په خپله سیمه کې پر څه شي ویاړئ؟

Image caption دا اوونۍ په ستاسو نظر پروګرام کې له تاسو اورو چې په خپله سیمه کې پر څه شي ویاړئ او ولې؟

د هرچا په ژوند کې ځیني شیان وي چې ویاړ پرې کوي.

هر څوک چې په یوځای کې زېږدلی او لوی شوی وي له هغې سیمې سره مینه لري او ویاړ پرې کوي.

کیدای شي دغه ویاړ د سیمې د آب هوا، میوو، طبعي زیرمو، ښکلا، تاریخي ځایونو، اشخاصو، لوستو خلکو، دود دستور یا داسې نورو له امله وي.

تاسو په خپله سیمه کې پر څه شي ویاړئ او ولې؟

دا اوونۍ (د جولائ ۲مه ) په ستاسو نظر پروګرام کې مو همدا پوښتنه له اوریدونکو کړې چې دلته یې تاسو تکرار اورئ.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.