افغان ښارونو کې د استوګنځايونو کمښت

Image caption په افغانستان کې له هرو څلورو کورنيو څخه يوه يې سرپناه ته بېړنۍ اړتيا لري.

په افغانستان کې تر جګړې وروسته د بې کورۍ ستونزه په يوه بحران اوښتې.

دې ستونزې ته هغه مهال لا ډېر پام ور اوړي، چې د ښارونو د پرمختګ لپاره ښاري پراختيايي او زېربنايي پلانونه تر کار لاندې وي او يا په کليو کې د کليوالو د ژوند د هوساينې په اړه فکر کېږي.

د اساسي قانون له مخې دولت خپلو اتباعو ته د استوګنځايونو پر برابرولو مکلف دی خو له بده مرغه چې اړوندې دولتي ادارې په دې برخه کې د لازمو کړنو په ترسره کولو کې پاتې راغلي.

د افغانستان د کورجوړونې او ښاري پراختيا وزارت د يوه اټکل او پلټنې له مخې، په دې هېواد کې شاوخوا يو ميليون او دوه لکه استوګنځايونو جوړولو ته بېړنۍ اړتيا ليدل کېږي چې ۷۰ سلنه يې بايد په کليو او پاتې ۳۰ يې په ښارونو کې ودان شي.

د يوې بلې سروې پر بنسټ، په افغانستان کې له هرو څلورو کورنيو څخه يوه يې سرپناه ته بېړنۍ اړتيا لري خو د کور او سر پناه جوړول د پام وړ پيسې غواړي چې ډېرو اړو هېوادوالو ته يې پيداکول د هغوی له وسه پورته کار دی.

د لومړنيو اټکلونو (ابتدايي براوردونو) له مخې، په منځني سټندرد سره د يوه درې کوټه یيز اپارتمان جوړول چې ۹۰ متر مربع پراخوالی ولري، شاوخوا ۲۵ زره ډالرو ته اړتيا لري.

د دومره پيسو زېرمه کول د افغانستان په شان هېواد ډېرو اوسېدونکو ته چې د سړي سر کلنی عايد يې ۴۷۰ ډالره برابرېږي، ناشونې خبره ده.

د کور جوړول خو په خپل ځای، د افغانستان په ښارونو کې د کورونو کرايې هم ډېرې پورته ختلي.

ښارونو ته د ډالرو او يورو له پنډونو سره د بېلا بېلو سوداګريزو، نظامي، مرستندويو او نورو ادارو له راتګ سره د کورونو کرايې دومره اوچتې شوي، چې ډېری بې وزله افغان کورنۍ يې له ورکړې عاجز دي.

چېرته چې خلک د يوه کور د جوړولو وس نه لري او له بلې خوا د کورونو کرايې لوړې وي، هلته بايد د غريبو او بې وسه خلکو د استوګنې لپاره ارزان بيه مېشت ځايونه موجود وي، خو له بده مرغه د افغانستان په ښارونو کې دا اسانتيا هم نشته.

زيانونه

دا ستونزې په ښارونو کې ډېرو ګډوډيو ته لار هواروي او له قانونه د سرغړاوي لامل کېږي.

خلک په دولتي، غصب شويو، غېر پلاني، او له ښاري خدمتونو څخه بې برخه سيمو کې مېشتېدلو ته اړ کېږي او همدارنګه د ځمکو په زور لاندې کولو (غصبولو) ته هڅېږي.

همدا لامل دی چې د افغانستان د نژدې ټولو لويو ښارونو تر نيمايي ډېر خلک په غېر پلاني او غصب شويو سيمو کې مېشت دي، چې استوګنځي يې پرته له نقشې په غېر قانوني توګه جوړ شوي او د څښاک د پاکو اوبو په ګډون د ژوند له ډېرو اسانتياو بې برخې دي.

ترسره شوې هلې ځلې

په هېواد کې د بې کورۍ ستونزې د راکمولو په موخه، څه نا څه هڅې د دولت له لوري او هم په خصوصي توګه د کورنيو او بهرنيو سوداګرو له خوا ترسره شوي؛ خو له بده مرغه چې دا ټولې هڅې نه يوازې کافي نه دي بلکې يو شمېر يې له ډېرو ستونزو او نيمګړتياو ډکې دي.

۱- خصوصي ښارګوټي

په ۲۰۰۷ ز کال کې د نړيوال بانک يوه ترسره شوې څېړنه ښيي چې له ۲۰۰۱ ز کال راهيسې کورنيو سوداګرو د بيارغونې په برخه کې ۲۵۰ ميليون ډالره پانګه اچونه کړې، چې د يادې پانګې ډېره کمه برخه د کور جوړونې په برخه کې لګېدلې ده.

