د ایران له ټاکنو وروسته بهرنی سیاست بدلېدلی شي؟

Image caption په ټول کې د ایران بهرنی سیاست حاضر دمه ډیر ناروغه دی په تېرو اتو کلونو د توند لارو حکومت د ایران بهرني سیاست ته سخت ګوزار ورکړ.

په ایران کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نور هم رالنډیږو، د یوه ګاونډي هېواد په ټوګه دغه انتخابات بر پر افغانستان هم خپل اغېز ولري که څه هم په ایران کې بهرنی سیاست په ټول کې د خاصو کړیو په تېره بیا د ایران د مشر ایت الله خامنه ای له لوري څارل کیږي او کابینه او ولسمشر چندانی رول پکې نه لري.

ښايي له همدې امله وي چې په ایران کې دننه خلک په انتخاباتو کې یوازې کورنیو مسلو په تیره بیا اقتصادي مسلو ته ډیر پام کوي خو له دې سره سره د یوه هیواد د اجرايي ارګان په توګه د ایران کابینه او د بهرنۍ پالیسي اجرا کوونکي په دې برخه کې له پامه نه شو غورځولی په لنډه توګه به د ایران د بهرنۍ پالیسۍ په تېره بیا د افغانستان په اړه ددغه هیواد راتلونکې پالیسي و ارزوو.

د موجودو کاندیدانو مخینې ته په پام سره په بهرني سیاست کې چندانې د بدلون هیله نه شي کیداي ځکه اکثره په کې هغه کسان دي چې د ایت الله خامنه اي مریدان بلل کیږي او د ساتندویه شورا له لوري تاید شوي دي د مثال په توګه د محسن رضايي په نوم یوه کاندید ویلي دي په بهرني سیاست کې به دهغو سرو کرښو په اساس حرکت وکړم چې رهبر یعني ایت الله خامنه اي ېې راته انځوروي ډیری کاندیدان ورته نظر لري.

په ټول کې د ایران بهرنی سیاست حاضر دمه ډیر ناروغه دی په تېرو اتو کلونو د توند لارو حکومت د ایران بهرني سیاست ته سخت ګوزار ورکړ که څه هم مخکې دخاتمي په حکومت کې هم د ایت الله خامنه نفوذ او په ټول کې د ایران شیعه محورې پالیسۍ ته په کتو سره د اصلاح غواړو بهرنۍ پالیسي هم چندانې بریالی نه وه خو لږ ترلږه هغوي دغه هڅه وکړه چې د ایران بهرنی سیاست په متعادل ډول پر مخ بوځي او د ایران د دښمنانو د ډېرېدا مخه يې ونیوله او حتی د افغانستان په هکله په هغه ووخت کې د ایران په خارجه وزارت کې د ځینو چارواکو له لوري دغه مسله مطرح شوې وه چې په افغانستان کې باید یوازې له شیعه ګانو ملاتړ ونه شي، بلکې غوره به دا وي چې په نورو سیمو کې هم مرستې وشي او ملاتړي پيدا شي یعنې داسې ذهنیتونه هم ؤ چې د افغانستان له هیواد سره ېې دمرستې خبره کوله نه له یوه خاص قوم سره خو په توند لارو کې یوازې مذهبي محور تر بل هر شي مهم دی.

د ایران نړیوال دښمنان

له نورې نړۍ سره د ایران د اړیکو په هکله هم باید ووایو چې د ښاغلي خاتمي په وخت کې هغو هېوادونو چې له ایران سره ېې خاصه ستونزه نه درلوده لږ ترلږه د ایران په وړاندې نه ؤ ولاړ او خاتمي هڅه کوله د ایران دښمنان په نړیواله کچه راکم کاندي یا په بله معنی هڅه ېې دا وه چې د دښمنانو شمېر يې زیات نه شي خو نن سبا ډیری هیوادونه د امریکا ترڅنګ او د ایران په وړندې ولاړ دي.

د نویو کاندیدانو مخینې ته پام سره ممکنه ده همدغه سیاست په راتلونکو کلونو کې هم دوام وکړي.

