آیا د ګرځنده ټیلیفون وړانګې مو بدن ته زیان لري؟

Image caption د ټکنالوژۍ کارول خپل ځانګړي اصول لري چې که چېرې دا اصول په پام کې ونه نیول شي نو د ګټې په پرتله یې تاوان ډېرېږي.‌

نن سبا له شتمنه تر غریبه، له کلیواله تر ښاري او له ولسمشره تر عادي وګړي ټول د ساینس پر مټ له را منځ ته شویو آسانتیاوو په یو ډول نه یو ډول ګټه اخلي.

هغه چې د ساینس په ارزښت پوهېږي هڅه کوي چې د ساینس او ټکنالوژۍ له پرمختګ سره ځان عیار کړي او یا هم لږ ترلږه دا ومني چې اوس ټکنالوژي په ژوندانه کې یو انتخاب نه بلکې یو ضرورت دی،‌ او د هغو چې سر نه پرې خلاصېږي نو بیا یې ضرورت نه بلکې انتخاب بولي.‌

د ټکنالوژۍ کارول خپل ځانګړي اصول لري چې که چېرې دا اصول په پام کې ونه نیول شي نو د ګټې په پرتله یې تاوان ډېرېږي.‌

همدارنګه د ډېری ټکنالوژیو کارونه په یوه محدود وخت پورې تړلې وي چې که چېرې له هغې زیات شي نو بیا انسان او چاپیریال ته تاوان رسولای شي.

هغه ټکنالوژي چې نن صبا په نړۍ او افغانستان کې ډېره کارېږي هغه مخابراتي ټکنالوژي ده. دغه ټکنالوژي هم د نورو په څېر د کارونې ځان ته اصول لري چې د دغو اصولو په نه پام کې نیولو سره یې کاروونه انسان او چاپیریال ته ګواښ را منځ ته کوي.

د افغانستان د مخابراتي ټکنالوژۍ وزارت وايي په هېواد کې ۹۰ سلنه وګړي له دغې ټکنالوژۍ کار اخلي.

مخابراتي ټکنالوژي تر ډېره بریده د الکترومقناطیسي څپو په مټ کار کوي چې د دغو څپو جذب په پراخه پیمانه او په لوړه انرژي باندې د انسان د وجود انساج داسې زیانمنوي چې آن کېدای شي د سرطان لامل وګرځي، خو آیا په مخابراتي ټکنالوژۍ کې الکترومقناطيسي څپې هم دا ستونزه را منځ‌ته کولای شي؟

په ټولیزه توګه هغه الکترومقناطیسي څپې چې د ماورا بنفش څخه لوړه انرژي لري آیونایزکوونکې او هغه چې له ماورا بنفش څخه ټیټه انرژي لري غېر آیونایزکوونکې بلل کېږي.

دا خبره تر اوسه په غوڅ ډول نه ده ثابته شوې چې د ګرځنده ټیلیفون په واسطه کاروونکې څپې په وجود منفي اغېزې لري او کنه خو علمي څېړنې دواړه حالتونه نه ردوي.

په سرطان باندې د څېړنو نړیواله اداره وايي چې د ګرځنده الکترومقناطیسي څپې د ماغزو احتمالي سرطان را منځ ته کوي.

د اروپا د چاپیریال ساتنې ادارې مشاور ډېوېد ګيي په دې تړاو د دې ادارې لخوا د یوې څېړنې له سرته رسونې وروسته وايي "ګرځنده ټیلیفونونه ټولنیزې، اقتصادي او چاپیریالي ګټې لري خو د ساینسپوهانو ځینې څېړنې دا ښيي چې دا څپې د ماغزو د سرطان لامل کېدای شي نو ځکه باید د پالیسۍ جوړولو په وخت کې دا زیانونه له پامه ونه غورځول شي."

خو دا چې ساینس پوهان ولې دا خبره په آسانه نه شي منلای چې د ګرځنده ټیلیفون څپې سل په سلو کې د سرطان لامل کېږي علت یې دا دی چې هغه فزیکي میخانیکیت تر اوسه نه دی تشریح شوی چې د ګرځنده څپو او سرطان تر منځ نیغه اړیکه پیدا کړي.

Image caption په سرطان باندې د څېړنو نړیواله اداره وايي چې د ګرځنده الکترومقناطیسي څپې د ماغزو احتمالي سرطان را منځ ته کوي.

بله خبره دا چې د وړانګو اغېزې آني نه وي او ځینې اغېزې خو دوه تر دری لسیزو وخت نیسي تر څو تشریح کړای شي چې د ګرځنده ټیلیفونونو د کارولو لا دومره موده نه ده شوې.

‌ خو له دې سره سره د سرطان د څېړنو نړیواله اداره او د اروپا چاپیریال ساتنې اداره هېوادونو او پالیسي جوړوونکو ته ځینې "د پاملرنې وړ اصول" لري.

دغه د پاملرنې وړ اصول په هر حالت کې حتمي نه دي خو که چېرې په هېواد کې کومه ساینسي اداره یا ساینسپوهان یا عام وګړي د څپو له اغېزو شکایت ولري نو د څپو د انرژي او کچې د را ټیټولو لپاره باید اړونده ادارې دغه اصول تطبیق کړي.

دغه اصول دا هم وايي چې هېوادونه باید د مخابراتي ټکنالوژۍ د وړاندې کولو څخه مخکې وګړي له دې شانته احتمالي زیانونو څخه خبر کړي.

د بېلګې په ډول ماشومانو ته باید وویل شي چې ګرځنده ټیلیفونونه خپلو ماغزو ته نژدې و نه نیسي، لویان باید په یوځل له ۱۵ دقیقو څخه زیات غوږۍ یوه غوږ پورې نښتې و نه نیسي، له سر څخه د غوږۍ لرې نیول کېدای شي د دغه زیان کچه را ټیټه کړي، هڅه دې وشي چې په ۲۴ ساعتونو کې تر یو ساعت زیاتې خبرې و نه شي.

په پایله کې باید وویل شي چې هېڅ یوې ساینسي څېړنې دا نه ده ښوولې چې ګرځنده ټیلیفونونو کارول د ماغزو سرطان را منځ ته کوي خو دا یې په اثبات رسولې چې د زړه ناروغانو ته یې کارول خطر ناک دی خو خپله څپې د زړه تکلیف نه را منځ ته کوي.

همدا راز هېڅ یوې څېړنې دا هم په غوڅه توګه نه ده ثابته کړې چې ګرځنده ټیلیفونونه هېڅ ډول زیان نه لري.‌

ورته مطالب