ستاسې غږ: امریکا سره د امنيتي تړون نه لاس ليک به څه پايلې ولري؟

Image caption ځینو څېړونکو د امريکا د بشپړې وتنې احتمال د کلکې اندېښنې وړ او د دواړو هېوادو د ملي گټو په زيان بللى دى.

يوې معتبرې امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز په لومړي ځل افغانستان نه د ټولو امريکايي سر تېرو د وتو احتمال ته گوته نيولې ده.

د نيويارک ټايمز په يوې وروستې گڼه کې راغلي چې واشنگټن له افغانستان سره د امنيتي تړون په سر د ولسمشر حامد کرزي له دريځه نهېلى شوى او زياتوي دا له امکان نه وتې نه ده چې امريکايان دې د عراق تجربه په افغانستان کې هم تکرار کړي.

په بل عبارت ښايي امريکايان د ٢٠١٤ کال له پايه وړاندې افغانستان نه خپل ټول سر تېري وباسي.

ولسمشر کرزي قطر کې طالبانو لپاره د دفتر تر پرانیستو وروسته له امریکا سره پر کېدونکي امنیتي تړون خبرې ځنډولي دي.

دا اونۍ ستاسو غږ پروگرام کې غواړو له تاسو واروو چې که امريکا سره امنيتي تړون نه لاس ليک کيږي افغانستان لپاره به يې ممکنه پايلې له سياسي، پوځي او اقتصادي پلوه څه وي؟

په دې اړه خپل نظر يا پوښتنه د بريښناليک يا فيسبوک له لارې راسره شريکولى شي. همدا راز کولى شي خپرونې ته مخامخ زنگ ووهئ شمېره يې ده : ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د اېس اېم اېس يا لنډ تيلېفوني پيغام لپاره دغه شمېره وکاروئ ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸ او د برېښنا ليک لپاره مو هم پته ده :Pashto@bbc.co.uk

ورته مطالب