غرضي په خټه اور لګوي

Image caption "دلته هر څوک پنځهٴ پنځهٴ کاله تجربه کوي، په بل دور کې بيا د تجربو پر بنسټ کار کوي"

ذاتي غرضونه داسې ړاندهٴ دي چې هم به دې په لوړه خېژوي او هم په ژوره!

خپله خوښه هغه منډه ده چې تللى به نشې خو ځې به!

کله کله اور او اوبهٴ يو شي، اوبهٴ په ځان کې هم اور بلوي!

وچ ځان سره لاندهٴ يو کړي، لوګى او لمبه د يو بل ضرورت شي!

دا ټول کارونه هغه وخت وشي چې غرضونه زيات شي، د غرضونو ژبې، هدفونه، مزل او منزل هر څهٴ بېلا بېل وي خو بيا هم دا وايي چې:

ایک ہی صف میں کھڑے ہوگئے محمود و آیاز

نہ کوئی بندہ رہــــــا نہ کوئـــی بندہ نـــــــــــواز

دا سلسله زموږ د وطن سياستونو کې دوام لري، له سنديانو او بلوڅانو پرته پښتانه خانان، ملايان، استاذان، د پنجاب چودريان، وډېره ګان، او د ميانوالي تش په نامه خانان او نور ټول په خپل خپل انداز په منډو سر دي، د دې منډو هدف يوازې د اقتدار (واک) څوکۍ ده!

په دغه منډه کې ازاد کانديدان له کاميابۍ پس د هر چا لپاره قدردان ګرځېدلي، نهٴ يې ګوند شته، نهٴ جنډه! په خپل ذات کې په خپله ګوند هم دي او بېرغ هم! هر ګوند ورته لکه د روان موټر ځاى پر ځاى ولاړ دى چې ځان سره يې وخېژوي.

د غټو ګوندونو لپاره ازاد کامياب شوي خصوصاً د اسلام اباد حکمرانۍ (واکمنۍ) لپاره له ټولو اسان خوراک دى، په هر حکومت کې قبايلي مشران د املوکو په تول کې ځي.

نن سبا د اقتدار (واکمنۍ) تله لګېدلې، د څنګښو تول روان دى، کله يوه خوا درنه کله بله سپکه، د درانه او سپک دا سلسله به په يو داسې نکته پای ته رسېږي چې په مرکز او صوبو کې وزيران او سلاکاران سرکاري لوړې ته ودرېږي.

د حالاتو په دغه شور ماشور کې ولسونه اوس هم حيران حيران ولاړ دي چې زموږ کومه لاره شوه؟!

دلته ولسونو ته چېرې هم نهٴ خپل هدف معلوم وي او نهٴ لاره.

وجه يې دا ده چې د ولسونو سرخېلانو او مخکښانو ته په خپله هم پته نهٴ وي چې موږ چېرته ځو؟ د څهٴ لپاره ځو؟ او څهٴ به کوو؟ هغوى د دې ځواب داسې ورکوي:

ساونډ پروف (اواز تنبونکي) ايوانونو ته ځو!

د جنډو موټرو له ځو!

مزو او تماشو له ځو!

اوس خو جمهوريت خوښو دا خبره رانيولې ده ''د ټولو نه ښهٴ غچ ښکلى جمهوريت دى''

خو!

ښکلى جمهوريت به کومه راشي؟ څوک به يې راولي؟ دا دی نن هم د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې هر چا خپلې خپلې جنډې نيولې او مظاهرې کوي، د ټولټاکنو پر ضد احتجاج کوي او وايي:

موږ سره بې انصافي شوې، د انصاف تحريک هم وايي چې بې انصافي ورسره شوې ده. هغوى اوس اول ځان ته انصاف غواړي، بيا به وروسته خلکو ته، کهٴ يې ورکول هم غواړي نه به يې شي ورکولى.

ځکه چې نوي خلک دي، د زړو پر چالاکيو نه پوهېږي، چې تر څو پوهېږي نو وخت به پرې تېر وي، دلته هر څوک پنځهٴ پنځهٴ کاله تجربه کوي، په بل دور کې بيا د تجربو پر بنسټ کار کوي، او بيا ورته د ''بزرګ رهنما'' خطاب ملاو شي، دا د پښتنو هغه زبرګ نهٴ دى چې پر لمن به يې لمونځ کېږي، دلته ټول سياسي بزرګان هغوی دي چې پر لمن يې روغ ځای نه شته او د نوي دور غوښتنو له امله د دغو بزرګانو په کفن کې هم جېبونه وي.

زموږ سياستونو د غرض بازار ګرم کړى دى، د غرضونو په بازار کې يو له لوږې مري بل يې سر ته پراټې ګوري، د غرضونو په بازار کې خلک ړاندهٴ دي او د هندارو سوداګر په کې هندارې خرڅوي.

د غرضونو په بازار کې يو ژاړي او بل ورته وايي زما ډول ته ونڅه.

د غرضونو په بازار کې يو په بمونو الوزي، بل ورته تصويرونه وباسي چې د تصويرونو په نړيواله مقابله (سيالۍ) کې يې وپلوري.

د غرضونو په بازار کې که څوک مړ هم شي پړ هم شي، خو بل دغه مړ او پړ د خپلو قربانيو په فهرست کې ليکي:

سياست د غرض هغه ترښځ ده چې سياستوال يې د ترکاڼ په څېر همېشه ځانته وهلې ده.

ورته مطالب