د ایران ټولټاکنو کې دوې مهمې څېرې ولې څنډې ته شوې؟

Image caption ټاکل شوې د ايران ولسمشريزې ټاکنې د راتلونکي جون پر ۱۴ مه ترسره شي.

د ایران اوسنی نظام اسلامي جمهوري نظام دی چې په ۱۳۵۷ کال کې له انقلابه وروسته د ۱۳۵۸ کال د وري پر دولسمه په یوه ټولپوښتنه کې خلکو دغه نظام ته رایه ورکړه.

اوس د ايران سیاسي جوړښت کې د دغه هېواد لومړی کس رهبر یا مشر ایت الله خامنه يي، دی له ده وروسته سیاسي جوړښت د ډېرو نورو هېوادونو په شان د مجریه، مقننه او قضایه قواوو په بنسټ جوړ شوی دی. موږ به دلته په ټول نظام او جوړښت خبرې نه کوو خو په لنډه توګه پر هغو برخو رڼا اچوو چې پر ټولټاکنو يې اغېز جوت وي.

پر دې اساس ویلی شو چې مقننه قوه دوه برخې لري، یوه يې پارلمان يا اسلامي شورا ده او بله برخه يې ساتندویه شورا یا شورای نګهبان ده. البته یوه بله شورا هم د نظام په جوړښت کې شته او هغه د خبرګانو یا پوهانو شورا ده او دنده يې د ولي فقیه یعني مشر پر دندو څارنه ده خو تراوسه پورې یو ځل دغې شورا د مشر په کړنو نیوکه هم نه ده کړې او دا يې نه ده ثابته کړې چې دغه شورا کومه دنده لري یوازې له قانون سره سم یوه شورا شته چې د رهبرۍ په کړنو به څارنه کوي.

ساتندویه شورا دولس غړي لري چې شپږ تنه يې دیني عالمان یا فقیهان دي چې د مشر یا رهبر له لوري ټاکل کېږي او شپږ نور يې هغه حقوق پوهان دي چې د قضایه قوې د مشر له معرفۍ وروسته او د اسلامي شورا یا پارلمان له نظر سره سم غوره کېږي.

د ایران د پارلمان له لوري ټول تصویب شوي قوانین او دغه راز د کلیو او ښارونو شوراګانو له ټاکنو پرته د ټولو انتخاباتو کاندیدانو صلاحیت د ساتندویه شورا تائید (هوکړې) ته اړتیا لري.

سږکال په ټولټاکنو کې هم دغې شورا ته ډېرې سترګې وې چې څوک به ومني او څوک به رد کړي په تېره بیا دا چې دوې پېژندل شوې څېرې هم د کاندیدانو ترمنځ وې.

یو د ولسمشر مرستیال اسفنديار رحیم مشايي دی چې له څو کلونو راهیسې د ځینو توندلارو له سختو نیوکو سره مخامخ و او بل هم هاشمي رفسنجاني دی چې د ایران ولسمشرۍ په تېرو ټولټاکنو کې د اصلاح غوښتونکو یعني موسوي او کروبي ملاتړی بلل کېده او ډېرو کسانو به ویل چې موسوي د رفسنجاني په سپارښتنه او ملاتړ کاندید شوی و.

له هماغو ټولټاکنو بيا تر نن پورې د واکمنې ډلې له لوري له سختو فشارونو سره مخامخ او په بشپړه توګه ګوښی شوی دی. په دې ډول ساتندویه شورا د دوو هغو کسانو صلاحیت هم تائید نه کړ چې د نظام مخور کسان وو، خو د نورو کاندیدانو مخینې او دغه راز د ساتندویه شورا ترکیب ته پام سره ډېر شنونکي پر دې پرېکړې حیران شوي نه دي او د داسې اټکل کېدای شوی...

د مهمو څېرو ګوښه کول

Image caption هاشمي رفسنجاني (کيڼ) او اسفنديار رحيم مشايي (ښی) د رد شويو کانديدانو ترمنځ مهمې څېرې دي.

په سږنیو ټولټاکنو کې کابو ۳۰ تنو ځانونه کاندید کړي وو چې ډېری په کې په پخوانیو حکومتونو کې مهم چارواکي او ان د نظام مهم کسان وو خو له دغو ټولو ساتندویه شورا یوازې د اتو تنو صلاحیت (وړتيا) ومانه چې په هغو کې دغه نومونه تر سترګو کېږي: سعید جلیلی، غلامعلی حدادعادل، محمدرضا عارف، حسن روحانی، محسن رضایی، علی ‌اکبر ولایتی، محمدباقر قالیباف او محمد غرضی.

