ستاسې نظر: انټرنېټ مو په ژوند کې څه بدلون راوستی؟

Image caption انټرنېټ په زياتېدونکي ډول د ژوند له بېلابېلو اړخونو سره تړل شوی

د افغانستان مخابراتو وزارت په دې وروستيو کې اعلان کړى چې په افغانستان کې ٢٠ ميليون وگړي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ خدمتونو ته لاسرسى لري.

چارواکي وايې د استوګڼې سیمو ۸۵ سلنه تر مخابراتي پوښښ لاندې راوستل شوې خو یوازې ۷۲ سلنه خلک له موبایل ټیلیفون خدمتونو برخمن دي.

سره له دې چې په دې وروستيو کلونو کې په افغانستان کې انټرنيټي خدمتونو په چټکۍ پرمختگ کړى خو د شمېرو له مخې لا اوس هم د دغه هېواد يوازې ١٠ سلنه خلک انټرنيټ ته لاسرسى لري.

د سې شنبې/نهې ستاسو نظر خپرونه کې پر دې موضوع خبرې کوو چې انټرنېټ ستاسو په ژوند کې څه بدلون راوستی دی؟

ايا ستاسو په سيمه کې انټرنېټ شته، انټرنېټ ته مو لاسرسى اسانه دی؟

که غواړئ په پروگرام کې برخه واخلئ او خپلې تجربې راسره شريکې کړئ نو د سې شنبې/نهې ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېره مخامخ زنگ راووهى:

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ ټيليفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

د برېښناليک پته مو ده: Pashto@bbc.co.uk

ورته مطالب