لونګ: دلته لږ زموږ اور بل دی

حاجي عبدالستار اسحاقزی
Image caption حاجي عبدالستار اسحاقزی ارامې خبرې کوي، په لومړي ځل ليدو سړي ته داسې ښکاري، چې غوسه ناک به وي، خو د خلکو د زړونو ساتلو لوی هنر ورسره دی.

حاجي عبدالستار اسحاقزی مې د ۲۰۰۶ کال په اوړي کې وليد. په تنه لوی او هډور سپين ږيری پښتون دی. زه په پوهنتون کې وم. د پوهنتون د درسونو يوه لويه برخه پر خوشاله او په تېره بيا د هغه پر ايډيال ((د دستاري سړي)) باندې راچورلېده.

له حاجي اسحاقزي سره تر ليدلو وروسته مې په وار وار داسې فکر کاوه چې ګنې په بلخ کې مې د خوشال ايډيال او د هغه د دستار سړی موندلی دی.

زه اوس چې هم کله وغواړم، د پښتانه وقار مجسم کړم، نو د حاجي اسحاقزي له وقاره ډکه څېره مې سترګو ته ودرېږي.

ارامې خبرې کوي، په لومړي ځل ليدو سړي ته داسې ښکاري، چې غوسه ناک به وي، خو له لږ وخت وروسته سړي ته معلومېږي، چې نه يوازې غوسه ناک نه دی، بلکې د خلکو د زړه ساتلو لوی هنر ورسره دی.

ارام ناست وي، ژور فکر کوي او ډېر يوې او بلې خوا ته نه ګوري، که تاسې هم ورسره کينئ او دده له وقاره ډکه څېره ووينئ، نو د قرار دغه بيت به مو جګ سترګو ته ودرېږي چې:

چا ته په سجده نه و، او چاته په رکوع نه و سر د پښتانه په وقار دروند و، چې خم پاتې و

هغه مهال چې طالبان ولاړل په شمال کې مېشتو پښتنو ته ځينې خلکو سرخوږی جوړ کړ. حاجي اسحاقزی بې له دې چې وسله واخلي، بې له دې چې له چا سره فزيکي شخړه او جګړه وکړي، بې له دې چې تشدد وکړي، په ډېر تدبير او هوښيارۍ سره يې پښتانه وساتل. ده نه يوازې د هغه ځای د اوسېدونکو پښتنو ښه دفاع وکړه، بلکې هغوی ته يې دا روحيه هم ورکړه، چې په يوه وطن کې شمال او جنوب نشته، او نه داسې کېدای شي، چې سيمې دې په قومونو ووېشل شي، هر څوک چې چېرته اوسي، هغه يې ځای دی.

ده د همدې هدف لپاره د ځينو نورو پښتنو مشرانو په همکارۍ د شمال د خلکو عنعوي اصلاحي جرګه جوړه کړه.

د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګه

د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګه د حاجي اسحاقزي او ځینو نورو قومي مشرانو نوښت دی. دغه جرګه اوس په شمال کې د ښه نوم تر څنګ، د مدني ټولنې د یوې برخې په توګه زور هم لري.

زور يې وګړي دي او وګړي له جرګې سره ډېر دي. د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګه يو ټولنيز سازمان دی، خو په سياست کې هم فوق العاده رول لري او په سياست کې يې د رول يوازې یوه برخه له ټاکنو سره تړلې ده، چې په ټاکنو کې برخليک ټاکوونکې رايې ورسره دي.

دغه جرګه او دغه استازي ماته د حمزه بابا هغه ايډيال هم را په زړه کوي، چې هرې تپې ته له جرګو سره ځي. د شمال د خلکو عنعوي اصلاحي جرګه په ټولو شمالي ولايتونو کې ګرځېدلې ده او په هر ځای يې دوه مرور سره پخلا کړي دي.

پر يوه مرکز د راټولو ارمان يې د ډېوې غوندې په لاس کې نيولی وي او په پښتنو پسې تپه په تپه او غره په غره ګرځي.

