قطر کې طالب دفتر څرنګه مطرح او جوړ شو

  • ایمل فیضي
  • د ولسمشر کرزي ویاند
ایمل فیضي
د عکس تشریح،

ایمل فیضي وايي د طالبانو د دفتر د جوړېدا طرح افغانستان ته متحدو ایالاتو دوه کاله وړاندې یاده کړه

د جون په ۱۸مه د قطر هېواد د دوحې په ښارکې د طالبانو د دفتر د پرانیستل کېدلو څرنګوالي د افغانستان دننه او د باندې د خلکو مخالفتونه او اندیښنې را پارولي دي.

په قطر کې د افغانستان د ٬٬اسلامي امارت٬٬ سیاسي دفتر په نامه د دغه دفتر د پرانیستل کېدلو څرنګوالی د افغانستان د خلکو او دولت له شدید غبرګون سره مخامخ شو.

ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت شورا له رهبرۍ او له خپلو سلاکارانو سره په یوه اضطرارۍ غونډه کې د امنیتي موافقه لیک په اړه د افغانستان او امریکا ترمنځ مذاکرات د سولې د بهیر په اړه د امریکا په خبرو او عمل کې د تناقضاتو په دلیل وځنډول.

همدا راز د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د شاوخوا ۵۰ تنو جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو جلسې له ډیر ګرم بحث او خبرو اترو وروسته پریکړه وکړه " چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستل کېدلو تر شا خارجي قدرتونه ولاړ دي او تر هغه مهاله چې د سولې بهیر په بشپړه توګه افغاني شوی نه وي، د سولې عالي شورا دې د قطر په مذاکرو کې ګډون نه کوي." د هېواد جهادي او سیاسي مشرانو د دغه دفتر د پرانیستلو په اړه مطرح او مسوول لوری د امریکا متحده ایالات او پاکستان یې د افغانستان د بې ثباتۍ عامل او د تروریزم حامي وباله.

امریکا او په قطرکې د طالبانو د دفتر جوړیدل

د قطر پروسه او یا په دوحه کې د طالبانو لپاره د دفتر د جوړیدلو نظریه د طالبانو د استازو او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو او مذاکرو په نتیجه کې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې رامنځته شوه.

د افغانستان حکومت له دغو اړیکو او د دغه دفتر د جوړیدو په اړه د طالبانو او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ له موافقې څخه د بن د دویم کنفرانس له جوړیدو څخه څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني استازي له خوا خبر شو. د افغانستان دولت هغه مهال په قطرکې د طالبانو د دفتر له پرانیستلو سره په دې شرط موافقه وکړه چې د سولې د عالي شورا شرایط او عملي میکانیزم باید په پام کې ونیول شي.

د افغانستان دولت د دغو شرایطو له مخې د دفتر له پرانیستلو سره یوازې د سولې د پروسې د پرمخ وړلو او د مذاکراتو د ترسره کېدو لپاره موافقه وکړه.

د افغانستان د دولت ټینګار پر دې و چې دغه دفتر باید په کابل کې پرانیستل شي او که په بیړني حالت کې ورته شرایط مساعد نه وي دغه دفتر باید په یوه اسلامي هېواد کې، ترجیحا په سعودي عربستان او یا ترکیه کې پرانیستل شي .

افغانستان د دې غوښتونکی و چې له هر ډول مذاکراتو وړاندې دې د افغانستان د خلکو پر خلاف جګړه او تاوتریخوالی ودرول شي.

