بي بي سي پښتو وېبپاڼه او ستاسو تبصرې

د بي بي سي پښتو وېبپاڼه کې مو ستاسو تبصریو لپاره دا اوونۍ درې موضوګانې ټاکلې وې.

د ډيورنډ په کرښه د افغانستان او پاکستان د پوځيانو نښته د افغانستان نوې اټکل شوې سرشمېرنه او د بدن د ښکلا په سياليو کې د افغانستان لومړنى اسيايي برياليتوب.

ټول پيغامونه د ګوشتې د نښتې په اړه و چې دلته یې لوستلی شئ.

د بي بي سي پښتو وېبپاڼه نيت لري چې هره جمعه د اوونۍ پر ځينو تودو مسايلو ستاسو ځينې نظرونه چې په برېښناليک، فيسبوک، ټویټر، ويديو يا تيلې فون راغلي وي، خپروو.

د راتلوونکۍ اوونۍ موضوګانې به د اوونۍ په ترڅ کې اعلان شي. ستاسو د ګډون په هیله.

گوشتې کې نښته

افغان چارواکي وايي امنیتي ځواکونو يې د پنجشنبې په سهار ( د مۍ دويمه) د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې له پاکستاني ځواکونو سره نښته کړې.

یوه پاکستاني چارواکي د فرانسې له خبري اژانس سره په خبرو کې پر افغان ځواکونو تور پورې کړی چې د دوی په یوې امنیتي پوستې یې برید پیل کړی و.

په دغه نښته کې یو افغان سرتېری وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي. پاکستاني غاړه وايي د دوى دوه سرتيري ټپيان شوي دي.

یوه افغان چارواکي بي بي سي ته وویل، پاکستاني ځواکونو سرحد ته د نویو تاسیساتو جوړولو لپاره نور ودانیز توکي راوړي وو او نښته هم له همدې امله پیل شوه.

ستاسو په فکر دا ډول نښتې د کابل اسلام اباد پر اړيکو څه اغېز کولى شي؟

فکر کوئ اغېز به يې ډير نه وي او ژر به دواړه غاړې د خبرو له لارې مسايل حل کړي؟

د دواړو هېوادونو لوېديځ ملاتړي د دغې ستونزې حل ته څه کولى شي؟

ايا جنگ حل لاره ده؟

ارمان، لندن

د پاکستان پنجابي پوځ د خپل هېواد په لنډ تاریخ کی ثابته کړه چې دوی یوازې د زور په ژبه پوهېږی او بس. نو افغانان باید هغوی سره په هماغه ژبه خبری وکړي.

حکیم خان سمسور

موږ دا نه وایو چه حتمآ د وینی توی شي. ولی پنجاب ۳۴ کاله زموږ په وینو لامبي او حیا نه کوي. نو که سم په لاره نه ځی بیا هرڅه چه کېږی ودی شي.

اقرار خان، کونړ

جنګ د حال لاره نه ده خو موږ افغانانو ته بله لار پاتي نه ده ترڅو به موږ د پاکستان دا ظلمونه تيرو.

عبدالله دانشیار، قاهره

زما په نظر .... خبرې خو ډېرې وشوې مګر هېڅ نتیجه یی ورنه کړه.

جنګ د حل لاره ده. چی یاهاخوا شي یا دیخوا.

اجمل سخي، مسکو

زما په اند جنګ د حل لار نه ده. افغانان باید تر هر څه وړاندې د خپل هېواد بیا رغاونې ته پاملرنه وکړی.

فضل هادي، وردګ

هو جنګ د حل لاره نه ده خو د پاکستان غوندې هېواد په مقابل کې چوپ پاتې کېدل هم د افغانستان د بربادۍ سبب ګرځېدلی شي.

نامعلومه کس

دغه کار د دواړو ګاونډیانو په سیاسي او اقتصادي رابطو منفي اغیزې لري شي خو د افغانستان لپاره دا لازمه وه چې د جنګ لاره خپله کړي ځکه چې بین الملل ته د افغانستان سرحدي ستونزې، ستونزې نه ښکاري.

کندهاری صاحب

د پاکستان سره جنګ افغانانو ته ډیره ګټه لري.