د خاتمي او اصلاح غواړو په اپوټه احمدي نژاد کله چې ایران منزوي احساس کړ هڅه ېې وکړه د لاتینې امریکا یا د افریقا له هغو هیوادونو سره اړیکې ټینګې کړي چې له امریکا سره جوړ نه دي خو دغه هېوادونه هېڅ راز ګټه ایران ته نه شي رسولی په دې ډول دغه سیاست ایران ته له لګښتونو پرته بله ګټه نه درلوده.

پر ایران د بندیزونو په برخه کې هم توند لارو تل شعارونه ورکول چې دغه بندیزونه یوازې د کاغذ پر مخ دي او له يوې کاغذي کاروایۍ پرته هېڅ ارزښت او اهمیت نه لري خو اوس د بندیزونو سختو فشارونو ته پام سره د احمدي نژاد په شان د توند لارو نظر بدل شوی دی او اعتراف کوي چې بندیزونو خپل اغېز کړی دی.

د افغانستان په وړاندې د ایران په سیاست کې له انتخاباتو وروسته د خاص بدلون تمه نه شي کېدای خو نن سبا ګورو چې ایران په نړیواله کچه منزوي شوی هېواد دی او له ډیرو هیوادونو په تیره بیا له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې نه لري او ټول ورته د شک په سترګه ګوري.

البته ډېرو هېوادونو د ایران له دې انزوا ګټه واخیسته، د مثال په توګه هند هڅه کوي له ایرانه په ارزانه بیه تېل ترلاسه کړي دغه راز روسیې له ایرانه ډېره ګټه ترلاسه کړه او چین هم په همدې ډول درواخلئ.

افغانستان د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته په پام سره له دې فضا چندانې ګټه تر لاسه نه کړه.

تربګني

Image caption دغو مسالو ته پام سره ایران د افغانستان د سیاست په برخه کې په دوه لارې کې ولاړ دی

له ایران سره نژدې والی او د افغانستان په فرهنګي او سیاسي برخو کې د ایران نفوذ هغه عرب هېوادونه هم پر افغانستان بې باوره کړي دي چې له ایران سره تربګني پالي یا د عراق، سوریې، او لبنان په شان هېوادونو کې ورته ستونزې جوړوي.

د ایران دغه انتخابات د افغانستان لپاره له دې امله هم مهم دي چې له ۲۰۱۴ کاله وروسته به افغانستان هڅه کوي په خپلو پښو ولاړ وي نو د ایران نوی حکومت به له ۲۰۱۴ کاله وروسته افغانستان ته په کومه سترګه ګوري په تېره بیا دا چې ایران په ډاګه نارې وهي چې په افغانستان کې د بهرنیو اډو شتون نه شي زغملی او څو ورځې مخکې د ایران خارجه وزیر وویل په افغانستان کې د بهرنیو اډو شتون ته اړتیا نه شته خو باید دا هم هېره نه کړو چې ایران د طالبانو له رژیم سره هم ستونزې درلودې که څه هم اوس له طالبانو د ملاتړ تور پرې لګول کیږي خو دغه ملاتړ به تر دې حده نه وي چې طالبان قدرت ته ورسوي.

یوازې امریکا ته د ګوزار ورکولو تر حده دی حتی ممکنه ده په ایران کې چارواکي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو اندېښمن وي چې یو ځل بیا د قدرت خلا رامنځ ته نه شي او طالبان برلاسي نه شي.

دغو مسالو ته پام سره ایران د افغانستان د سیاست په برخه کې په دوه لارې کې ولاړ دی له یوې خوا له امریکا سره د دښمنۍ دودیز سیاست لري په تېره بیا توندلاري يې په هېڅ ډول له امریکا سره د روغې په فکر کې نه دي او هغه حکومت چې د امریکا ملاتړ ورسره وي په افغانستان کې نه شي زغملی له بلې خو له دې هم ویره لري چې بې ثباته افغانستان ممکنه ده نورو ته لاره اواره کړي او طالبان بیا په یو بل ډول په واکمنۍ کې ورګډ کړي.

دا خبره اوس روښانه نه ده چې د ایران راتلونکی حکومت به په دغو دوو لارو کې کومه غوره کړي؟ ‌

خو که هره هغه غوره کړي په افغانستان کې د ننه له ملاتړ پرته بریالي کېدای نه شي.

ورته مطالب