دا ډزې بندې کړئ، زاره مي چووي

Image caption ډزې داسې مهال وشوې، چې مازدیګر مهال سلګونه ځوانان د تفریح لپاره میله ځایونو ته ځي.

د جمعې په مازدیګر له ماشومانو سره د تفریح په نیت له کوره ووتم.

بازار ته په رسېدو مي د ډزو غږ تر غوږو شو.

که په افغانستان کې ډزې اورېدل یوه عادي خبره ده، خو بیا هم انسان ته تشویش پیدا کوي.

فکر راسره پیدا شو، چې د جمعې په مازدیګر سلګونه ځوانان د تفریح لپاره میله ځایونو ته ځي.

ډزو هم زور ونیو، وړاندې تګ ته مي زړه نه کېده، شاوخوا ټول ښار ډزې اورېدې خو په علت یې هېڅوک نه پوهېدل.

هر چا د یو بد خبر انتظار کاوه.

په ډزو پسې د درنو چاودنو غږونه هم واورېدل شول، خبره نوره هم ورانه ښکاریده.

شاوخوا مي کتل چي نژدې هر چا ټلیفونونه غوږ ته نیولي دي.

څنګه چې د ډزو غږ زیاتېده، په ښار کې ګڼه ګوڼه لږېده. څو کاله وړاندې یوه شپه مي رایاده شوه، چې لښکرګاه کې ټوله شپه نښته روانه وه.

له هغه راهیسې مې بیا دا دی اوس دومره نژدې پرله پسې ډزې واورېدې.

خو وروسته خبر شوم چي دا د خوشحالۍ ډزې وې. خدایزده چې ټول ښاریان به څه وخت خبر شوي وي او ساه به یې اخیستې وي.

د خوشحالۍ ډزې په څه مانا؟

هغه وخت چي انسانانو ساعت، جنتري، راډیو، لوډ سپیکر او... نه لرل، نو د خلکو د خبرولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخیستل شوی، لکه د لوګي پورته کول، په لوړ غږ خلک را بلل، جار وهل او...

کله چې انسان پرمختګ وکړ، نو د توپونو د ډزو په مرسته به یې خلکو ته خبر ورکاوه، چي پېشلمی پای ته ورسېد، د ورځې ۱۲ بجې شوې، د روژه ماتولو وخت دی، سبا ته روژه ده، اختر میاشت ولیدل شوه او داسې نور.

ټول خلک په دې پوهېدل، چې د توپ ډز په څه معانا دی او اکثر وخت به ورته خوشحال هم وو.

افغانستان کې د توپ د ډز دود له ۵ مې نیولې تر ۱۸مې پېړۍ پورې دوام کړی، چې اوس هم کابل کې د توپ په نوم غونډۍ شته.

خو په وروستیو کې چې وسلې زیاتي شوې، نو ډزو د نورو خوشحالیو ځای هم و نیو، لکه د نارینه ماشوم زېږېدل، د واده او کوژدې د خبرتیا لپاره او بلاخره داسې شوه چې ترکومه به د شپې په هوا کي د ټوپک له خولې رسانې ( رڼاکوونکې) مرمۍ پورته نه شوې، د اختر راتلو په خبره باور نه کېده.

۹۰مه لسیزه کې موږ په کوټه ښار کې وو، یوه شپه سخته زلزله شوه، ټولو د کور غولي ته منډه کړه، دې وخت کې هم پر اسمان د اختر شپې غوندې مرمۍ پورته کښته کېدې، دوی غوښتل خلک له زلزلې خبر کړي. خو چي ټول د باندې وو نو تر زلزلې زیات ډزو ووژل.

یو چا راته وویل، دروسانو له تګ وروسته چي خورا زیاتې مرمۍ راپاتې شوې، نو په ځینو سیمو کي به خلکو د اختر په شپه د اسمان پر مخ په مرمیو خپل نومونه لیکل او یو د بل په سیالیو به یې هڅه کوله تر نورو زیاتې سرې مرمۍ د شپې په توره سینه کي اسمان ته پورته کړي.

خو هغه مهال چي کال کې به چا ډز نه اورېد، چا به خواشینوونکی خبر نه و اورېدلی، مړي به وو، خو د ټوپک مړي پکې خورا لږ وو، هغه وخت ډزې د خوشحالۍ سمبول وې، کلي کې به ډزې وشوې ټولو به وویل "د پلاني زوی پیداشو ، د پلاني دسمال یې راوړ"

نوی تعبیر

خو نن خلک له ډزو کوم تعبیر اخلي، مرګ، درد، بدبختي، کور خرابي، یتیم، کونډه، دښمني او...

نه پوهېږم خلک په داسې حساسو حالاتو کې لا هم ولې د خوشحالۍ لپاره ډزې کوي. دکومې پېښې په اړه چې مې دا لیکنه وکړه هغه د یوې لوبې خبره وه، کله چې یوې لوبډلې د فوټبال پای لوبه وګټله، نو دا قیامت یې جوړ کړ. که ډزې دخوندور څه وي هم، ښايي یوازې د لوبغالي کسان به خوند ورنه اخلي نور د لکونو کسانو زړونه بې ځایه کول دي.

یو بل وخت هم په یوه دوکان کې ولاړ وم، چي د سړک په منځ کې ډزې وشوې، ټولو دوکانونه په ځان پسې و تړل، زه هم یوه دوکان کې بند پاتې شوم، وروسته معلومه شوه، چې دا د یو جناب د زوی واده وو، چې له دغه ځایه تېرېده، باور وکړئ تر ماخوستنه مي زړه په ځای کې نه و.

د دولت خوارکي هم لکه چې د دې شیانو پر وړاندې څه په وس نه دي پوره.

یو ډز سلګونه ترخې خاطرې را ژوندۍ کوي.

نو دا ډزې بندې کړئ، زاره مې چووي.