د پروفېسر راز ياد او د هغه د ياد راز

Image caption پروفېسر راز محمد راز هم د روان کال د جون پر ۲۳مه ومړ.

پروفېسر راز محمد راز هم د روان کال د جون پر ۲۳مه د ۶۳ کلونو په عمر کې له دې جهانه خپله کډه په شا کړه. دا راته ډېره نامناسبه ښکاري چې پر راز دي څوک هغه مرثيه ووايي کومه چې موږ پر خپل هر مړي ويلې.

په پښتو ادب کې د تکرار د يوې اوږد مهالې څپې مخالف پروفېسر راز بايد چې په هغو ټکو کې ياد نه کړو، کوم چې موږ د خپل هر مړي سر ته تکرار کړي.

د پښتنو په فکري رويوو کې د جمود په ولاړ ډنډ کې ډبرې غورځوونکي راز د پښتنو د فکري سرچینو په هکله ځينې ډېر رسا تنقيدي رازونه درلودل.

د سوېلي پښتونخوا په پښين غوندې وروسته پاتې ټولنه کې راز جوړېدل په خپله يو راز دی او دا هم يو ډېر لوی راز دی چې راز څنګه د ملکانو په يوه کورنۍ کې ملک نه شو بلکې شاعر، ليکوال، فلسفي او استاد شو.

پوښتنه دا پېدا کېږي، چې شاعر، ناول لیکوونکی، نقاد او استاد راز محمد راز د خپلو پښتنو لپاره ولې يو راز غوندې پاتې شو او ولې په خپل ژوند د ولس د ذهنونو په يوه پراخه ساحه کې مېشت نه شو؟

د دې ډېر لاملونه دي، خو بنيادي لامل يې دا دی چې راز هغه خبرې نه کولې کومې چې خلکو نه غوښتل وا یې وري.

هغه د لوستونکو معيار ته ځان راټيټول نه غوښت بلکې لوستونکي يې د ځان معيار ته اوچتول غوښت.

د هغه له خپل علمي او تخليقي کار سره کار و، د ټلوېزیون پردې او د دريځ ساحې ته راتلل يې کار نه و ګڼلی.

هغه به زياتره پر هغو موضوعاتو ليکل کول، چې تر اوسه زموږ په ټولنه کې کږل شوي يعنې taboo پاتې شوي.

آخر د راز مقدمه څه وه او د پښتو ادب له مجموعي صورتحال او رويې څخه مطمئين ولې نه و؟

په خپلو ټولو ليکنو کې يې خپله دا مقدمه وړاندې کړې چې په "پښتو ادب کې د نوو فکري خوځښتونو لارې تړلي."

پښتو ادب په مجموعي توګه نه يوازې په جمود اخته او اموخته بلکې له جمود څخه خوند اخيستونکی دی.

د دې لويه وجه يې دا ښووله چې "پښتو ادب ټول عمر په يو څو تنګو فکري داېرو کې څرخېدلی"، د پراخې دنيا له پراخو فکري مېلاناتو سره يې ربط نه دی لرلی او آفاقي موضوعاتو ته يې رسايي نه ده کړې.

هغه به ويل چې "پښتانه اديبان لا تر اوسه له نوو جمالياتي، جنسياتي او فلسفيانه رجحاناتو سره نه دي اشنا شوي."

پر اکثرو موضوعاتو هم هغه څه وايي څه چې په پښتو کلاسيک کې څو سوه کاله پخوا ويل شوي.

د راز ارمان و چې پښتو ژبه بايد فلسفه ولري، ادبي او تنقيدي تيوريانې ولري او د تخليق پراخه کايناتي مخاطبه ولري.

راز صاحب د افغانانو په وطن کې د روانې ورانۍ له غمه هرګز بې غمه نه و، خو مدعا يې دا وه چې دې غميزې بايد شهکارونه زېږولي وای، روايتي پارچو ته يې جنم نه وای ورکړی.

ما چې ورسره کله هم بحث کړی و، دا خبره يې راته ډېره صفا کړې وه چې پښتانه شاعران چې دا وخت د خپل وطن د غميزې په هکله څه ډول شاعري کوي، کله چې دا غميزه پای ته ورسېږي، دا شاعري به هم ورسره پای ته ورسېږي يعنې مړه به شي.