د افغانستان اساسي قانون دې زموږ د ملي وثیقې په توګه ومنل شي او د وروستۍ یوې لسیزې لاس ته راوړنې دې خوندي شي او همدا راز د واحد افغانستان، ملي حاکمیت، د ځمکې بشپړتیا او ملي وحدت دې مصوون وي. یو له هغو شرایطو څخه چې د خارجي هېوادونو د لاس وهنو مخه یې نیوله دا و چې هیڅ هېواد او یا مرجع د افغانستان د دولت له اجازې او موافقې پرته په دې پروسه کې مداخله نه شي کولای. په دغو شرایطو هغو پرمختګونو چې ظاهرا د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو د استازو ترمنځ د اړیکو او مذاکراتو په نتیجه کې شوي وو، دوام و نه کړ. د ۲۰۱۳ میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې واشنګټن ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر په جریان کې، د امریکایي مقاماتو په قطرکې د طالبانو د دفتر د جوړیدلو موضوع د دوه اړخیزو مذاکراتو په اجندا کې شامله کړله.

په دغو مذاکراتوکې د افغانستان یو شرط دا و چې له طالبانو سره د مذاکراتو په پیل کېدو سره باید هغوی د افغانستان د خلکو او امنیتي ځواکونو پرخلاف له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي، چې دغه شرط د امریکایي مقاماتو له مخالفت سره مخامخ شو.

د امریکا دریځ دا و چې د طالبانو د تاوتریخوالي او د جګړې پای باید له هغوی سره د مذاکراتو نتیجه وي، نه د مذاکراتو پیل.

امریکایي مقاماتو ټینګار کاوه چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به طالبان د امریکا دښمنان نه وي او امریکا به نوره له هغوی سره په جنګ کې نه وي.

د طالبانو پر وړاندې د امریکا نوی دریځ چې د دوی ترمنځ په جګړه کې په زرګونو بې ګناه افغانان قرباني شول، د افغان هیات لپاره د پوښتنې وړ و او د غه موقف د تودو بحثونو سبب شو... واشنګټن ته د ولسمشر حامد کرزي د دغه سفر په نتیجه کې، دواړو لورو د افغانستان شرایطو او د دواړو هېوادونو دریځ ته په پام سره، په قطرکې د طالبانو د دفتر د جوړیدو لپاره د هڅو پردوام موافقه وکړه.

کابل ته د جیمز دابینز سفر او د طالبانو د دفتر په اړه نوي انکشافات

د روان میلادي کال د مې په ۲۹ مه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو نوي ځانګړي استازي جیمز دابینز د ځانګړي استازي په توګه کابل ته په خپل لومړني سفرکې د افغانستان ولسمشر ته په قطر کې د طالبانو د دفتر په اړه د نویو انکشافاتو خبر ورکړ.

نویو انکشافاتو دا څرګندوله چې طالبان د مذاکرې لپاره چمتو شوي دي، یوه اعلامیه خپروي او همدا راز د قطر له دولت سره د دفتر د جوړیدو په باب به یو موافقه لیک لاسلیک کړي. امریکایي هیات د طالبانو د سندونو مسوده له ځان سره لرله. په دغه کتنه کې افغان لوري د خپلې اندیښنې او اختلاف وړ موارد په ډیر څرګند ډول امریکایي هیات ته بیان کړل.

هغه پوښتنې چې د افغانستان لوري مطرح کړې دا وې چې له چا سره او په کوم نامه مذاکره؟ له طالبانو څخه به د امریکا تعریف څه وي؟ تروریستي ډله او که د اشغال پر ضد یو آزادي غوښتونکی غورځنګ؟ طالبان د قطر له دولت سره په کوم نامه تفاهم لیک لاسلیکوي؟

هغه طالبان چې د امریکا متحده ایالاتو یې پرخلاف په جګړه کې تراوسه پورې په زرګونو بېګناه افغانان شهیدان کړي دي، څه ډول اوس کولای شي چې د یو "حقوقي شخصیت" په توګه ومنل شي او له دولتونو او دولتي او غیر دولتي سازمانونو سره اړیکې ولري؟ افغان لوري د افغانستان او قطر د دولتونو ترمنځ د یو تفاهم لیک پر لاسلیک باندې چې څو میاشتې وړاندې یې پر مسودې باندې کار شوی و ټینګار وکړ خو دغې غوښتنې د امریکا ملاتړ جلب نه کړ.