Image caption له بې کورۍ خلک په دولتي، غصب شويو، غېر پلاني، او له ښاري خدمتونو څخه بې برخه سيمو کې مېشتېدلو ته اړ کېږي.

د ځمکې او کورونو دلالان د استوګنځايونو د جوړولو په برخه کې له پانګې اچونې وېره لري، ځکه پوهېږي چې ډېر لږ شمېر افغانان د کورونو د پېرلو (اخيستلو) وس لري.

له دې سره سره د هېواد په يو شمېر ښارونو کې د استوګنې ښارګوټي جوړ شوي. د ښار جوړونې چارو وزارت مسوولين وايي، په تېرو ۱۱ کلونو کې افغان دولت ۱۵۷ ښارګوټي ويزه کړي او قانوني جوازونه يې ورکړي دي.

دغه ښارګوټي د هېواد په ۱۲ولايتونو کې جوړ شوي چې ۴۵ يې په کابل او پاتې يې په نورو ولايتونو کې دي.

په افغانستان کې ډېر کم داسې خصوصي ښارګوټي شته چې د يو عصري ښار ټولې غوښتنې او اړتياوې په کې د نړيوالو سټندردونو سره سمې په نظر کې نيول شوي وي.

د کور جوړونې او ښاري پراختيا وزارت او نورې اړوندې دولتي ادارې د ډېرو خصوصي ښارګوټو له کارونو راضي نه دي.

د هغوی په وينا يو شمېر دغه ښارګوټي په غصب شويو ځمکو کې جوړ شوي او ډېر نور يې په خپل سري توګه ودان شوي، تر دې چې د ځينو د نړېدا وېره هم شته.

د ياد وزارت د ښار جوړونې چارو ريیس انجینير احمد شاه همت وايي: " د ۱۵۷ ويزه شويو ښارګوټو له ډلې يوازې شپږ د ښارګوټو په ټولو معيارونو برابر جوړ شوي، پاتې نور يې بې کيفيته او غېر معياري دي."

د انجینير همت په وينا ۳۸ ښارګوټي هېڅ ډول قانوني سټنډرډونه نه لري او د بندولو امکان يې شته؛ خو ښاغلی همت د کوم غېر معياري ښارګوټي نوم وا نه خيست.

انجینير همت د هغې سروې په اړه چې د ښارجوړونې چارو وزارت لخوا د ښارګوټو د ارزونې په موخه تر سره شوې، وايي: " د معيارونو په اساس ښارګوټي په درېيو برخو وېشل شوي. يو يې د لوړ کيفيت کارونه وو، چې يوازې شپږ ښارګوټي په دې معيار برابر دي. دغه شپږ ښارګوټي په کابل، ننګرهار، مزارشريف او کندهار کې جوړ شوي دي. په دويمه کټه ګورۍ کې هغه ۷۰ مېنې دي، چې د بشپړو معيارونو ډېره کمه اندازه يې په پام کې نيولې ده. موږ د دغو مېنو مالکانو ته خبرداری ورکړی، چې دغه ستونزې هوارې کړي. په درېيمه درجه کې يې ۳۸ ښارګوټي دي، چې د ښارګوټو هېڅ معيار يې په پام کې نه دی نيولی. د بندېدو امکان يې شته."

يادې نيمګړتياوې دا وېره زېږوي چې ښايي نوي خصوصي ښارګوټي هم لکه د اوسنيو شته ښارونو په شان له ګڼو ښاري ستونزو سره لاس و ګرېوان شي چې په دې توګه به د ستونزو د حل پر ځای، پر شته ستونزو نورې هم ور زياتې شي.

۲- دولتي هلې ځلې

که له يوې خوا خصوصي پانګه اچوونکي د معياري استوګنځايونو جوړولو په برخه کې چندان علاقه نه لري، له بلې خوا افغان دولت د خپلې بودجې په سلو کې شاوخوا يوه برخه استوګنځايونو جوړولو ته ځانګړې کړې، چې دا کار دې خورا اړينې چارې ته د افغان دولت د بې پامۍ څرګندونه کوي.

Image caption يو شمېر ښارګوټي په غصب شويو ځمکو کې جوړ شوي او ډېر نور يې په خپل سري توګه ودان شوي.

اوس مهال د کورجوړونې او ښاري پراختيا وزارت له لوري په کابل ښار کې د استوګنځايونو جوړولو يو شمېر پروژې تر کار لاندې دي.

د دغو پروژو تر ټولو سترې يې د نوي کابل او خواجه رواش پروژې دي.