خو د نورو ترڅنګ دوه مهم کسان چې صلاحیتونه يې نه دي منل شوي ښاغلی هاشمي رفسنجاني او اسفنديار رحیم مشايي دي، ولې دغه دوه کسان د سيالۍ له ډګره څنډې ته شول؟

ځینې باوري دي چې دغه دواړه په یو ډول په ایران کې د دو بهیرونو استازیتوب کوي رحیم مشايي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه د احمدي نژاد ملاتړ ورسره دی په حقیقت کې په احمدي نژاد پورې تړلي بهیر استازی ګڼل کېږي چې دغه بهیر اوس له اوسني حاکمیت سره سم جوړ نه دی. بل کس ښاغلی هاشمي رفسنجاني دی چې د اصلاح غوښتونکو او منځلارو بهیرونو استازیتوب کوي او په حقیقت کې ساتندویه شورا دوی دواړه له مخې لیرې کړي او هغه کسان يې منلي چې په یو ډول د مشر یا رهبر د تائید وړ دي.

که څه هم د هاشمي رفسنجاني په هکله يې د هغه ډېر عمر د مهم دلیل په توګه یاد کړی، خو په ایران کې ټول پر دې خبره پوه دي چې ولې يې رفسنجاني له مخې لیرې کړی دی. البته ښاغلی مشايي له پخوا په روحانیونو په تېره بیا په محافظه کارانو کې رټل شوی کس و او ډېر ځله پرې سختې نیوکې هم شوې وې نو ډېرو د دې امکان فکر نه کاوه چې صلاحیت يې دې تائید شي او همداسې هم وشول خو د هاشمي په هکله مسئله یو څه توپير کوي.

که څه هغه د عمر زیاتېدا له امله ګوښه کړای شوی خو له وروستیو ټولټاکنو وروسته پر هغه د خامنه يي د ملګرو او پلویانو سختو لفظي حملو ته پام سره د دې امکان تصور کېده چې نور هم ګوښی شي. البته په نظام کې د هغه مخینې ته پام سره دا تصور نه کېده چې صلاحیت يې دې رد شي. ځکه له ډېرې مودې راهیسې د خامنه يي او هاشمي رفسنجاني ترمنځ یو ښکاره اختلاف رامنځته شوی دی.

کله چې هاشمي رفسنجاني ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړ، مشر ایت الله خامنه يي د نوروز په مناسبت په خپلې وینا کې ویلي و چې ټولې سلیقې په انتخاباتو کې ګډون کولی شي خودا يې هم ویلي و چې باید ټول قانون ته غاړه کېږدي.

ډېری کسانو د ایت الله خامنه يې دغه وینا په یو ډول هاشمي ته له مخکې یو ډول خبرداری ګڼلی و چې که يې صلاحیت رد شو باید قانون ته غاړه کېږدي او له زغمه کار واخلي.

د ساتندویه شورا له لوري تائيد شوي کسان څوک دي او ولې تاید شوي دي؟

که د کاندیدانو مخینې ته پام وشي هغه کسان تائید شوي دي چې په یو ډول د ایت الله خامنه يې وفاداره کسان دي یا هغه کسان دي چې ایت الله خامنه يې ترې وېره نه لري.

د مثال په توګه سعید جلیلي د ایران د ملي امنیت شورا کې د خامنه يې استازی ګڼل کېږي، روحاني هم په دې شورا کې د خامنه يې د باور وړکس دی، علي اکبر ولایتي هم د خامنه يي د نړیوالو چاور سلاکار دی، غلام علی حداد عادل چې د پوهنتون استاد او پخوا د پارلمان مشر و د خامنه يي لوړ پوړی سلاکار دی. محمد باقر قالیباف د تهران هغه ښاروال دی چې په خپله يې ویلي و د خامنه يي په سپارښتنه د ښاروال په توګه غوره شوی دی.

بل کاندید محسن رضایي دی چې د نظام مصحلت ټاکنې ډله کې د خامنه ييٍ له لوري غوره شوی دی. په دغو کاندیدانو کې د اصلاح غوښتونکو یوه نوم ورکې څېره لیدل کېږي چې محمد رضا عارف نومېږي له دې سره سره چې اصلاح غوښتونکي له خامنه يي سره د تېر ځل ټولټاکنو له امله ښې اړیکې نه لري خو دی اوس هم د خامنه يي کور (بیت رهبري) ته تګ راتګ کوي نو دی هم د خامنه يي د باور وړ کس شوی دی. ښاغلی غرضي په شپېتمه لمريزه لسیزه کې د خامنه يي له لوري دویم معرفي شوی لومړی وزیر و، او له ده هم مشر کومه وېره نه احساسوي.

نو ګورو راتلونکې ټولټاکنې په دې ډول پلان شوې چې یو ځل بیا به پر ايران د ایت الله خامنه يي قدرت او واکمني نوره هم ټینګه شي. په زړه پورې خبره دا ده چې احمدي نژاد ویلي د مشايي د وړتيا ردولو مسئله به د خامنه يي له لارې تعقیب کړي.

البته د رفسنجاني سیاسي مخینې ته په پام سره له مخې د هغه لیرې کول به دومره اسانه نه وي ځکه چې د ایران نظام یوه سټه ګڼل کېږي او ممکنه ده ډېرې پایلې له ځان سره ولري.

ورته مطالب