پاکستان او د کچکول ډيپلوماسي

Image caption نوازشريف درېيم ځل لپاره د پاکستان لومړی وزير شو

په پاکستان کې له خونړيو ټاکنيزو هلو ځلو او د تاوتريخوالي له پېښو سره سره بالاخره ټاکنې ترسره شوې او نوازشريف درېيم ځل لپاره د واک پر گډۍ کېناست.

د نوي حکومت په وړاندې نه يواځې ننگونې ډېرې جدي دي چې ورنه د هېواد په کچه تمې هم خورا لوړې دي. خو پوښتنه دا ده چې د ستونزو په هواري کې د اوسمهالي حکومت باالقوه وړتيا څومره ده؟

اقتصاد اوبهرنۍ تگلاره

د پاکستان لومړي وزير ميا نواز شريف له خپل ټاکنيز کمپاين نه نيولې د خپلې لوړې تر مراسمو پورې په خپله هره وينا کې د پاکستان اقتصادي بيا رغونه د خپل حکومت لومړيتوب ښوولى.

امريکا کې د پاکستان پخوانې سفيره ډاکټره مليحه لودي وايي اړتيا ده ښاغلى شريف داسې يوه بهرنۍ تگلاره جوړه کړي چې سوداگري او اقتصاد يې بنسټيز ټکي او پاتې نور مسايل يې گرد چاپېره وچورلي د بېلگې په توگه له نورو هېوادونو سره د اړيکو څرنگوالى.

خو بيا ځينې کارپوهان په دې باور دي چې ميان نواز شريف به يو ځل بيا دې ته اړ وي چې بهرنى سياست يې د کچکول پر دېپلوماسۍ ولاړ وي.

دغه کار پوهان استدلال کوي چې وړاندې هم پاکستان تگلارې او نظريې جوړې کړي خو په بل لاس کې يې د تش کچکول له امله يا يې بدلې کړي او يا هم ترې لاس په سر شوى.

په پاکستان کې د چارو شنونکى اياز مير وايي ملي خزانه تشه ده، او اقتصادي تنگسه زياته شوې او دا ځل به هم د نواز شريف په مشرۍ د حکومت تگلاره د کچکول پر ديپلوماسي ولاړه وي.

Image caption پاکستان له خورا جدي اقتصادي ننګونو سره مخامخ دی.

کارپوهان د مرستو په را ټولولو کې د ښاغلي زرداري په پرتله نواز شريف برلاسى ويني دا ځکه چې د نوموړي په وړاندې به د عربو دروازې پرانيستې وي هغه څه چې ولسمشر زرداري ورنه بې برخې و.

افغانستان، هند، او ايران

د پاکستان د واکمن گوند مسلم ليگ مشر او د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په خپل ټاکنيز کمپاين کې له هند سره پر اړيکو ډېر ټينگار کړى او آن ځينې پاکستاني سياستوال يې په دې اند کړي چې له افغانستان سره د اړيکو ښه والى او يا پر دغه لوري خوځښت ښايې د نوي حکومت د تگلارو په لومړيتوبونو کې نه وي.

د پاکستان د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره حنا رباني کهر هم په همدې باور ده.

نوموړې په دې باور ده چې هند سره د اړيکو رغول مهم دي خو د افغانستان حالات او له دغه هېواد سره اړيکي د پاکستان له کورني ټيکاو سره تړلي دي.

آغلې کهر وايي اوسمهال د هند په پرتله له افغانستان سره پر پولې ننگونې ښايې ډېرې وي چې بايد له پامه و نه غورځول شي.

ځينې کارپوهان په دې باور دي چې له هند سره تربگني ډېر اړخونه لري چې ژر نه شي هوارېداى، د دوى په باور که د اړيکو د چټک رغونې لپاره دغه اړخونه او مسايل له پامه وغورځول شي نو د ترهگرۍ له يوې پېښې سره ټولې هلې ځلې په اوبو لاهو کېږي.

شنونکى اياز مير وايي له هغه مهال راهيسې چې په پاکستان کې په کور دننه امنيتي او اقتصادي حالات ترينگلي شوي، هند چې پخوا په پرتله ييز ډول د مسايلو په اړه هغه نرمښت درلود، په تېرو شا و خوا دريو کلنو کې يې نه دى ښوولى، د بېلگې په توگه اوس د سياچين په اړه خو آن خبرو ته نه دى چمتو.

د پاکستان د چارو څارونکي په دې باور دي چې ميا نواز شريف بايد له سعودي عرب سره د نږدې والي له امله له ايران سره اړيکي ساړۀ نه کړي او افغانستان سره اړيکو ته لومريتوب ورکړي.

د پا کستان پيپلز گوند د واکمنۍ پر مهال له افغانستان سره اړيکو کې څه پرمختگ تر سترگو کېدۀ خو پاکستاني غاړه په دې برخه کې نه برى د افغانستان پر غاړه اچوي او وايي چې د باور نشتوالى دومره ژور و چې آن د پاکستان رېښتونو هڅو ته هم افغان چارواکو د شک په سترگه کتل.

خو افغانستان بيا وايي چې پاکستان د د واړو هېوادو ترمنځ په باور جوړونه کې هېڅ کله رېښتونى نه و.

ورته مطالب