ولسمشر حامد کرزي ښاغلي دابینز او د هغه ملګري هیات ته په ټینګار وویل چې افغانستان سولې ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته په مسوولانه ډول دوام ورکوي خو هیڅکله به اجازه ورنه کړي چې د سولې لپاره د افغانستان د خلکو هیله د پردیو د اهدافو وسیله وګرځي.

ولسمشر زیاته کړه چې سوله زموږ د خلکو سپیڅلې هیله ده خو د سولې بهیر باید په تمامه معنی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي چې په نتیجه کې یې ملي یووالی ټینګ او افغانان له ترور او وحشت څخه چې پر دوی تحمیل شوی دی، خلاصون ومومي.

حامد کرزي د امریکا له ځانګړي استازي څخه وغوښتل چې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت دې د افغانستان اندیښنو او دریځ ته په پاملرنې سره د دغه دفتر د پرانیستلو د څرنګوالي په اړه افغانستان ته په کتبي ډول لازم ضمانتونه ورکړي. حامد کرزي د دغې کتنې په سبا د کلیو د پراختیایي شوراګانو څلورم ملي مشورتي کنفرانس په نامه د ارګ د سلام خانې په ماڼۍ کې د کلیو د پراختیا وزارت لخوا په جوړه شوې غونډه کې وویل: موږ په هېوادکې د سولې د ټینګښت لپاره " ډیر په احتیاط " قدم مخ پر وړاندې اخلو. نژدې او لرې پردي قدرتونه غواړي چې زموږ د سولې له آرزو څخه په افغانستان او سیمه کې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره استفاده وکړي. ولسمشر کرزي همدا راز د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له رئیسانو او د سیاسي اپوزیسیون له مشرانو سره ولیدل او او هغوی یې له وروستیو انکشافاتو څخه خبر کړل. کابل ته د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي له سفر څخه نیولې بیا په دوحه کې د طالبانو د دفتر تر پرانیستل کېدلو پورې، د نژدې درې اوونیو په اوږدو کې، د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په اړه له واشنګټن او د سیمې له سترو هېوادونو( روسیې، چین، هند او ایران) سره د کابل دیپلوماسي پراخه شوه.

د افغانستان ولسمشر د افغانستان پر اندیښنو او دریځ باندې په مکرر ډول د امریکا له ولسمشر اوباما او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبروکې په ټینګار سره وویل چې په هغه ډول چې د قطر پروسه مخ پر وړاندې روانه ده، افغانستان د خپل ځان لپاره هیڅ رول او د افغانستان د خلکو لپاره پکې هیڅ ګټه نه ویني.

افغانستان ته د ولسمشر اوباما په لیک کې ورکړل شوي ضمانتونه

ولسمشر بارک اوباما د جون په ۱۴مه په یوه لیک کې ولسمشر حامد کرزي ته ولیکل چې " د سولې له عالي شورا سره د مذاکرو د ترسره کېدلو لپاره د طالبانو د دفتر د جوړیدو په لاره کې پرمختګ د ده لپاره امیدوار کوونکی دی." په لیک کې راغلي دي چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان د حکومت له دغه نظر سره موافق دی چې د دفتر پرانیستل باید د سولې د عالي شورا او د افغان طالبانو ترمنځ د مذاکرې لپاره وي. په لیک کې زیاته شوې ده چې " دغه دفتر باید د یو سفارت او یا داسې یودفتر په توګه چې د امارت ، حکومت او د طالبانو د حاکمیت نماینده ګي وکړي، ونه ګڼل شي." په لیک کې په ټینګار سره راغلي دي چې " دغه دفتر او د هغه کارکوونکي باید نړیوالو تروریستي ډلو ته د مالي او نور ملاتړ په برابرولو، په جګړه ییزو فعالیتونو او په تاوتریخوالي کې ښکیل نه وي." امریکایي مقاماتو د قطر د دفتر د پرانیستلو نېټه د جون ۱۸مه چې د نړیوال ایتلاف له ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو د رهبرۍ د انتقال له نېټې سره برابره وه، یاده کړه. د جون په ۱۸مه په دوحه کې د طالبانو دفتر د ولسمشر بارک اوباما په لیک کې د ورکړل شویو ضمانتونو سره په بشپړ تضاد کې پرانیستل شو.

