ستاسې نظر: له لاسي پلورونکو مو تجربه څه ده؟

افغان حکومت د سړکونو پر سر د لاس پلورونکو د فعالیتونو د قانوني کولو هڅې کوي.

د لاس پلورونکو فعالیتونه د هېواد د اقتصاد یوه ستره برخه جوړوي.

یوازې په کابل کې ددغو فعالیتونو له لارې شاوخوا یو نیم میلیون ډالره لاس په لاس کیږي.

کابل ښاروالۍ وايي دغه کسان د حکومت په وړاندې هیڅ راز مسؤلیت نه لري، خو هغه ستونزې یې چې رامنځ ته کړي سترې دي.

خو لاس پلورونکي بیا وايي دوی د وزګارتیا او سختې بې وزلۍ له امله دې کار ته مخه کړې ده.

تاسو په خپل ښار کې د لاس پلرونکو په اړه خپل حال راته ووایئ؟ ستاسو په آند لاس پلرونکو څه ستونزې رامنځ ته کړي او څه مسؤلیتونه لري؟

تاسو کولای شی خپل نظر او یا پوښتنه د بي بي سي په پښتو فیسبوک کې ولیکئ. او یا هم هم موږ ته ټیلیفون وکړﺉ او خپل نظر راسره شریک کړﺉ.

د دوشنبې په ماښام اته بجې د خپرونې د خپرېدو پر وخت په دې شمېرې موږ ته زنګ وهلی شئ:۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰

او که غواړﺉ چې موږ تاسو ته زنګ ووهو نو خپله د ټیلیفون شمېره مو موږ ته راولېږﺉ.