وزیرستان؛ مجبور او قرباني شوی نسل

Image caption وزیرستان، تر اوسه هره جګړه د نورو لپاره کړې او نورو هم د خپل یاغیتوب له امله ځپلی دی

شاوخوا ۱۴ کاله کیږي، چې وزیرستان ته نه یم تللی، خو تر ډېره اسماعیل خان پورې څو ځله تللی یم.

لدها، هغه سیمه ده، چې زموږ د نیکونو ځمکې په کې دي، نن سبا د پیریانو په وطن یادېږي.

پیړۍ مخکې مو له دې سیمې نیکه لوګر ته راغی. اوس په دغه ولایت کې د مسیدو په لسګونو کورونه پراته دي.

زموږ قبیله د منزي مسید لنګرخېل ښاخ دی. له دغه ښاخ نه یوازې زموږ نیکه افغانستان ته راغلی دی.

وزیرستان کې د پاکستاني پوځ او طالبانو ترمنځ په شخه شولانګه کې د نورو مسیدو په څېر لنګرخېل هم ټول له لدها نه خواره شوي دي.

مسید قبیله دمګړۍ له وزیرستان نه تر ټانک، بنو، ډېره اسماعیل خان، پېښور، پنډۍ او کراچۍ پورې تیت او پرک پرته ده.

مسید په افغانستان کې

افغانستان ته د مسیدو او وزیرو د راتګ درې لاملونه دي.

  • د انګریز په وخت کې د وزیرستان پر یو شمېر سیمو بمبارۍ
  • په وزیرستان کې خپلمنځي دښمنۍ او قومي شخړې
  • لوګر او کابل ته د غازي امان الله خان په ملاتړ د جرنیل یارمحمد خان وزیري تر مشرۍ لاندې د وزیرستان د ۵۰۰۰ کسیز قومي لښکر راوتل

خو د پکتیکا په برمل او مرغه سیمو کې وزیر د ډیورنډ کرښې له اېستل کېدو سره یوځای، د افغانستان په برخه شوي دي.

په افغانستان کې مېشت مسید ډېری د لوګر په سفیدسنګ، محمداغه، واغجان، بره کي برک او څرخ او د وردګو په جغتو، چک، نرخ او نورو سیمو کې پراته دي.

افغان مسید ډېری په منزي او عبدالرحمن خېل ښاخونو پورې اړه لري، خو د نورو قبیلو وګړي هم په کې دي.

په لوګر او وردګو کې د مسیدو د ځمکو قبالې د وزیرستاني مهاجرینو په نامه ثبت دي، خو په سیمه ییزه کچه یې خلک وزیریان بولي.

د جهاد په کلونو کې په افغانستان کې مېشت مسید او وزیر د وزیرستان د مسیدو او وزیرو په پرتله ډېر لوستي وو او کله، چې بېرته وزیرستان ته لاړل، یوه وړوکې برخه یې په وزیرستان کې د پاتې کېدو پرځای پېښور، ډېره اسماعیل خان او کراچۍ ته وکوچېده، خو یوه ډله نور، چې په جهادي ګوندونو کې ښکیل ول، په واڼه، ټانک او ډبره کې له افغان کډوالو او مجاهدینو سره پاتې شول.

ډېری مسیدو د حزب اسلامي غړیتوب درلود او ویل کېږي د پاکستان د طالبانو غورځنګ د یوې ښاخې وژل شوی مشر ملا نذیر احمدزی هم پخوا د حزب اسلامي غړی و.

په افغانستان کې د مجاهدینو له راتګ سره سم، وزیرستان ته یو شمېر کډوال شوي مسید بېرته لوګر، وردګو، غزني، کندوز او بغلان ته راستانه شوي، خو یو شمېر نور یې افغانستان ته د راستنېدو لپاره زړه نه ښه کوي.

کلونه پخوا وزیرستان د سیل او سیاحت ځای و.

له خال خال قبیلوي دښمنیو پرته نور هیڅ راز تخریبي رجحان په کې نه و، خو له ۲۰۰۱ کال وروسته سیمه ییزې او نړیوالې بې تفاوتۍ دغه سیمې د نړیوالو جنګیالیو په مرکزونو بدلې کړې.

په نوییمو کلونو کې طالبان تازه تازه غزني او لوګر ته را نژدې کېدل، چې په پېښور کې یې د نور عالم مسید په نامه یوه ملاتړي د بریالیتوب خبرې راته کولې.نورعالم له اسلامیه کالج فارغ شوی و.

