د کابل-اسلام اباد د خپلمنځي اړیکو نوی تعریف او ګډ راتلونکي ته نوې لار

Image caption د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په باب زموږ په ټولنه کې حاکم افکار په ټولیزه توګه منفي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې په موافقانه ډول د انتخاباتو د ترسره کېدو او په هغه هېواد کې راتلونکي حکومت ته په سوله يیز ډول د قدرت د انتقال لپاره د زمینې د برابرېدو له امله د یوې ټيلیفوني اړیکې په ترڅ کې نواز شریف او د پاکستان خلکو ته مبارکي وویله.

ولسمشر کرزي همدا راز هیله وکړه چې د پاکستان نوی حکومت له افغانستان سره د سولې او ورورۍ فضا رامنځ ته او د ترهګرۍ د ځالو په له منځه وړلو کې په صمیمانه ډول همکاري وکړي چې د دواړو هېوادونو ولسونه له دغه مصیبت څخه وژغورل شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په باب زموږ په ټولنه کې حاکم افکار په ټولیزه توګه منفي دي.

دا کار له هغو مشترکاتو سره چې دغه دوه ملتونه سره یوځای کوي او د دغو دواړو هېوادونو د عادي خلکو ترمنځ له اړیکې سره چې له یو بل سره فرهنګي، دیني او نژادي پیوندونه لري، په تضاد کې دی.

افغانان به هېڅکله هم دا هېر نه کړي چې د پاکستان خلکو په تېرو درې لسیزو کې د میلیونونو افغان مهاجرینو هر کلی په خپل هېواد کې کړی دی. په تېره یوه لسیزه کې د دواړو هېوادونو د خلکو اړیکي پراخې شوې دي.

شاوخوا ۷۰ زره پاکستاني کارګران په افغانستان کې په کار بوخت دي او د هغوی دغه شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ اړیکې پراخې شوي. افغانستان د پاکستاني تجارتي مالونو لپاره دریم ستر بازار ګڼل کېږي او افغانستان ته د پاکستان صادرات په کال کې شاوخوا یو نیم میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د افغانستان نوي احیا‌‌ء شوي سړکونه د پاکستان لپاره مهمه ځمکنۍ ارتباطي لارې برابري کړي دي او دا هېواد کولای شي د منځنۍ آسیا پراخو بازارونو ته لاره پیدا کړي.

خو له واقعیت څخه به لرې وي که چېرې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې له موجودو ستونزو څخه انکار وکړو.

د ډیورند د کرښې په دې غاړه کې د پاکستان پرمخ راتګ او د ۱۶ پوستو جوړول، د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ وروستۍ نښتې او د افغانستان په خاوره د پاکستان د توپونو ډزې د دې لامل شوي دي چې له هغه هېواد سره په اړیکو کې خړ پړتیا خپل اوج ته و رسېږي.

په ټول هېواد کې د پاکستان پرخلاف د لاریونونو ترسره کېدل د دغه حقیقت ښه څرګندوي.

د افغانستان خلک دا احساسوي چې د پاکستان حکومت او د هغه هېواد پوځیان باید په افغانستان کې د سولې او امنیت د بیا ټینګښت لپاره یو شمېر کارونه ترسره کړي.

له افغانستان سره د پاکستان له خوا د صادقانه همکارۍ نه کول د افغانانو ترمنځ داسې ذهنیت رامنځ ته کړی دی چې ګواکې د پاکستان رهبري یو ځواکمن او خپلواک افغانستان په خپله ګټه نه بولي.

افغانان داسې دلایل لري چې د هغو له مخې په دې باندې باوري شوي دي چې ګواکې پاکستان په څو لسیزو کې دا هڅي کړي دي چې افغانستان په سیمه يیزو سياليو کی په خپل ستراتیژیک عمق باندې بدل کړي.

د افغانانو ترمنځ حاکم باور دا دی چې په پاکستان کې یو شمېر کړۍ په افغانستان کې ستراتیژیک عمق ته د رسېدلو په خاطر هغه منسوخ شوي دوکتورین اوس هم تعقیبوي چې دا کار په خپله ډېر مهم عامل دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خړې پړې کوي.

د طالبانو د رژیم له ماتې او د ترهګرۍ پرخلاف د جګړې له پیل څخه له لسو کلونو څخه ډېره موده کېږي خو لا هم افغانان هره ورځ له تاوتریخوالي او وینې تویدو څخه ځورېږي.