د نوي کابل پروژه د کابل ښار شمال ختيځ د ده سبز سيمه کې تر کار لاندې ده چې ۲۵۰۰ هکتاره پراخوالی لري او ۲۰ زره د استوګنې کورونو ته به په کې بنسټ جوړ شي چې نور کارونه يې خصوصي سکتور ترسره کوي.

د خواجه رواش (قصبې) پروژه په افغانستان کې د استوګنځايونو د جوړولو په برخه کې د دولت او خصوصي سکتور تر منځ لومړنۍ ګډه پروژه ده چې په ۷۹،۵ هکتاره ځمکه کې به ۱۷۵ استوګنيز بلاکونه او ۱۴۸۲۰ اپارتمانونه په راتلونکې درې کلونو کې جوړ شي.

سره له دې چې د يادو پروژو له خوا د جوړېدونکو کورونو شمېر ډېر لږ دی او د رانيولو وس يې هم له کمو خلکو سره شته.

دغه ګټورې هڅې بايد له زياتېدا سره سره يوازې تر کابل ښار پورې ځانګړې پاتې نشي او د هېواد نورو ښارونو ته هم وغځېږي.

څه کول په کار دي؟ (حل لارې)

لکه چې پوهېږو په افغانستان کې بې کوري اوس يوه ستونزه نه ده پاتې، بلکې په يوه بحران اوښتې. په يوه داسې بحران، چې په شته وسايلو او امکاناتو يې حل ناشونې چاره ښکاري.

افغان دولت بايد د دې بحران له منځه وړلو لپاره په ټول هېواد کې د ښارونو او کورونو جوړولو ستراتيژيک پلان جوړ کړي او د هغې په رڼا کې لاندې موضوعات هم په نظر کې ونيسي:

د کور جوړونې فابريکې د چارو ګړندي کول

په دې سره به له يوې خوا د بې کورۍ ستونزه تر يوه ځايه کمه شي، او له بل پلوه به ګڼ شمېر بې روزګاره خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

Image caption د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې اوس هم د استوګنځايونو د جوړولو په برخه کې په شخصي او دولتي کچه هلې ځلې روانې دي خو بيې يې ډېرې لوړې او عام خلک يې د پېر (اخيستلو) وس نه لري.

په افغانستان کې د کور جوړولو فابريکه په ۱۳۴۳ لمريز (۱۹۶۵ز) کال کې د ښار جوړونې چارو وزارت په چوکاټ کې د وخت د شوروي اتحاد په مالي او تخنيکي مرسته جوړه شوې وه.

نوموړې فابريکې په شاوخوا ۴۰ کلن فعاليت کې د کابل ښار په څلورو مکروريانو کې ۱۷۰ بلاکونه جوړ کړي چې له شلو زرو څخه زيات خلک په کې اوسېږي او ويل کېږي چې ودانۍ يې ښه کيفيت هم لري.

د کابل پوليتخنيک، د ننګرهار د طب پوهنځي او يو شمېر نورې سترې پروژې هم د کابل د کور جوړولو فابرېکې په مرسته ودانې شوې دي.

له بده مرغه چې د تېرو لسګونو کلونو په اوږدو کې دغه فابريکه بې کاره ولاړه وه او اوس د وېجاړۍ حالت ته رسېدلې ده. فابريکه په واقعيت کې اوس هم کار کوي، خو توليدي ځواک يې په هېڅ حساب دی.

تېر (۲۰۱۲) کال د دغې فابريکې د جوړولو تړون د افغانستان د ښار جوړونې وزارت او يستوک روسي شرکت د چارواکو ترمنح لاسليک شو. افغان دولت بايد دغه موضوع خورا جدي ونيسي تر څو د کور جوړونې فابريکه بيا ژر تر ژره د افغانستان په لويو ښارونو کې پر فعاليت پيل وکړي.

د کور جوړونې بانک جوړول

د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې اوس هم د استوګنځايونو د جوړولو په برخه کې په شخصي او دولتي کچه هلې ځلې روانې دي خو بيې يې ډېرې لوړې او عام خلک يې د پېر (اخيستلو) وس نه لري.

که د کور جوړونې بانک جوړ شي نو د کور جوړولو او ودانيزو چارو په برخه کې به له خلکو سره ډېره مرسته وکړای شي. خلکو ته د اوږد مهاله پورونو په ورکولو سره په هېواد کې د بې کورۍ ستونزه تر ډېره هوارولی شي.

په هېواد کې پخوا هم دا ډول ځانګړي بانکونه وو، لکه د کرنې د پراختيا بانک او داسې نور چې د اقتصاد بازار له راتګه وروسته يې خپل ځايونه خصوصي بانکونو ته پرېښودل.

ورته مطالب