هغه زموږ د دې اوسني شعري روايت يو اوږد عمر نه ليد.

ما به ورڅخه دا پوښتنه ضرور تکراروله چې موږ دې ولې د خپل شعر اوږد عمر ته دومره هم فکر مند شو او موږ دې څنګه خپل ټولنيز حالات له خپلو تخليقاتو منها کړو؟

زه د خپلې دې پوښتنې لپاره نن هم ځواب نه لرم. نن راز صاحب نشته، خو د هغه مدعا شته او هم زما پوښتنه شته.

د هغه د مدعا او زما د پوښتنې خپل بنياد دی. هغه د تخليق آفاقي معيارونو ته وفادار و او زه د خپل وطن له سياسي حالاتو ستړی!

راز صاحب د روايت او جديديت تر منځ په يوه اوږده شخړه کې ګېره ټولنه کې له پښتنو اديبانو ما بعد جديديت (Post-modernism) ته د پاملرنې غوښتنه کوله.

هغه له بنيادي تعليمه بې برخې قام ته ډېره ګرانه فلسفه ښووله. هغه يوې داسې ټولنې ته د "کاسمک سيکسولزم" غوندې دروند اثر وړاندې کړ، په کومه ټولنه کې چې پر جنسياتو باندې بحث ځان ته کار کتل وي، ځان د خوله ورو د پروپاګنډ په خوله ورکول وي.

د پښتنو په ټولنه کې تر اوسه جنسيات او فحاشي د يو او بل انډول توري پاته شوي. دا يوازې د پښتنو هم نه بلکې د يوې ډېرې پراخې عقيدوي ټولنې ستونزه ده.

له راز صاحب سره چې ما کله هم ليدلي و، د روايتي جوړ پخېر وروسته به يې سمدستي ويل، "مجلس خو به نو کوو."

مجلس يعنې پر ادب، ژبه، سياست، کرکتنه او نظرياتو خبرې خو به نو کوو، له هغو څو مجلسونو ماته يو درې څلور ډېرې مهمې خبرې يادې دي:

اول

راز صاحب يوه ورځ ويل که څوک ماته ووايي چې ته ما ته اوس په نورمال کېفيت کې د خپل ناول يوه مکالمه وليکه نو زه به يې و نه ليکل شم ځکه چې دا زما کمال نه دی، بلکې د يو ې تخليقي لمحې کمال دی.

کله چې هغه تخليقي لمحه ختمه شي، هر ډول سټايل، مکالمه، پلاټ، منظرکشي او سسپنس هم ورسره ختم شي.

هغه به ويل ډېر کله داسې وشي چې يو څوک ورته ووايي چې ستا په ناول کې داسې يوه خبره هم ليکل شوې.

راز صاحب به ويل چې زه د هغې خبرې په رايادولو کې ناکام شم، ځکه چې هغه وخت زه په نورمال حالت کې يم، ما هغه خبره د تخليقي لمحې تر کېفيت لاندې ليکلې وي.

دویم

راز صاحب د خدای، کايناتو، مذهب، مابعدالطبعياتو، ژوند او مرګ په هکله ډېرې زياتې خبرې کولې. د هغه په ټولو کتابونو او ليکنو کې همدا خبرې دي. دې لانديني شعر خو يې ډېر زيات متضاد غبرګونونه وزېږول:

تا ته ځکه زما د غم اندازه نه شي

تا د خدای مينه ليدلې نه ده خدايه

راز صاحب به ويل ډېر کله داسې وشي، چې هغه ته يو څوک د هغه د مذهبي سوچ د معلومولو په موخه راشي خو چې کله هغه وويني او نظر يې واوري، نو د هغه له مذهبي حېثيت څخه ډېر اغېزمن لاړ شي.

راز صاحب به ويل "د پښتنو بنيادي ستونزه دا ده چې د مذهب او ملايت تر منځ توپیر نه شي کولی."

دا دوه ډېر بېل شيان دی، مذهب يو مابعدالطبعياتي او الهامي حقيقت دی خو ملايت يو سياسي نظام دی.

هغه به دا هم ويل چې د يو شاعر او فنکار خدای د عامو انسانانو له خدايه بېل وي.

د شاعر او فنکار پنځونې بايد د عامو انسانانو د عقايدو منځې نه وي.

