په گوشتې د لويديځ مېشتو افغانانو جگړه

په ټولنیزو رسنیو کې د ګوشتې په اړه د افغانانو غبرګون
Image caption که لويديځ مېشتي افغانان په رښتیا په خپل وطن مين دي نو بايد پوه شي چې تر تورې د قلم زور ډېر دى.

د شېکسپير تر ټولو مشهوره ننداره همليت کې دا يوه کرښه ډېره مشهوره شوې ده. " پوښتنه دا ده چې وي دې که دې نه دې وي"

وروسته پسې شېکسپير وايي: ايا د شرايطو په منلو څوک ښه کېږي که د شرايطو په ننگولو ښه کېږي؟

ما چې د افغانستان او پاکستان د سرتيرو ترمنځ د ننگرهار په گوشتې ولسوالۍ کې د پنجشنبې د ورځې (د مۍ دويمه) په نښتو په باب ليکنې ولوستې نو د شېکسپير همدا جملې مې ذهن ته راغلې.

له ډېره وخته مو خبرونه اورېدل چې پاکستان په نورستان او کونړ توغندي توغوي.

نړيوال د ډيورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان پوله بولي خو افغانستان هيڅکله په رسميت نه ده پېژندلې که څه هم دا يې منلې چې پاکستان دې په همدغه کرښه گزمې وکړي.

دا کرښه په داسې سيمو تېره شوې چې د دوو برخو جلا کول په کې ناممکنه دي، ځينې ځايونه کلي سره جلا شوي خو په گوشتې کې خبره داسې نه ده.

افغان مامورين وايي د گوشتې پوسته چې د نښتې سبب شوه د اوسني افغانستان په خاوره کې ٣٠ کيلومتره دننه جوړه شوې ده.

کله چې کابل شکايت وکړ اسلام اباد د دغې پوستې له جوړولو لاس واخيست.

دې پېښې د خواله په رسنيو کې خورا ډېر خلک وقهرول. په ځانگړې توگه لويديځ مېشتي افغانان پرې ډير غصه شوي دي.

ځينو افغانانو د جگړې ختمېدل غوښتل نورو بيا په پاکستان لوى بريد غوښت.

ماته د اندېښنې وړ خبره دا وه چې ډير افراطي او جنگ ته تړي ځوانان وو.

د شرم وړ خبره ده چې دغه ځوانان چې د جنگ په پلوۍ نظر ورکوي خپله په لويديځ کې له سوله ييز ژونده خوند اخلي.

د نړيوالو قوانينو ترمخه افغانستان دا حق لري چې له خپلې خاورې د هر ډول بريد په وړاندې دفاع وکړي.

حکومتونه د همدې لپاره دي چې د خپلې خاورې او ولس دفاع وکړي.زۀ د هغو نظر تاييدوم چې غواړي افغان خاوره دې د افغان پوځ له خوا وساتل شي.

افغانانو په تېرو ٤٠ کلونو کې تل د بهرنيو د يرغل او بريد له امله په دفاع اخته دي او بايد هم وي. خو افغان پوځ بايد په نورو يرغل ونه کړي ان که ولس يې هر څومره هم د گاونډيو پر ضد احساسات ولري.

په تېرو ١٢ کلونو کې مو ډېر څه ترلاسه کړل اوس لا هغه وخت نه دى راغلى چې له گاونډيو سره جنگ وغواړو.

هيڅ لا سل په سلو کې سم نه دي او نه هم ښايي سم شي خو په گډه او په سوله ژوند به تر هر ډول جگړې ډيرې گټې راته ولري.

زۀ پوهېږم چې زما د دغې ليکنې لوستونکى به غصه شي او د (خو) کلمه به ښه په لوړ غږ ياده کړي او زۀ پرې پوهېږم چې وايي پاکستان دا او هغه کړي دي.

هو زۀ يې منم. د پاکستان د ځينو کړيو له خوا د افغانستان په باب تگلارې موږ ته هيڅکله ښې نه وې. خو عادي پاکستانيانو د افغانستان پر ضد څه کړي دي؟

ايا هغوى زما او ستا غوندې نه دي؟ هغوى هم په همدې نړۍ کې د پاېښت لپاره له گڼو کړاونو سره مخامخ دي.

دا خبره ما بيرته شيکسپير ته بيايي.

موږ افغانان بايد د افغان په توگه څه وکړو؟ دا ومنو چې هيڅ شى بدلېدلى نه شي او که دغه حالت وننگو؟

زۀ وايم بايد ويې ننگوو خو په داسې ډول چې عملي او کارنده وي.

د امريکا او شوروي ترمنځ سړې جگړې بايد موږ ټولو ته درس راکړى وي. درس يې دا و چې ملت ورغول شي او پرمختگ وکړي.

د سړې جگړې په اوج کې شوروي اتحاد او امريکا چې د يو بل ځاني دښمنان وو هيڅکله مخامخ جگړې ته داخل نه شول. هغوى د يو بل د ماتولو لپاره مثبته سيالي پيل کړه.

ښه پروفيسران، ښه پوځيان، ښه دارو، ښه انجينير، ښه ساينسپوه، ښه کارپوه، هنرمند او په گڼو نورو برخو کې تر بل غوره کس يې وغوښت.

که دغه مثبته سيالي نه واى ښايي نن سبا به دوى دومره پرمختللي نه واى.

افغانان بايد اوس يوازې د خپل ولس په جوړولو کار وکړي، د نړۍ په سترو ليکوالانو، شاعرانو، اکاديمېسنانو او د نورو مسلکونو په پوهانو کې شامل کړي.

که لويديځ مېشتي افغانان په رښتیا په خپل وطن مين دي نو بايد پوه شي چې تر تورې د قلم زور ډېر دى.

هغه متل دى چې څه کرې هغه به رېبې.

ورته مطالب