هغه درد چې دوه دېرش کلن شو

Image caption نړۍ کې ۴۵ لکه انسانان کډوال دي، در په در دي، بې سرنوشته دي، چې اکثر یې افغانان دي.

حالت نه دی بدل شوی، درد هماغسې دوام لري، هغه درد چې له تېرو ۳۲ کلونو راهیسې ورسره افغانستان مخامخ دی، لا هم په خپل حال دی، نه لږ شوی، نه کرار شوی او نه هم څه دارو درمل ورته موندل شوي.

دا موږ نه وایو، بلکې د ملګرو ملتونو رپوټ دغسې وايي.

ملګري ملتونه وايي، نړۍ کې د کډوالو شمېر له ۱۹۹۴ راهیسې د ۲۰۱۲ په اوږدو کې لوړې کچې ته ورسېد، یانې ۴۵ لکه انسانان، بې کوره دي، در په در دي، بې سر نوشته دي.

دوی وايي، تاسې چې یو ځلې سترګې رپوﺉ، په نړۍ کې یو نا یو انسان اړ کېږي، چې خپل کور، کلی او یا ټاټوبی پرېږدي!

د راتلونکې په باب هم اندېښنې شته، مثلاً ویل کېږي، داسې احتمال شته، که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي سږ کال یوازې له سوریې څخه ۲۰ لکه نور انسانان تېښتې ته اړ شي.

ملګري ملتونه وايي، ډېر کډوال مخ پر وده هېوادونو کې مېشت دي، خو دوی وايي ښايي راتلونکي کې له اروپايي هېوادونو وغوښتل شي، چې د څه نا څه کډوالو د سمبالښت لپاره اقدامات وکړي.

دا احتمالي خبرې دي، ښايي داسې وشي او یا و نه شي، خو په هر صورت دې بدمرغۍ کې هم د افغانستان برخه له هر چا ډېره ده.

کنګل شوی حالت

د افغان کډوالو حال له تېرو ۳۲ کلونو راهیسې ثابت دی، کنګل شوی، منجمد حالت.

له یوه لوري، بل لوري ډېرې خبرې کېږي، پلانونه او پروګرامونه جوړیږي، خو د افغان کډوالو شمېر چې وو، نژدې هماغه دی. نه یوازې شمېر، بلکې حالت یې هم د ۳۲ کاله پخوا پرتله ډېر نه دی بدل شوی.

اوس هم د یونان، اندونیزیا، هند او ... په سمندرونو کې کوچنۍ کښتۍ ډوبېږي او په وژل شویو کې ډېر افغانان وي، د ایران، ترکیې، سوریې، تاجکستان او یونان پر پولو د شپې په تیاره کې پوله ساتي عسکر د نامعلومو کسانو پر ډلو ډزې کوي او ګهیځ معلومه شي، چې وژل شوي (ناقانونه) افغانان کډوال وو.

اوس هم د کابل ښار تر پلونو لاندې پراته نشه یان، چې اوس یې شمېر تر میلیون اوښتی، نژدې ټول هغه افغانان دي، چې له خپله ټاټوبي تېښتې ته اړ شوي وو او وروسته داسې حال کې هېواد ته ستانه شول، چې نه مړو کې دي نه ژوندو کې.

د میلیونونو کډوالو بېرته ځای پر ځای کول اسان کار نه دی او اوس خو وضعیت داسې دی، چې ویل کېږي، د کډوالو لپاره ځانګړې شوې ډېرې ځمکې هم یوه او بل لاندې کړې، ډېرو هغو سیمو کې، چې اوسېدونکي یې د جګړو له کبله کډوال شوي وو، اوس هم توده جګړه روانه ده، هلته چې نسبي کراري ده، کاریزونه وچ پراته دي، زورواکي وسله وال ډلې ډلې ګرځي، وزګاري له کابو کېدو وتلې، داسې ډېرې نورې ستونزې هم شته، چې له کبله یې په لنډه موده کې د کډوالو ستنېدل که ناممکن نه دي، نو اسان هم نه دي، خو په اوږده موده کې ښايي په یوه نا یوه ډول دغه ستونزې تر یوه حده هوارې شي، ښايي ډېر کډوال هم بېرته ستانه شي، خو بیا به څه وشي؟

د هغو میلیونونو به څه کېږي، چې په پردیو دښتو، وږي، تږي، بې سواده ۳۲ کلن شول.

د هغو د عقده يي کېدو مخه به څوک نیسي، چې له لسیزو وروسته هېواد ته ستنېږي، خو دلته رټل کېږي، پورې وهل کېږي، په سپکه ورته کتل کېږي او ان پردي بلل کېږي.

Image caption لکونه افغانان په پردیو دښتو او مېرو کې، وږي، تږي، بې سواده ۲۳ کلن شول.

د نړۍ په پرمختللیو هېوادونو تور پورې کېږي، چې له ټولې نړۍ ( نخبه ګان) جذبوي، د امتیازاتو په ورکولو یې له خپلو هېوادونو (تروړي) خو دغه هېوادونه د امتیازاتو ورکولو تر څنګ دا ادعا هم کوي، چې دوی دغسې کسانو ته د پرله پسې زده کړو او خوندي کاري چاپېریال زمینه هم برابروي، خو که له دې بحثه هم تېر شو، دلته به څوک له دویم ځلې تېښتې هغه کسان راګرځوي، چې د بهرنیو تعلیمي ادارو شهادت نامې په لاس راځي، په میاشتو له یوه دفتره بل ته منډې وهي، کله یوه او کله بل چارواکي ته د مخ وینې وچوي، خو ځای یې (بل) چا نیولی وي او دوی...

د افغانستان له ۸۰ سلنه ډېر اوسېدونکي کرونده ګر بڼوال او یا مالدار دي او د افغان کډوالو یو لوی شمېر اوس هم د ګاونډیو هېوادونو په کروندو کې بزګري کوي، خو په پسرلي کې به د افغانستان د غرونو له سرونو لاندې لمنو ته د واورو او بارانونو بهېدونکې اوبه څوک د دوو میاشتو لپاره کابو کړي، چې اتیا سلنه افغانان ورته کروندې، باغونه وکري، رمې، پادې ورته وساتي او د فقر له کبله ټاټوبي پرېښودو ته بیا اړ نه شي، چې د خپلو مالونو لپاره په وښو پسې لالهاند کوچیان یوه ځانګړې قبیله و نه بلل شي او د پردو په سترګه ور ته و نه کتل شي.

خدای تعالی مه کړه، چې د دې پوښتنو ځوابونه ۳۲ کاله نور وخت ونیسي او بیا هم یو څوک ووايي، چې حالت چندان فرق نه دی کړی، درد هماغسې دوام لري، بس کچه یې لږ زیاته شوې یا لږ شوې...

ورته مطالب