لومړی ملي یوالی پید اکوي، د پرون راهیسې که پښتون دی که تاجک یا هزاره دی ټول ځانانو یو بولي.

دویم: په افغان ملي پوځ او پولیسو کی ملي انګیزه پیدا کوي. مخکې به افغان عسکرو دا فکر کوه چې موږ یوازې خپل په کور کې جنګېږو..... موږ باید جنګ تر یو څه وخته ګرم وساتو........ الله پاک دی شهید قاسم ته جنت فردوس ور په برخه کړي او کورنۍ ته یی جمیل صبر غواړو.

زین الله افغان

په دې که د پاکستان ګټه هم شته ځکه خو دا کار کوي.

هغوي غواړي چې دلته حالت خراب کړي او دلته یو بندر جوړ کړي چې دا د افغانانو لپاره هېڅکله د منلو وړ خبره نه ده.

ابراهیم صدر

بې عقلانو اوس هم هغه ۱۰۰ کاله مخکني فکرونه در سره دي. نړۍ په کوم حال کې ده او تاسو بیا هم جنګ او مړي غواړئ.

ورونو دا جنګ د پاکستان په ګټه دی. نن چی مو پنځه ټوپک پیدا کړي غواړی ملکونه ونیسي اوغواړئ چی یوځل بیا دا کور ټوټه کړئ، او د پښتنو خوندې په پنجاب کې بې کوره، بې مور او بې پلاره وګرځي.

عبدالله تنها

نو که افغانان جنګ نه کوي او یا د هېواد دفاع نه کوي بیا تاغوندی خلک چغی وهي چی د افغان حکومت خاوره خرڅه کړې ده. او که کوي یې بیا د افغانستان ګټه په کی نه شته.

هيڅ ګټه دې په کې نه وي سبا به کورته څوک درغلي وي بیا به هم داسی واي چې پرېږده ګټه په کی نه شته. تل کټه پسې مه کرځه تاوان هم ښه دی، د بیا لپاره دې هوښیاروی.

ابراهیم صدر دا ډول جګړه د افغانستان په زیان ده.

د افغانستان اټکل شوى نفوس

د افغانستان د مرکزي سرشمېرنې ادارې د سه شنبې په ورځ ( د اپريل ٣٠) وويل چې د تېر کال په پرتله سږ کال د دغه هېواد وګړي نژدې نیم میلیون ډېر شوي دي.

د مرکزي احصایې د ادارې مشر عبدالرحمن غفوري وويل د هېواد نژدې ۷۶ سلنه وګړي کلیوال دي. دۀ وويل:

"زموږ د اټکل له مخې د کوچیانو په ګډون د افغانستان اوسنی نفوس اووه ویشت نیم میلیون دی، یو پنځوس سلنه یې نارینه او نهه څلوېښت سلنه یې ښځې دي."

ستاسو په فکر د افغانستان غوندې يو هېواد څومره نفوس بايد ولري؟

ايا افغانستان چې په بهرنۍ مرستې اتکا لري ډېر وگړي زغملى شي؟

د ډېر نفوس گټې او تاوانونه څه دي؟په افغانستان کې چې د چارواکو په وينا څلور ميليونه کسان کار نه لري لا ډير وگړي اقتصادي ستونزه که گټه ښايي ولري؟

د بدن ښکلا لوبه او افغان برى

د لوبو افغان چارواکو د يکشنبې په ورځ ( د اپريل ٢٨ مه) وويل چې په لومړي ځل د بدن د ښکلا په لوبو کې افغان لوبغاړو په اسيايي لوبو کې د سرو زرو مډالونه وگټل.

په دې وروستيو کلونو کې کريکټ، فوټبال، تيکواندو او ځينې نورې لوبې په افغانستان کې ډېرې وځلېدې خو د بدن د ښکلا په څېر سيالۍ په نړيوال ډگر کې د افغان لوبغاړو لپاره دومره د پام وړ نه وې.

ستاسو په نظر دغه برياليتوب د بدن ښکلا لوبې غوړولو ته ښايي په څه مانا وي؟

فکر کوئ په افغانستان کې پر لوبو پانگونه به د لا ډېرو برياليتوبونو په مانا وي؟

يوازې څو محدودو لوبو ته پام په کار دى که په هرې يوې کې بخت بايد وازمويل شي؟