ستاسې غږ: طالبانو سره د سولې خبرې له افغان حکومت پرته پايلې لرلى شي؟

Image caption ستاسې غږ پروګرام هره اوونۍ د پنج شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي

د سه شنبې په ورځ (د جون ۱۸مه) د قطر په دوحه ښار کې د طالبانو لپاره یو سیاسي دفتر پرانستل شو. امریکا هم اعلان وکړ چې د طالبانو سره د سولې خبرې کوي خو د دغه اعلان وروسته کابل د واشنګټن سره د امنیتي تړون په تړاو د څلورم پړاو خبرې وځنډولې

د دې تر څنګ ولسمشر کرزی وویل طالبانو سره د سولې په خبرو کې به تر هغې برخه وانخلي تر څو چې د سولې دغه پروسه د افغانانو تر مشرۍ لاندې تر سره نه شي.

افغان حکومت وايي د متحدو ايالاتونو د خبرو او عمل تر منځ توپير وجود لري.

همدا راز د حکو مت د دغې پريکړې په تعقيب د افغانستان د سولې شورا چې غوښتل يې طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته خپل يو پلاوى واستوي وايي د خپل هيات استول يې ځنډولي دي.

دا اوونۍ ستاسې غږ په پروګرام کې له تاسو اورو چې د روانې لانجې نه د افغانسىتان د وتو لاره کومه يوه ده؟

طالبانو لپاره دفتر پرانستل شو خو د سولې شورا ورسره خبرې وځنډولې، نو څه بايد وشي؟

ايا د روغې جوړې خبرې د افغان حکو مت له فعالې ونډې پرته اړينې پايلې لرلى شي؟

په دې اړه خپل نظر يا پوښتنه د بريښناليک يا فيسبوک له لارې شري کولى شئ.

همدا راز کولى شي خپرونې ته مخامخ زنگ ووهئ شمېره يې ده : ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د اېس اېم اېس يا لنډ تيلې فوني پيغام لپاره دغه شمېره وکاروئ

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸ او د برېښنا ليک لپاره مو پته ده: pashto@bbc.co.uk

ورته مطالب