لمریز نظام نه د باندې د انسان استازی

Image caption ناسا ومنله چې ویاجر ۱ او ۲ آلوتکې په داسې یو سفر واستوي چې کېدای شي هېڅکله هم پای ته و نه رسېږي.

له نن څخه څه د پاسه ۳۵ کاله د مخه د متحده ایالاتو د هوایي او تشیایي څېړنو ادارې، ناسا، دوه تشیا مزلې الوتکې په دې موخه هسک ته وتوغولې چې د لمریز نظام تر ټولو لرې پراته غونډاري یا Planets له نژدې وڅېړي.

په ورپسې کلونو کې دې خویندو آلوتکو، ویاجراو او ویاجر (voyager1 او Voyager2 ) ورپه غاړه شوې پروژې په بریالیتوب سره پای ته ورسولې، او د مشتري، زحل، اورانوس او نپتون په اړه یې ځمکې ته ګټور مالومات او انځورونه راواستول.

د پروژې په پای کې ناسا ته د وخت داسې دوه پرمختللې آلوتکې په واک کې پاتې شوې چې خپلې دندې یې پای ته رسولې وې، او له ځمکې نه په سلګونو میلیونه کیلومتره لرې په تشیا کې وزګارې ګرځېدلې.

خو د ناسا ساینسپوهانو ویاجر آلوتکو لپاره یوه بله دنده هم په پام کې درلودله.

ناسا ومنله چې ویاجر ۱ او ۲ آلوتکې په داسې یو سفر واستوي چې کېدای شي هېڅکله هم پای ته و نه رسېږي.

په ۱۹۸۹ کال کې د دې آلوتکو مزل په دې موخه نور هم اوږد شو چې زموږ د لمریز نظام باندنۍ پولې هم وګوري، او یوه ورځ د لمریز نظام څخه په وتلو سره، له لمریز نظام نه د باندې نړۍ د څرنګوالي په اړه انسانانو ته مالومات را واستوي.

دا دی اوس د ۳۵ کاله نه ستړي کېدونکي مزل نه وروسته ځینې ساینسپوهان په دې باور دي چې ویاجر۱ آلوتکه زموږ د لمر د نفوذ له سیمې یا هیلوسفیر Heliosphere نه دباندې وتلې ده.

خو ناسا په دې اړه د خپلو ساینسپوهانو تر منځ د نظر د توپیر له کبله لا تر اوسه دا نه ده منلې چې ویاجر۱ الوتکه له لمریز نظام نه د باندې وتلې ده.

ناسا اوس هم دا ګڼي چې ویاجر الوتکې د لمریز نظام په څنډو کې د باندې پلو روانې دي.

خو نور ساینسپوهان د ویاجر۱ نه د ترلاسه شوو مالوماتو له مخې په دې باور دي چې ویاجر۱ اوس زموږ د لمر نظام د نفوذ له دایرې د باندې وتلې ده.

د دې ډلې پوهانو د څېړنو له مخې له ویاجر۱ نه ترلاسه شوي مالومات ښیي چې آلوتکه اوس په داسې یو چاپېریال کې روانه ده چې د ستورمنځي وړانګو یا Interstellar Radiation کچه په کې ډېره ده.

له دې کتنې دا پایله اخیستل شوې چې یاده شوې آلوتکه نو اوس د لمریز نظام نه د باندې ده.

تر اوسه ویاجر۱ د انسان په لاس جوړ شوی تر ټولو لرې آستول شوی ماشین بلل کېده. اوس پر دې سربېره ویاجر۱ له لمریز نظام نه د باندې د انسانانو او نورو ځمکه والو یوازینی استازی هم بلل کېږي.

ویاجر۱ آلوتکه دا اوس له ځمکې شاوخوا ۱۸ میلیارده کیلومتر لرې ځغلي.

له ځمکې نه دا بې ساری لرې والی په دې مانا ده چې له آلوتکې نه ځمکې ته رالېږدېدونکي رادیویي پیغامونه شاوخوا ۱۶ ګړۍ اخلي چې د ځمکې سر ته راورسېږي.

ویاجر۱ الوتکه له ځانه سره د سرو زرو نه جوړ یو داسې ریکارډ هم لېږدوي چې د ځمکې او ځمکه والو په اړه ځینې مالومات په کې خوندي شوي دي.

په دې مالوماتو کې د ټنګ ټکور یوه غږنه بېلګه، یوه انځوریزه ټولګه، په کهکشان کې د ځمکې د ځای ځایګي په اړه مالومات، او د ریکارډ د غږولو لپاره سمبولیکې لارښونې ثبت شوې دي.

هیله ښودل شوې چې کېدای شي یوه ورځ دا ریکارډ د کهکشان په کوم ګوټ کې مېشت کوم پرمختللي مدنیت ته په لاس ورشي، او د ځمکې په سر د انسانانو د مدنیت له خوا یو سوله ییز پیغام ورکړي.

نور بیا وایي چې کېدای شي دا ریکارډ د لرې راتلونکې انسانانو ته په لاس ورشي، او د ځمکې له ننني مدنیت نه یې خبر کړي.

د ویاجر پروژې مینه وال په دې هیله دي چې مخکې تر دې چې د ویاجر۱ آلوتکې بټرۍ خلاصې شي ټول ساینسپوهان په دې سلا شي چې ویاجر۱ آلوتکه د لمریز نظام نه د باندې وتلې ده.

ویاجر۱ آلوتکه د پلوتونیم د بڅریزو (ذروي) بټریو په مټ چلېږي.

که څه هم ناسا د انرژۍ د سپمولو په موخه د آلوتکې څو سیستمونه مړه کړي دي، خو اټکل شوی دی چې د ۲۰۲۵ کال په شاوخوا کې به د ویاجر۱ بټرۍ مري، اودې سره به د انسانانو اړیکه له خپل تر ټولو لرې آستول شوي سفیر سره پرې کېږي.

که څه هم ویاجر آلوتکې د کوم ځانګړي ستوري په لور نه دي سیخې شوي، خو اټکل شوی چې ویاجر۱ الوتکه، که په لاره کې د کوم جوړښت سره ونه جنګېږی، له نن نه به شاوخوا ۴۰۰۰۰ کاله وروسته د AC+793888 نومي ستوري سره ۲ نوري کاله نژدې تېره شي.

ویاجر۲ الوتکه بیا له ویاجر۱ پسې څه د پاسه ۳ میلیارده کاله وروسته روانه ده، او یو ورته برخلیک په مخ کې لري.

د ژورې تشیا څپړنې ډېر په زړه پورې فلسفي بحثونه هم مخې ته راوستي دي چې وخت ناوخت د بېلا بېلو کتابونو، فلمونو، او فکشن ناولونو سکالو وي.

ویاجر پروژه هم له دې بهیر نه د باندې پاتې نه ده، او مینه وال یې ډېر وخت بوخت ساتلي وي.

ورته مطالب