درېیم

راز صاحب دا خبره هم کوله، چې د هغه پر شاعري چې څوک نقد کوي، هغوی د هغه پوره شاعري نه ده لوستې.

يوازې يو شعر پېدا کړي، له خپل کليته يې بېل کړي او د هغه د ټولې شاعرۍ په هکله پرې فېصله جاري کړي.

هغه به ويل د هرې شاعرۍ خپل کليت وي، که هغه کليت له پامه وغورځول شي، ممکنه نه ده چې په هغه شاعري دي څوک پوه شي.

څلورم

راز صاحب د يو سياسي بحث پر مهال را ته وويل چې د هغه سياسي هدف يو سړی ډېر په اسانه درک کولی شي.

هغه ويل که تاسو زما په ناولونو کې بېلابېل کريکټرونه وګورئ نو هغوی چې کله د پښتنو په وطن کې قدم وهي نو د ډيورنډ کرښه په مخه نه ورځي يعنې د ډيورنډ پر کرښه دا ډول تېر شي، لکه په منځ کې چې هېڅ نه وي، لکه ټول چې يو افغان وطن وي.

د راز صاحب د ليکنو يو ډېر لوی کمال دا و، چې ټولې به په استهفاميه انداز وې، له سوالونو به ډکې وې، لوستونکی به يې د ځواب لټولو په يو کړاوجن کار پسې رواناوه.

د راز صاحب تر اوسه درې ناولونه خپاره شوي، "دي هولي سينرز"، "عاشو، لمر او باران اوري"، او "کابل ړنګ دی مينې ژاړې".

پر دې ناولونو تر يو حده ما هم خپله رايه پر مختلفو ځايونو څرګنده کړې، خو دا د يو ډېر لوی بحث تقاضا کوي، چې د دې ليکنې لمن يې نه شي ځايولی.

دوې شعري ټولګې يې خپرې شوي، "د صليب په دايرو کې مات وزرې زاڼې ژاړي" او "اوشنيک ګاډيس". دلته يې له شاعرۍ يو څو بېلګې رااخلو:

د پښتون هېواد په څېر يې سره بېل کړو

زموږ په منځ کې هم د کرښو عذاب توی شو

***

لکه درخته په رېښو د ځان غره وم

شا ليلا مې قرار ځمکه له پښو وکښه

***

لکه خدای د فاصلو عادت يې خپل کړی

اې شاعره د ليلو تر ستم جار شم

***

ژوند بې وخته څه امکان لري باداره

تللي يار مې زمانې ورسره يووړې

"اوشنيک ګاډيس (Oceanic Goddess) د نثري نظمونو ټولګه ده، د مينې ۲۹ نظمونه چې د اوږدې ناروغۍ پر مهال چې کله په کراچۍ کې بستري و، هلته يې د سمندر پر غاړه ليکلي.

ګرانې ...... ما په ماځيګر کې

په نمجنو سترګو سمندر ته وويل

چې خدای له ما سره يوه لار هم نه وړي

هغه راته وويل

چې ته اکثره د يو خواستګر په څېر

خپل ځان ور پېژنې

خواست مه ورځنې کوه، مينه ورسره وکړه

په خپله به دي هر طلب د هغه ښکلي خدای

پر زړه باندې د يو ښکلي حکم

په حېث ومنل شي.

د سوچ، جستجو، لټون، جسارت، مينې، اضطراب او ناقرارۍ په لوی څپاند او بهاند سمندر کې لامبوزن شاعر اوس په موږ کې نشته، خو 'مرګ انجام د هستۍ نه دی'، دا د راز صاحب عقيده هم وه.

هغه مرګ د ژوند د اختتام په مانا نه و اخيستی، د راتلونکي نقادان به دې ته ضرور متوجه شي، چې راز به د وخت په تېرېدلو سره نوی جنم کوي او نوي انکشافات به کوي.

تمه ده داسې وخت به راشي چې راز پېژندل به آسانه شي، وطن به جوړ شي، د ټولنيزو علومو ادارې به ودانې شي، تنقيدي شعور به عام شي، د راز ارمان به پوره شي، زموږ د ټولو ارمان به پوره شي.

کوچ کولو ته له ځانه مې زړه غواړي

ارتقاء د ژوند لرمه په وفات کې

ورته مطالب