څرنګه د تاريخ تېرو دوايانو او خوړو د پلورلو مخنيوى شونى دى؟

Image caption ستاسې غږ خپرونه هره اوونۍ د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي

افغانستان ته نژدې ټول خوراکي مواد او درمل یې له بهر نه واردېږي.

د وروستيو څېړنو او د يو شمېر خلکو د شکايتونو له مخې ډيری يې داسې دي چې د تاريخ تېرېدو سره سره په بازارونو کې پلورل کېږي.

تاریخ تېري توکي نه یوازې انسان ته ګټه نه رسوي بلکې ډېری وخت زیان رسوونکي ثابتېږي.

دا اوونۍ ستاسې غږ پروګرام کې پر دې موضوع غږېږو چې د تاريخ تېرو دوايانو او خوړو د پلورلو مخنيوى څنګه شونى دى، په سيمه کې خلک په دې اړه څومره پوهاوى لري، دا اصل څومره مراعت کېږي او هغه کسان چې تاريخ تيره دوايانې او خواړه پلوري څه بايد ورسره وشي؟

که غواړئ خپرونې کې برخه واخلئ د پنجشنبې ماښامنۍ خپرونې پر مهال پر دې شمېره زنگ راووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

دغه راز په ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸ خپل ايس ايم ايس پيغامونه هم راستولى شئ.

د دې ترڅنگ د بي بي سي د پښتو پاڼې په فيس بک هم خپل نظرونه پرېښودلى شئ.

ورته مطالب