په دوه زرم کال کې مې د لندن مېشتو افغانانو د لنډو کيسو يوه ټولګه ((دلته لږ زموږ اور بل دی)) لوستې وه. نوم يې راته خوند راکړی و او هر ځل، چې به مې کتاب ته کتل داسې مې انګېرله، چې یو څوک په لوړ غږ وايي، چې دلته لږ زموږ اور بل دی. داسې لکه څوک چې هره شېبه بې مقدمې درته خبره کوي او غواړي چې هېر دې نه شي.

په بلخ کې چې مې په لومړي ځل د شمال عنعوي اصلاحي جرګه وليده، نو ذهن ته مې راغللل چې ((دلته لږ زموږ اور بل دی)).

په پوهنتون کې وم په لومړي ځل، له ذبيح الله احساس سره بلخ ته ولاړم. ذبيح الله احساس نو هغه مهال داسې و، چې هره مجله او هر اخبار به دې را واړو، د استازو په نوملړ کې به يې ليکلي و چې : شمال/مزار شريف، ذبيح الله احساس. احساس د خپلې کورنۍ لپاره د بلخ پوهنتون انجنيري لوسته او د ځان لپاره په ادبياتو کې بوخت و. زما يارانه هم له ادبياتو څخه ورسره وغځېده.

د اوړي يوه ګرمه ورځ وه، چې له کندوز څخه بلخ ته ورسره ولاړم. په بلخ کې روضې ته مخامخ په يوه هوټل کې اوسېده. دا نو د شمال د خلکو د عنعوي اصلاحي جرګې دفتر و، چې احساس او په شمار پنځو ملګرو يې پکې د محمدګل خان مومند بابا په نوم ادبي بهير پيل کړی و.

د ګرمي موسم و، مجبور وم، چې کړکۍ پرانستې پرېږدم، چې لږ شمال وچلېږي. د کوټې کړکۍ ټيک پر هغه ځای ور پرانستې وه، چې لاندې ترې د هوټل کبابي ولاړ و او خپل کار به يې کاوه.

په تنه لوی کبابي به په ګرمۍ کې هم د اوزبکانو دوديزې جامې اغوستې وې، او ورسره څنګ ته لګول شوي لوډسپيکر څخه به د کوم پخواني سندغاړي استاد يوه سندره ټوله ورځ خپرېده. اوبانو، بانو، بانو... نه پوهېږم، يا به ما ورسره حساسيت کړی وي او يا خو په ټيپ ريکارډر کې دغه سندره ژر ژر تکرارېده، خو لنډه دا، چې د ورځې په اوږدو کې به مې څو ځله اورېده او بالاخره داسې شوم، چې اوس مې هم دغه سندره بده ايسي ان که چا ريکميکس کړې هم وي.

صالح سلف

د شمال د خلکو اصلاحي جرګه يوازې جرګې هم نه کوي، بلکې ځينې نور داسې کارونه يې هم کړي دي، چې يوازې د دغسې جرګې له ادرسه يې کېدل شوني دي.

د جرګې په مالي مرسته په بلخ کې بېلابېل ټولنيز فعاليتونه لا هم روان دي. دغه نه ستړي کېدونکي خلک دي. پښتانه له دغسې خلکو څخه بخت نه لري، خو خدای دې دوی له بلا وساتي، اوس تر هغه ډېر فعال دي، چې اته کاله مخکې ما ليدلي و.

دوی مشران دي، يوازې جرګې مرکې کوي، او د ټولنيزو فعاليتونو مالي بار ته اوږې ورکوي، نور کارونه يې ځوانانو ته ور پرې ايښي دي. په شمال او په تېره بيا په بلخ کې د تېرو څه باندې لسو کلونو په ترڅ کې رالوی شوي پښتون نسل او دغه راز دغلته مېشتو لوستو ځوانانو ته يې د کار نه ستړی کېدونکی احساس ورلېږدولی دی.

