پښتونخوا کالم: د اى اېن پي د سياست کیسې

Image caption هر کله چې د اى اېن پي تصوير رنګين شو نو د نوې نړۍ نوى بدلون په تناظر کې نيت او قبله دواړه بدل شول.

اى اېن پي د سياست په کیسه کې بلها کردارونه تلي راغلي دي. دا کیسې هغه وخت ډېرې خوږې وې چې سرکاري قسم يې خوړلى نه و، خو چې د چارواکۍ لپاره يې سرکاري قسم وخوړ نو بيا دا کیسه په بله لاړه.

چې د ابۍ او بابا کیسې نوې شوه نو بيا خو د تور او سپین زمانې تصوير او رنګين عکس غوندې خبره ترې جوړه شوه.

هر کله چې د اى اېن پي تصوير رنګين شو نو د نوې نړۍ نوى بدلون په تناظر کې نيت او قبله دواړه بدل شول.

امام هم نوى شو، د خدمت جذبه د سياست لوبه، د لوبې طريقه هر څه نوي شول_ پښتنو ته چا وويل: موږ په سُرنګ کې رڼا وينو!

د سُرنګ د رڼا په تکل کې پښتانه په داسې بلاګانو واوښتل چې د قيوم خان او بهټو دواړو کیسې په ځاى پاتې شوې چې پښتنو سره یې څه کړي وو؟

اوس چې د اى اېن پي د سياست کومې کیسې په منطقي انجام کې کوم تاريخ تکرار کړ نو هغه وخت رايادوي چې محترم ولي خان شکست خوړلى و او د سياست نه یې ځان ګوښه کړ.

خبره به يې دا کوله چې پښتنو په ما اعتماد نه دى کړى نو ماته هېڅ حق نشته چې سياست وکړم.

چې هر کله بيا ټولټاکنې کېدې نو بېګم نسيم ولي خان دا حلقه اسفنديار ولي خان ته ورکړه، خيال يې دا و چې کومه حلقه يې پلار ګټلې نه ده، هغه به يې زوى څه وګټي؟

خو د قدرت کارونه وو، د مېرې مور خيال غلط پاتې شو، په دغه کال د قامي اسمبلۍ دا څوکۍ اسفنديار ولي خان وګټله او لکه د پلار د يو څو ملګرو سره په اسمبلۍ کې پارلماني مشر شو.

ايوان خوشې و، ميدان خالي و، اسلام اباد کې يې سياسي پېژندګلوي وشوه او اخر دا چې په دغه کیسه کې اسفنديار ولي خان د خپل ګوند مشر شو.

د ګوند په مشرۍ کې يې محترم اجمل خټک هم له منځه يوړ او په اخر کې يې بېګم نسيم ولي خان هم د سياست د کيسې نه بهر کړه.

په دغه کیسه کې هوتي خاندان را دننه شوى و او چې امير حيدر خان هوتي کم عمر ځوان وزيراعليٰ شو نو خلکو وويل چې دا کیسه به هوتي مردان ته ځي.

دا خبره اوس نوې شوه، دا کیسه اوس هغه شان د خلکو په شکونو کې داسې شوه.

دا وخت د اسلام اباد د ايوان نه اسفنديار هغه شان بهر دى څنګه چې ولي خان بهر پاتې شوى و. اوس به امير حيدر خان هوتي په قامي اسمبلۍ کې د خپل ګوند پارلماني مشر وي.

امير حيدر هوتي سره به دوه مرتبې وي، يوه مرتبه دا ده چې هغه د پښتونخوا پخوانى وزيراعلی يادېږي او دويمه نوې مرتبه يې د خپل ګوند پارلماني مشري ده.

دا هغه سياسي حقيقتونه او وړاندوینې دي چې سياسي نجوميانو به ويل چې د اى اېن پي مشري د ولي باغ نه هوتي ته روانه ده.

په سياست کې اوس وړاندوینې سمې خېژي ځکه چې د سياست د زړونو پردې نرۍ شوې دي ـــ سياست لوڅ لغړ ولاړ دى.

اوس هر څوک په پټو سترګو ويلى شي چې د سياست د سبا نمر به له کوم لوري راخېژي، د سياست دا ورځ به باران وروي که ږلۍ؟ که هسې به ګړېږي ورېږي به نه!

په پنځو کالو کې اى اېن پي حکومتي چارواکي و، په بندو دروازو، غږ تنونکو ځايونو کې بند محفوظ ناست وو او خلکو به ويل چې په را روانو ټولټاکنو کې به دا عمل کېږي.

خلکو چې څه ويل هغه شان وشول او اوس چې ايوانونه روغ شول او د دروند اکثريت اى اېن پي او پيپلز ګوند په کې نشته، اوس خو مشرتابه هم بدلېږي.

دا د خلکو هغه وړاندوینې دي چې د اى اېن پي د سياست اوښ به په کومه ډډه څملي او اوس به د دې کاروان مهار د چا په لاس کې وي.

د بلور د خاندان خو د وينې قرباني هم قبوله نشوه چې د بلور غوندې قربانۍ ته چا ووټ ور نه کړ نو اسفنديار ولي خان سره خو د خپلو پښتنو او پښتونخوا ارتباط بيخي ختم و او هغه چې د اسمبلۍ نه بهر پاتې شو نو زړې کیسې لاړې او نوې کیسې کې هغه څه وشو چې د اسفنديار په شکل کې ولي باغ سره څه شوي وو.

کیسه نوې شوه، د مېرنۍ مور نه اسفنديار ولي خان مشرتابه اخیستى و او اوس نوې کیسې دا څرګندوي چې د ماما جي نه به خوريي ته د خپل ګوند مشرتابه ځي.

هسې هم د عمران خان په نوي پاکستان کې نوو ځوانانو ته سياست منتقل شو، نو امير حيدر خان هوتي هم دا ويلی شي، "زه هم ځوان يم، زاړه خدايي خدمتګار زما نيکه ولي خان ته پاتې وو. د ولي خان نه اسفنديار ته پاتې شو، هغه ټول خاورو ته کوز کړل اوس په نوې کیسه کې د نوو ځوانانو وخت دى."

ورته مطالب