د پاکستان په خاوره کې د طالبانو او تروریستي ډلو د دوامدارو پټن ځایونو شتون د افغانستان سوله، امنیت او ثبات ګواښي او د پاکستان او نړیوالې ټولنې لخوا د هغوی پرخلاف د لازمو اقداماتو نه ترسره کېدل د افغانانو ترمنځ د دایمي خشم، غصې او نارضایتۍ سرچینه او لامل دی.

موږ په افغانستان کې په دې باور یو چې پاکستان د ورور ملت په توګه کولای شي او باید چې زموږ له هېواد سره سولې او امنیت ته د رسېدو د هڅو په لاره کې مرسته وکړي.

پاکستان کولای شي په خپله خاورکې د ترهګرو د پټن ځایونو د ستونزې د حل او همدا راز د سولې د بهېر د تحقق په لاره کې چې افغانستان د طالبانو او نورو وسله والو مخالفو افغان ډلو د یوځای کېدو لپاره پيل کړي دي، مرسته وکړي.

په افغانستان او پاکستان کې د سولې او امنیت لپاره د مساعدې فضا برابرېدل هغه مهال شونې ده چې پاکستان د افغانستان او سیمې په اړه پر خپلو دوديزو امنیتي دوکتورینو باندی بیا کتنه وکړي.

پاکستان باید د افغانستان پر سیاسي جوړښتونو باندې د اعمال نفوذ او اغېز لپاره له هڅو او یا هم له سیمې سره د دغه هېواد د اړیکو یا خارجی سیاست له دیکته کولو څخه ډډه وکړي.

د افغانستان د خلکو پر خلاف د پاکستان له خاورې څخه د ترهګرو بریدونو د مخنیوي په دې اړه د قاطع اقداماتو ترسره کېدل کولای شي د اعتماد او باورمندۍ فضا رامنځ ته کړي.

د پاکستان لپاره په افغانستان کې یو ازینی او ډېر ښه ستراتیژیک عمق ثبات، آرامي او د دغه هېواد سوکالي ده.

اوس مهال مشترک امنیتي ګواښونه دواړه هېوادونه په یو ډول متاثروي او دواړه ولسونه د ترهګرۍ او افراطیت قرباني دي.

له دې امله د افغانستان او پاکستان پر مشرانو ده چې یو بل ته لاسونه سره ورکړي او د دواړو هېوادونو د راتلونکې لپاره له یو بل سره صمیمانه او صادقانه همکاري وکړي.

د افغانستان بهرنی سیاست له خپلو ګاونډیانو او نړیوالو متحدینو سره د ښو او نژدې اړیکو د ژمنې پر بنسټ ولاړ دی.

موږ د امنیتي ګواښونو له اړخه چې کېدلی شي له افغانستان څخه پاکستان ته متوجه وي د هغه هېواد د اندېښنې د لرې کولو لپاره ټول تدابیر ترلاس لاندې نیسو.

موږ افغانان له خپله اړخه پاکستان ته ډاډ ورکوو چې زموږ عزم راسخ دی چې له تاسو سره د دوستۍ په فضا کې ژوند وکړو او زموږ پیوستون به نه منونکی وي.

افغانستان همدا راز ژمن دی چې د اړیکو د ټینګښت او د اعتماد جوړونې لپاره به له ټولو موجودو لارو څخه استفاده کوي او دغې استفادې ته به دوام ورکړي.

د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره دې ته اړتیا ده چې دواړه هېوادونه د راتلونکې لپاره نوی مسیر وټاکي.

نننۍ متقابله وابستګي هغه انکار نه منونکی حقیقت دی چې زموږ ګډ برخلیک ټاکي. په عین حال کې، د آسیا د زړه د دغو دوه هېوادونو راتلونکی به له شک پرته د ټولې سیمې پر راتلونکې برخلیک جوړونې باندې اغېز ولري.

له دې امله ډېره مهمه ده چې د دواړو هېوادونو مشران د سطحي او لنډ مهالو ګټو له محور څخه را و وځي او په خپل روښانه او پراخ نظر او نوي لید لوري باندې حرکت وکړي.

نو پرموږ ده چې دغې بډایې سیمې ته قوت او ثبات ور وبخښو او په یوې سوله يیزې فضا کې ژوند وکړو.

په نړۍ کې نور ملتونه په دې باندې توانېدلي دي چې دې ډول لید لوري ته تحقق ورکړي.

اروپايي ټولنه کیدلی شي د هغو سیمو لپاره ښه الګو وي چې د جګړې او ستونزو له پېر وروسته یې سیمه يیزه همکاري او انتګراسیون رامنځ ته کړی دی

. موږ باید د ترقۍ او اعتلا لاره په مخ کې ونیسو. هیڅ دلیل زموږ سیمه دا ډول هدف ته له رسیدو نه شي راګرځولى.

ورته مطالب