ستاسې نظر: ترافیکي قوانین څومره پلي کېږي؟

د کندهار ترافیکي پېښه
Image caption څو ورځې وړاندې د کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د ترافيکو پوليسو ته لارښونه کړې چې ترافيکي قوانين پلي کړي او د دغو قوانينو سر غړونکو ته سزا ورکړي.

دا په داسي حال کې ده چې افغانستان کې په دې وروستيو کې څو داسې بگنونکې ترافيکي پېښې رامنځ ته شوې چې له امله یې ولسي وگړو ته لويه مرگ ژوبله اوښتې ده.

ځيني څارونکي وايي د دې يو علت د ترافيکي قوانينو نه پلي کول دي.

تاسو د ترافيکي قوانیو په اړه څومره خبر ياست، ايا ستاسو په سيمه کې دغه قوانين پلي کېږي، سرغړونکو ته يې سزا ورکول کېږي او که يه او د ترافيکي قوانيو د پلي کولو گټې څه دي؟

د اوونۍ ستاسې نظر په پروګرام کې پر همدې موضوع غږېږو.

که غواړي په پروگرام کې برخه واخلئ او خپلې تجربې راسره شريکې کړي نو په دې شميرې زنگ راووهئ.

د تیلیفون شمېره مو دا ده

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيليفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

د برېښناليک پته مو دا ده :Pashto@bbc.co.uk

ورته مطالب