کلونه وروسته، چې له ګوانتانامو زندان نه را خوشی شو، خبر شوم، چې عبدالله مسید د همدغه نورعالم مستعار نوم دی. هغه په کندهار کې په همدې نامه د افغانستان د تابعیت تذکره اخستې وه.

عبدالله مسید په ۱۹۹۶ کال د کابل په اطرافو کې د طالبانو په ملاتړو جګړو کې یوه پښه له لاسه ورکړه، خو هغه په دې ډاډمن و، چې طالبان به پر افغانستان واکمنیږي. څو کاله وروسته، نه یوازې دا، چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، بلکې عبدالله مسید په مسیدو کې او نیک محمد وزیر په وزیرو کې د طالبانو داسې افرادي او ملاتړی بنسټ کېښود، چې سیمې او نړۍ ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې.

ملاتړې که تخریبي جبهه

Image caption یو څیز ښکاره دی او هغه په افغانستان کې له هر بدلون نه د وزیرستان ژر اغیزمنیدل دي

په دې وروستیو کې داسې رپوټونه دي، چې د افغانستان یو شمېر ولایتونو ته وزیرستاني طالبان راغلي دي.

مسید او وزیر جنګیالي ډېری په پکتیکا، خوست، هلمند او هغو ولایتونو کې جنګیږي، چې د مولوي سراج الدین حقاني یا خلیفه ډله پکې فعاله ده.

حقاني په وزیرستان کې له نورو افغان طالب قوماندانانو د زیات نفوذ څښتن دی.

د وزیرستان خلک د غازي امان الله خان له دورې رانیولې، تر افغان جهاد او اوسنۍ جګړې پورې په ټولو پړاوونو کې په ډله ییز او فردي دواړو بڼو دلته جنګېدلي دي. حافظ ګل بهادر نن په ښکاره له امریکا سره جګړه کوي، خو پرون یې نیکه ایپي فقیر له انګریز سره جګړه کوله.

پرون جرنیل یارمحمد خان وزیری له خپل پنځه زره کسیز لښکر سره د غازي امان الله خان د تخت ګټنې جګړې ته راغلی و، خو نن حیکم الله مسید او د هغه نور ملګري د ملاعمر او حکمتیار په ننګه جګړې ته راځي.

د مسیدو یوه مشر راته ویل، چې "ملا پاونده مسید د وخت امیر، عبدالرحمن خان ته یوه اوونۍ په کابل کې پروت و، چې د ډیورنډ کرښې په تړاو له انګریز سره کړې هوکړه بېرته واخلي، خو امیر ځان په ناروغۍ اچولی و او پاونده مسید نهیلی بېرته وزیرستان ته لاړ". عوامل او هڅوونکي به یې مختلف وي، خو د علني اهدافو تکرار یو ډول دی.

یو څیز ښکاره دی او هغه په افغانستان کې له هر بدلون نه د وزیرستان ژر اغیزمنیدل دي، خو پوښتنه داده، چې وزیرستان د چا لپاره قرباني ورکوي؟ نه پاونده مسید او حاجي میرزاعلي خان (ایپي فقیر) د وزیرستان په نامه د بېل هېواد په داعیې او د لر او بر پریوځای کولو بریالي شول، نه جرنیل یارمحمد خان وزیري ته چا په کابل کې د سړي په سترګه وکتل او نه هم وزیرستان په دا وروستیو جګړو کې څه خیر ولید.

د وزیرستان جبهه د ځینو په باور د افغانستان ملاتړې او د ځینو نورو په باور تخریبي تمامه شوې، خو حقیقت دا دی ترڅو، چې د قبایلي سیمو د خلکو ټولنیز، سیاسي، جغرافیايي او اقتصادي وضعیت په همدې ډول بې برخلیکه او د ازاد قبایل پر فرهنګ متکي پاتې وي، دغه تاریخ به د پرون او نن په څېر سبا هم تکراریږي او دغه تکرار به اوسني شړیدلي قومي سیسټم ته په پام، په یو نه یو ډول سیمې او نړۍ ته نوی سرخوږ پیدا کوي.

وزیرستان، تر اوسه هره جګړه د نورو لپاره کړې او نورو هم د خپل یاغیتوب له امله ځپلی دی. اوس د دې وخت را رسېدلی، چې نړۍ د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د سیمې او نړۍ د څارګرو ادارو له سیاستونو زیږیدلي "مجبور نسل" د له منځه وړو پرځای، له وزیرستان نه هغه لاسونه او عوامل لنډ کړي، چې دغه نسل یې له خپل ولس او ټولې نړۍ سره په جګړه اچولی دی.

ورته مطالب