آيا روژه يوازې له خوراک او څښاک نه ډډه کول دي؟

Image caption د نړۍ څه د پاڅه يونيم ميليارد مسلمانان د روژې په تياريو بوخت دي.

د روژې د مبارکې مياشتې په درشل کې د نړۍ څه د پاڅه يونيم ميليارد مسلمانان د روژې په تياريو بوخت دي.

په دغه مبارکه مياشت کې تر بل هر وخت زيات خپل خالق ته پر عبادت او له ټولو هغو کړنو نه پر پرهېز ټينګار شوى چې ځان او ټولنې ته زيان اړوونکي وي، لکه غصه، غيبت، د خلکو ځورول، تاوتريخوالى، په خپله دنده کې ناغېړي او ډېر نور.

خو آيا زموږ په چاپېريال کې دې ټکو ته پام کېږي که نه؟

ستاسو نظر په دې اوونۍ کې همدې موضوغ ته ځانګړی شوی. که نظر يا پوښتنه لرئ سر له اوسه يې د برېښناليک او يا د خوالۀ رسنيو له لارې راسره شريک کړئ.

د بي بي سي پښتو څانګې ستاسې نظر خپرونه راديويي او انلاين ده.

د بي بي سي پښتو فېسبوک، د بي بي سي پښتو ټوېټر او يا هم د بي بي سي پښتو برېښناليک Pashto@bbc.co.uk له لارې مو نظر او پوښتنو ته سترګې په لار يوو.

خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنگ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيلیفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ستاسې نظر د سې شنبې په ماښامنۍ راديويي خپرونه کې ژوندى خپريږي، خپرونه د افغانستان پر وخت د ماښام پر اووه بجې او ٣٠ دقيقې چې د لندن د مازديګر درې بجې کېږي، په خبرونو پېليږي او وروستۍ نژدې ۳۰ دقيقې ستاسو نظر ته بېلې شوي دي.

ورته مطالب