ډیوه: کولتور خوړلې

Image caption د یوې افغانې ښځینه ډاکټرې له خولې ده چې وايي ناروغه مېرمنې ورته هله راوړل کېږي چې کله يې د خپل خواږه وجود ډېر څه له لاسه ورکړي وي او ایله څو شېبې يې مرګ ته پاتې وي.

په افغانانو که څوک پر روانو غورځو پرځو تبصره کوي یو وار به وايي چې اوف جګړو داسې وکړه، جګړو هغسې.

هغه ودانۍ په ګولیو ړنګه شوې وه. له ځوانانو زده کړې پاتې وې. کډوالي خو ډېره دردناکه وه. د دې کمبخت وطن جنرالانو او د پوهنتون استادانو هم په پردیو کوڅو کې د ټاټکي مزدورۍ کولې.

له دې ویر لړلو کیسو سره جوخت راغبرګه کړي چې اې اوس خو نو وطن د نړۍ له ډېرو سیالو وطنونو سره سیال دی. پوځ لرو، دغه هسکې ودانۍ د چا په فکر کې هم نه راتللې چې جوړې به شي.

زده کړې وګوره، افغان ځوانانو د کمپیوټر سیالۍ وګټلې.

نجونو ته پام وکړئ، د کابل په کوڅو کې ډلې ډلې نجونې ښونځیو ته ځي سړکونه په کوم رنګ و هغه دی تورې بوړې ته هم پوخ سړک ورسېده.

خو دلته نو په بحث کې تاوده خبرلوڅان یوازې د ښارونو په بېلګو سر وي.

هغه چې په واټونو کې يې ګوري پرې ویر او خوشالۍ کوي، د هغو کیسو نه پرده نه اړوي چې د میلیونونو وګړو ژوند خوري.

پر هغو دیوالونو سر نه ښکاره کوي چې د کولتور په نوم په کې مذهب، انسانیت او د خواخوږۍ جنازې پرتې دي.

جګړه خو هم نورو راوړې وه او په ودانیو جوړولو کې هم د نورو لاس نیوی و، په خپله مو څه کړي ځان مو له شره خلاص کړی که مو ړنګ ښارونه ودان کړي؟؟؟

د درد داستانونه له هغو ښځینه روغتیا پالانو واورئ چې رنځ وژلي ورته د مرګ په لنډ واټن کې راوړل کېږي.

هغوی وپوښتئ چې په وچ غیرت يې د بې وسو ژوند تروړلی.

د یوې افغانې ډاکټرې له خولې ده چې وايي ناروغه مېرمنې ورته هله راوړل کېږي چې کله يې د خپل خواږه وجود ډېر څه له لاسه ورکړي وي او ایله څو شېبې يې مرګ ته پاتې وي.

د کورنیو وچ غیرتي غړي په ډاکټرانو دا سپارښتنه هم کوي چې که مو نجلۍ مرګ ته نژدې وي له نورو معیناتو يې تېرېږئ.

خپل کور نه شو بې پردې کولی له مرګ سره څه نه کېږي.

یوه مېرمن هم پر خپلو پښو تر روغتونه نه ځي. هغه چې له پښو وګرځي او بیا يې د کورنۍ غړي د مړو په څېر د جنازې په کټ کې وتړي او و يې رسوي ډاکټرانې حیرانونکې خبرې نورې هم کوي.

که یوه پیغله ناجوړه وي او ترې پوښتي چې څه ناروغي لرې د شرم په پلمه نه وايي چې د بدن له کوم غړي ځورېږي.

عجیبه ده. داسې کولتور خوړلي دي چې ښځه ښځې ته هم د خپلې ناروغۍ نه وايي او که ورته د تلوېزیوني معاینې (کتنې) وویل شي مرګ مني خو له دې انکار کوي.

ډاکټرانې عجیبې نورې هم وايي. د ۱۱/۱۲ کلنې نجونې چې واده وي او د زېږون وس نه لري یا خو ډاکټرې ته نه ځي او که ورځي دا خبره پټوي چې اولاد لرونکې ده.

په دې کې ډېرې مرګونې پېښې وشي.

ډاکټره ناخبره او کولتور خوړلې نجلۍ د مرګ سزا منلې وي او که له دغو نجونو وپوښتئ چې که نارینه ډآکټر ته د خپل رنځ نه وايې له ښځینه يې ولې پټ ساتې؟

هغه خو یا د دې پوښتنې ځواب د مخ په اړولو درکوي او یا خو وايي چې شرم دی کوم شرم؟

ژوند شرم دی، روغتیا شرم دی، او که نور څه؟

له ډاکټرانو سره به پرده هم د دوی کولتور وګڼو. میندې او د پاخه عمر پالونکې هم له دغو رنځېدلو نه نه دي خبر؟

هغوی نه شي کولی چې خپلې ګلالۍ لوڼې له مرګه وژغوري. هغه د خپل ژوند تجربو ته پام نه کوي هو، نه، ځکه نه چې دغه لور ته دغه دود له سپین سرې مور ورپاتې دی.

نو ښه

هغه څه چې نه مذهب وي، نه انساني غوښتنې، ولې يې ملا او عامي په خپل کاله کې کلونه کلونه پرېږدي؟ ولې د خپلو اولادنو په ژوند لوبې کوي؟ ولې د دغه مرګوني کولتور ګناه تر مودو په ځان پسې اخلي؟؟؟

اوس نو که ژوند منئ، خپل مذهب ته ژمن يئ، انسانیت ته ښه ګورئ، په تېر غلي شئ او سر له دې ګړۍ د ښونځي او مدرسې په لاره خپلې لوڼه روانې کړئ.

د کور ښونکي مور او پلار د ژوند خوږه څکه له اولادنو سره ګډه کړئ. له هغې ناروا نه د بغاوت روایت پیدا کړئ چې د کړاونو لپاره پلمې دي.

که مو جګړې خوري، د نورو دي، یوه ورځ به يې پوښتنه وشي خو که مو کولتور خوري، خپل مو دی، ستاسې ګریوان به پرې نیول کېږي.

خپل ګریوان ته د لاس پورته کېدو وخت مه ورکوئ.

ورته مطالب