تبصرې: ټاکنو کې نه ګډون څه زیانونه لري؟

د بي بي سي پښتو وېبپاڼه هره جمعه د اوونۍ پر ځينو تودو مسايلو ستاسو ځينې نظرونه چې په برېښناليک، فيسبوک، ټویټر، ويديو يا تيلې فون راغلي وي خپروو.

دا اوونۍ مو ستاسو تبصرو لپاره لاندېنۍ پوښتنې ټاکلې وې.

افغانستان کې د ټاکنو لپاره د نوم ثبتونې بهیر پیل شوی دی، ایا تاسو کارټونه اخیستي او یا د کارت اخیستو ته چمتو یاست؟

په ټاکنو کې ګډون څه اززښت لري او نه ګډون کوم زیانونه لري؟

ستاسې د فیسبوک پیغامونه

نعیم خان بارکزی

زما په نظر ټول افغانان باید کارتونه جوړ کړي او رایه ورکړي. داسې مشران کامیاب کړي چې د هېواد خدمت وکړي. که موږ رایه نه ورکوو بیا له دولت نه گیله ولې کو چې نا اهله خلگ یې گومارلي دي. ټول افغانان باید رایه ورکړي او اعتمادي خلگ را مخې ته کړي. له پښتنو نه مې دا هیله ډېره ده.

جنبش ولي

زه په ټولو افغانانو غږ کوم چې د افغانستان د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم ثبتونې کارتونه ترلاسه کړي ځکه د افغانستان جوړېدل پخپله افغانانو پورې اړه لري.

ولي احمدزی

زما په آند په ټاکنو کې نه گډون یو جهالت دی. ځکه چې کېدای شی د یوه ښه کس پر ځای هغه څوک واک ته ورسېږي چی لاسونه یی د مسلمانانو په وینو سره وي. بیا به همدا کس چی په رایه ورکولو کې یې گډون نه و کړی په اخرت کې مسول وي. نو تاسو ته په کار ده چې په خپله رایه یو وطن دوست او مسلمان کس ته ورکړي.

لطیف قمري

کله چې انتخابات ازاد او روښانه وي نو هلته رایه ورکول ګټه لري. اوس خو هر څه د امریکايي استخبارتو کړیو په لاس کې دي.

عنایت الحق فهیم

ټاکنو کې گډون ضروري دی ځکه چې د راتلونکې برخلیک باید وټاکل شی. تر اوسه په تېره لسیزه کی دولت داسې کار نه دی کړی چې د ولس ضرورتونه پرې پوره شي.

اتل رحمان صافی

د انتخاباتو کارت اخیستل هر یو افغان ته ضروري دی حتا که د اوسني دولت مخالف هم وي. ځکه چی که یو څوک وغواړي چی د هغه په خوښه حکومت وی نو هغه مجبوره دی چی رایه ورکړی که رایه ور نه کړي بیا په راتلونکې کې پر حکومت د نیوکې حق هم نه لري.

محمد شفیق – پکتیا

د پکتیا ولایت په ټولو ولسوالیو کې کارتونه نه شته او نه په کې امنیت شته. دا کار به پښتنو ته ډیر زیانمن وي. البته په ټولو پښتنو سیمو کې دا حال دی.

اعجاز احمد

موږ په نورستان ولایت کې نه د کارتونو مرکز او نه د رایې کارت لرو. نو د مرکزي حکومت نه مو دا درخواست لرو چې دغې موضوع ته پام وکړي او باید مرکزونه جوړ کړي.

نعیم خان بارګزی

ټول افغانان باید کارتونه جوړ کړي په خاصه توګه د پښتنو نه ډیره هیله کوم.

سید نبي ایوبي

که ولس يه ایماندارۍ سره یو ډیر ښه سړي ته رایه ورکړي نو د یوه پرمخ تللي افغانستان درلودونکي به وی. خارجیانو باید د تیرو کلونو په څېر لاسوهنه ونه کړي.

نظر نجم

د هر افغان مدني حق دی او هر افغان حق لري چې د خپلې خوښې کس وټاکي خو بیا هم ډېرې ستونزې شته. ټول افغانان به و نه شي کولای چې رایه ورکړي ځکه د تېر په څېر به بیا په پښتنو سیمو کې امنیت خراب وي او دوی به ونه کولی شي چې د رایو مرکزونو ته لاړ شي.

لطیفه سبا

مرکزونه باید تعلیمي ځایونو کې نه وی ځکله د هلکانو د تعلیم مخه نیسي.

صالح

که کارت واخلم که یې وانه خلم څه فرق نه کوي ځکه کوم نفر چې راځي له مخکې نه ټاکل شوی دی، هسې ځان نه په تکلیف کوم.

طارق عزیز

هیڅ ګټه نه لري. ما تر اوسه په یوه ټاکنو کې هم ګډون نه دی کړی نه یې کوم. له خاینانو په ټاکلو سره موږ د هغوي په کړنو هم ګناه ګارېږو.

زاهد غازي

زه خو به افغانستان كي د انتخاباتو به شفافيت بالكل باورنه لرم ځکه به افغانستان كي هر پوست په رشوت ترلاسه كېږي.

داود خان

که افغانستان کې په ریښتنې توګه ټاکنې تر سره شي جنګ به ختم شي. په ټاکنو کې نړیوال او د هغوی غلامان نه غواړي پښتون بر لاسی شي دا یو حقیقت دی او په دې حقیقت ټول پښتانه اوس خبر دي.

دینه ګل شفیقي – پکتیا

رایه ورکول شهادت دی یانې شاهدي ورکول. دویمه رایه یو امانت دی که مو رایه ور نه کړه په امانت کې به مو خیانت کړی وی. بل د ډېرو رایو له مخې راغلی نظام به قوي او مشروع وي که مو رایه رو نه کړه د کمزوري نظام خاوندان به یوو.

فرید خان

زه خو خپله رایه نه ورکوم ځکه د افغانستان سرپرست نه شته او ټول وطن فروشه دي. رایه څه معنا لري. د امریکا چې څوک خوښ وي هغه راځي.

سلام سیدالرحمن کیخوال – خوست

زه کارت نه جوړوم ځکه هر ولسمشر او وکیل ته مو چه رایه ورکړې خپل وعده یې نه ده پوره کړې نو رایه څه معنا لري؟

عنایت الله

په ټاکنو کې نه ګډون ستر زیان دی. دغه کار یو داسې کس ته واک ورکوي چې کاملا یې مفکوره د یو قومي تعصب په اساس باندې ولاړه وي او په نتیجه کې د قومي تعصب د ريښو د پیاوړي کېدو سبب ګرځي او ملت د تباهۍ لور ته کش کوي.

فریدالله پیام

په نورو پرمخ تللو هېوادونو کې همدا د عامو ولسونو رایې دي چې یو کس خپل ټآکلی هدف ته رسوي او په دغه شان ټولنه کې کارت اخیستل او رایې ورکول ځانګړی ارزښت لري.

خو متاسفانه زموږ په هېواد کې کارت اخیستل او نه اخیستل کوم خاص ځای نه لری ټول کارونه په جعلی کارتونو پرمخ ځي.