ستاسې نظر: افغانستان کې تقاعد

Image caption ايا تاسو چې په کومه اداره کې کار کوئ ستاسو سره په شوي تړون کې د تقاعد په اړه څه خبره شوې؟

تقاعد څه شى دى ، او ايا پوهيږئ هر هغه څوک چې په يوې اداره کې کار کوي د کار له مودې وروسته د تقاعد څخه برخمن کيږي؟

په افغانستان کې د کار قانون په پنځمه ، شپږمه او اوومې مادو کې په روښانه توگه راغلي چې په دغه هيواد کې ټولې ادارې د دغه قانون له مخې بايد خپلې چارې پر مخ بوځي.

خو دغلته ډير ځله ليدل شوي کله چې يو څوک په يوه اداره کې کار پيلوي او له هغې ادارې سره د کار تړون لاسليک کوي ، نو هلته د تقاعد د قانون په نامه له ده سره خبره نه شريکيږي.

ايا په ټولو دولتي او نادولتي ادارو کې کارکونکي له دغه امتيازه برخمن دي؟

ايا تاسو چې په کومه اداره کې کار کوئ ستاسو سره په شوي تړون کې د تقاعد په اړه څه خبره شوې؟

او که د کورنۍ کوم غړى مو تقاعد شوى وي ، ايا دولت يا اړونده اداره يې پخپل وخت د تقاعد امتيازات پرې کوي ، که څنگه؟

د دې اونۍ ستاسو نظر پروگرام مو په همدې اړه دى ، که په دې اړه کوم نظر ، نيوکه او يا پوښتنه لرئ ، نو د دوشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې يې راسره د تيليفون په دې شميره شريکولاى شئ :۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰

دا رنگه د پښتو فيسبوک له لارې هم راته خپل نظر رااستولى شئ.