. زما دا ملګري کېدای شي، ټوکه کړې وي، خو په افغانستان کې ډېر زيات خلک اشرف غني هغسې نه پېژني، لکه نړيوال چې يې پېژني.

هغه سړی چې همدا اوس د سوريې د راتلونکي په اړه نړيوال ورسره مشورې کوي، هغه سړی، چې د سوېلي اسيا او منځني ختيځ ډېر هېوادونه د ده د نظرياتو پر بنسټ پرمختګ کوي او هغه سړی چې په نړيوال بانک کې د خپل ماموريت پر مهال د روسيي د اقتصادي سيسټم د اصلاحاتو اصلي محرک بلل کېږي، په افغانستان کې يې يوازې، يو لږ شمېر خلک پېژني. هومره خلک چې ده ته يې په تېرو ټاکنو کې رايې ورکړې وې.

د خوشال قدر که اوس په هېچا نشته

پس له مرګه به يې ياد کا ډېر عالم

افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د فعاله بشري سرمايه يې ډېره لږه ده. دلته د نفوس يوه وړه برخه کار کوي او يوه لويه برخه يې ورسره خوري. جګړې او نورو ستونزو زموږ د هېواد پرمختګ ډېر ټکنی کړی دی.په دغسې حالت کې موږ د کدرونو له بحران سره مخامخ يو او يا که ووايو، چې د فعالې بشري پانګې له بحران سره مخامخ يو هم سمه خبره ده.

په دغسې وخت کې د نړۍ دويم متفکر ځان په دولتي چارو کې دومره بوخت کړی دی، چې د فکر رڼا يې يوازې په هغې کوټه کې محدوده شوې، چې دده د کار مېز پکې ايښی دی.

دا زما، زما د همځولو او زما د نسل او هغو کسانو چې په ښاغلي ډاکټر پسې روان و، حق دی، چې له ښاغلي ډاکټر څخه وپوښتو، چې زمو لار ورکی نسل دې ولې په نيمه لاره کې پرې ايښی دی. که ته په شخړه کې د ښکېلو هېوادونو او يا له جګړې وروسته هېوادونه په اړه نړيوالو ته نظر ور نه کړي هغوی کېدای شي، ستا بديل پيدا کړي ، خو موږ به سملاسي ستا بديل له کومه کړو ؟

ورته مطالب