په قطرکې د طالبانو د دفتر پرانیستل او بارک اوباما ته د حامدکرزي لیک

د جون په ۱۹مه، ولسمشر حامد کرزي په یوه لیک کې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ته ولیکل چې د طالبانو د دفتر پرانیستل " په داسې ډول ترسره شو چې ستاسو د جلالتمآب د هغه لیک له محتوا سره کاملا تضاد لري، چې تاسو ماته د جون په ۱۴ رالیږلی و.

د ولسمشر کرزي په لیک کې راغلي دي چې " سوله د افغانستان د خلکو او دولت تر ټولو مهم لومړیتوب دی. سولې ته د رسېدو لپاره موږ د قطر دفتر جوړیدو ته ښه راغلاست ووایه خو نه په دې بیه چې زموږ د هېواد تمامیت، سالمیت، ملی یووالی او د تېرو څه د پاسه لسو کلونو لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ کړي. د سولې د بهیر مشري باید افغانان وکړي. " په لیک کې راغلي دي چې" افغانان به هیڅکله هم اجازه ورنه کړي چې د سولې پروسه د پردیو د اهدافو وسیله وګرځي. په قطر کې خبرې اترې باید د سولې د پروسې د پیل ټکی وګڼل شي او د دغې پروسې نور پړاوونه د هېواد دننه طی شي. د افغانستان د ولسمشر په دغه لیک کې همدا راز راغلي دي چې " د سولې د خبرو اترو له پیل کېدو سره باید زموږ د خلکو او امنیتي قواوو وژنه بنده شي. "

له طالبانو سره د مذاکرې په اړه د افغانستان اوسنی دریځ

په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو څرنګوالي، یو ځل بیا دا روښانه کړله چې طالبان هویت نه لري او یوازې څیرې او افراد دي چې له هغوی څخه د افغانستان د نظام او ملي وحدت د کمزوري کولو لپاره د پردیو لخوا د افزارو په توګه استعمالیږي. د افغانستان دولت سولې ته د رسېدو لپاره چې زموږ د خلکو بنیادي هیله ده، خپلو هڅو ته په بشپړ دقت او احتیاط سره دوام ورکوي. په دوحه کې له وروستیو انکشافاتو وروسته له افغان طالبانو سره د سولې د مذاکراتو دوام باید په افغانستان کې ترسره شي. طالبان باید د افغانستان د خلکو او امنیتي ځواکونو خلاف له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي.

له طالبانو سره د مذاکراتو دوام او په دې لاره کې ټولې هڅې باید د نظام د پیاوړتیا، د ملي وحدت او د تېرې یوې لسیزې د لاسته راوړنو د خوندیتوب سبب شي. یوازې د اساسي قانون پر اساس د نظام پیاوړتیا، د افغانستان د لاس ته راوړنو خوندیتوب، د امنیتي ځواکونو تجهیز او تقویت، کولای شي د سولې، امنیت او د یو واحد او حاکمیت لرونکي افغانستان ضامن و اوسي. افغانستان ته د طالبانو سیاسي راتګ یوازې د یوې سیاسي پروسې له لارې ممکن دی، نه د افغانستان پر خلکو باندې د تاوتریخوالي له لارې.

په داسې حال کې چې افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د دوستۍ او ژورې همکارۍ غوښتونکی دی، که چیرې د طالبانو لپاره د دفتر په جوړیدو په افغانستان کې د جګړې لمن پراخه شي او د طالبانو په لاس د افغانستان د خاورې یوه برخه سقوط وکړي، د افغانستان لپاره به دا کار یو خارجي تجاوز وګڼل شي او په هغه صورت کې به بیا افغانستان له متجاوز هېواد سره په مخالفت کې په جدي عمل لاس پورې کړي.