په افغانستان کې د سولې د خبرو پر وړاندې خنډونه څه دي؟

Image caption دا اوونۍ په ستاسو غږ پروګرام کې له تاسو اورو چې په افغانستان کې د سولې د بهیر پر وړاندې لوی خنډونه څه دي؟

افغان او امريکايي چارواکو يو ځل بيا طالبانو سره د سولې په خبرو ټينگار کړي او وايي د طالبانو له خوا د بريدونو له زیاتیدو سره سره د سولي خبرو ته هوډمن دي.

خو له تېري يوې اوونۍ راهېسې چې د قطر په دوحې ښار کې طالبانو لپاره دفتر پرانستل شوی لا د طالبانو، افغان حکومت او يا هم له امريکايي چارواکو سره مخامخ خبرې نه دي شوي.

خو تېره شپه ولسمشر کرزي او ولسمشراوبا ما د خپلو اوږدو ټېلېفوني خبرو پرمهال د افغانستان او متحدو ايالاتو ترمنځ د نورو مهمو مسایلو ترڅنگ يو وار بيا د قطر د دفتر له لارې طالبانو سره د روغي جوړي په خبرو ټینګار وکړ.

دا اونۍ ستاسو غږ پروگرام کې غواړو له تاسو درنو اوريدونکو واورو چې په افغانستان کې د سولې د خبرو د بهير پر وړاندې خنډونه څه دي؟ حل لارې يې کومې دي؟

په دې اړه خپل نظر يا پوښتنه د بريښنا ليک يا فيسبوک له لارې راسره شريکولى شئ.همدا راز کولاى شئ خپرونې ته مخامخ زنگ ووهئ شمېره مو ده: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د اېس اېم اېس/ لنډ لیکلي ټېلېفوني پيغام لپاره دغه شمېره وکاروئ.

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸او د برېښنا ليک لپاره مو پته ده :

Pashto@bbc.co.uk

ورته مطالب