په ۲۰۰۶ کال کې په ټول بلخ کې شپږ داسې ځوانان و، چې هلته د جرګې له لوري بلې کړې ډېوې ته ناست و، خو د جرګې د مشرانو په همت همدغو کسانو له همدغې ډيوې څخه نورې ډېوې بلې کړې او اوس شمال ډيوه ډيوه دی.

په بلخ کې درې پښتو مجلې چاپېږي، پسرلی، پرخه او پل او په بغلان کې هم د تګ په نوم يوه پښتو مجله چاپېږي. په بغلان کې ددغې جرګې د هڅو له برکته د ځوانانو په بشري ځواک د چونغر په نوم پښتو راډيو د جوړېدو په درشل کې ده او دغه راز د نورو فرهنګي فعالیتونو يوه لويه برخه د جرګې په ملاتړ پر مخ روانه ده.

ښه بېلګه

د طالبانو له ماتې وروسته نژدې په هر ولايت کې ژوند خوځنده شو. زه يې يوازې پر فرهنګي اړخ وغږېدم چې په هر ولايت کې رسنۍ پيل شوې او په هر ځای کې مجلې چاپېدې.

هغه مهال دغه کارونه د ځوانانو په بشري قوه او د ځينو ادارو په مالي مرسته کېدل، خو له څو کلونو را وروسته اوس د ګوتو په شمار څو هغه مجلې پاتې دي، چې په لومړيو کلونو کې پيل شوې وې. د دغه مجلو د درېدو لامل دا و، چې تر شاه داسې پياوړی ځواک نه و، چې له هره اړخه د مجلې د دوام لپاره کار وکړي.

خو بلخ دغسې نه دی. دغلته تر اوسه پورې هم هغه مجلې چاپېږي، چې د طالبانو له ماتې وروسته د جرګې په مالي او معنوي ملاتړ پيل شوې دي. اوس ممکن جرګه ورته پيسې ور نه کړي، خو بنسټ يې داسې جوړ کړی دی، چې مجلې روانې دي.

که د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګه يوه بېلګه کړو، نو د افغانستان په هره سيمه کې د دغسې جرګو جوړېدل شونې دي او که په هره سيمه کې نه وي، د زون په کچه خو دغسې جرګه جوړېدای شي. دغه جرګه نه يوازې جرګې مرکې کولای شي، بلکې د ځوانانو په انسجام کې مهم رول لرلای شي.

دغو خلکو د ژوند ډېر خوږې او ترخې ليدلې وي او د همدغو تجربو په رڼا کې کولای شي، چې ځوانانو ته ښه لاره ور وښيي.

Image caption د شمال د خلکو اصلاحي جرګه يوازې جرګې هم نه کوي، بلکې ځينې نور داسې کارونه يې هم کړي دي، چې يوازې د دغسې جرګې له ادرسه يې کېدل شوني دي.

په افغانستان کې په تېرو دوولسو کلونو کې يو د ساختماني چارو ماشين الات ډېر پيدا شول او يو هم سياسي ګوندونه، خو بد مرغي دا ده چې ځوانان لا هم د رهبريت له تشې څخه ځورېږي.

داسې يو رهبريت نشته، چې ځوانانو ته سم فکر ورکړي او د تشدد پر ځای د مبارزې نورې سوله ييزې لارې ور وښيي. د ګوتو په شمار او يا تر دې هم لږ ګوندونه به داسې وي، چې فکري بنسټ ولري، نور ټول موسمي ګوندونه دي، چې پر افرادو او د هغوی پر ګټو راچورلي.

په ټولنيزه کچه هم موږ د رهبريت ستونزه لرو. موږ په تېرو دوو لسو کلونو کې و نه شو، کولای چې د شمال د خلکو د عنعنوي اصلاحي جرګې په څېر په نورو ولايتونو کې دغسې جرګې جوړې کړو، چې په مهمو ملي مسايلو کې ملي دريځ ولري او نوی لارورکی نسل د ورځني څپڅپانده سياست له ژورو ګردابونو څخه سلامت راوباسي.

که ډېرې دي زړه ستړې شوګيرې او مزلونه

يو کېږي به يو ځلې قافلې او مزلونه

ورته مطالب