بهر ته د لوستو کسانو کډوالي خپل هېواد ته تاوان ګڼئ؟

Image caption ګڼ شمېر لوستي کسان د ښه ژوند په لټه لوېديځو هېوادونو ته کډه کوي.

د برتانيا حکومت هغو سلگونه افغان ژباړونکو ته په خپل هېواد کې د ژوند حق ورکولو پرېکړه کړې چې برتانوي پوځيانو سره يې افغانستان کې کار کړى دى.

د دغې پرېکړې علت د وسله والو له خوا د هغوی ژوند ته احتمالي گواښ ښودل شوى دى.

دا اونۍ (پنجشبې ورځ) په همدې پلمه په دې خبرې کوو دا چې په يوه اوبل نامه له افغانستانه لوستي کسان وځي تاسې اورېدونکي ورته څرنگه گورئ او خپل هېواد ته يې تاوان څه وينئ؟

که غواړئ خپرونې کې برخه واخلئ د پنجشنبې ماښامنۍ خپرونې پر مهال پر دې شمېره زنگ راووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

دغه راز په ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸ خپل ايس ايم ايس پيغامونه هم راستولى شئ.

ددې ترڅنگ د بي بي سي د پښتو پاڼې په فيس بک هم خپل نظرونه پرېښودلى شئ.

ورته مطالب