لونګ: سياسي فرهنګيان او فرهنګي سياسيون

پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل ۳۰ مه، کليزه وه. بي بي سي یې پر اغېزو، زيانونو، ورڅخه زېږېدلو ستونزو او له يرغله وروسته دېرشو کلونو کې د افغانستان پر بدلونونو باندې ځانګړي پروګرامونه جوړول.

د همدغې لړۍ لپاره مې د يوه داسې چا خبرې په کار وې، چې په پوځ کې يې کار کړی او د پوځ د کار پر باريکیو وپوهېږي.

د ټيليفون شمېرې مې وکتلې او يو پخوانی جنرال مې پکې پیدا کړ، ده په پخوانيو حکومتونو کې پر ډېرو لوړو څوکيو کار کړی و. د مرکې وخت مې ورسره وټاکه.

مرکه مې ورسره وکړه او وروسته يې راسره خصوصي خبرې پيل کړې، د ګوندونو په اړه يې راته وويل، چې غړيتوب يې لرې او کنه؟ زما له ځوابه وروسته يې راته د خپل ګوند، ډېر بروشرونه او نور چاپي توکي راکړل او راته يې وويل چې زموږ ګوند ته راشه.

سملاسي بهانه مې بي بي سي او خبريالي وه، او له دې ښاغلي مې معذرت وغوښت، چې زما دنده اجازه نه راکوي، چې د سياسي ګوند غړی و اوسم. سړي ټینګار وکړ، چې که سملاسي ګوند ته نه راځې نو دغه مواد مطالعه کړه بيا راشه.

څه موده مخکې مې پخپلو کتابونو کې ددغه ګوند هغه کاغذونه پيدا کړل، چې ماته يې په ۲۰۱۰ کال کې راکړي او سرسري مې ولوستل. نه پکې نوې خبره او نه داسې څه چې يو سړی ګوند ته ور جذب کړي.

څو ورځې مخکې له بل سياستوال سره ناست وم. ويل يې ګوند مې جوړ کړی او د ده په ټکو هېواد شموله ګوند دی. د ګوند منشور يې راکړ، زما يوه ملګري ورته وويل، چې دا خو داسې دی لکه د پلاني ګوند. سياستوال ورغبرګه کړه کېدای شي اوس به همداسې خو موږ په کې بدلونونه راولو.

تېرې ولسمشريزې ټاکنې پای ته ورسېدې، پايلې اعلان شوې. په يوه مجلس کې له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره کېناستو. زما په څېر لسګونه نور ځوانان، روڼاندي، او هغه کسان و، چې پر هېوادني او ملي سياست يې باور درلود.

ډاکټر اشرف غني احمدزي وويل، تېرې ټاکنې به نورې هېرې کړو، چې هر څنګه وې، خو زموږ کار به اوس پيلېږي. ناستو ملګرو ټولو داسې وانګېرله، چې کېدای شي ښاغلی ډاکټر به د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره هلې ځلې پيلوي.

هماغه ورځ شوه او بيا مو تر اوسه له ښاغلي اشرف غني احمدزي سره د سياست په اړه يوه خبره هم تبادله نه کړای شوه.

دا په افغانستان کې د ګوندونو او سياستوالو، عمومي انځور دی، يو نيم که د دې انځور خلاف ښه خيژي، هغه به نو داسې وي، لکه سړی چې په توره شپه کې چې، پر توره ډبره باندې، د تور ميږي پښې ويني.

نهيلي

د افغانستان پر لار روکو سياسيونو مې هومره زړه نه خوږېږي، لکه په دوی پسې روان زما همزولي او زما په منګ ځوانان چې دي. زموږ په اوسنيو سياستوالو کې ډېر لږ خلک پر سياست باور لري او په دوی کې بيا ډېر لږ داسې دي، چې په هېوادني او ملي سياست باورمن وي.

دلته اکثره سياستوال او تر دې بده دا، چې د ګوندونو مشران، د ګوندونو پر ضد تبليغات کوي. زموږ په وطن کې د سياست په اړه يوه جالبه خبره دا ده، چې د هر ګوند له مشرانو سره په ناسته کې به يې لومړۍ خبره درته دا وي، چې: ''په افغانستان کې سياسي ګوندونه بدنام شوي دي، خو دا په دې مانا نه دي، چې سياسي ګوندونه دې جوړ نه شي''. دولت هم پر ګوندي سيسټم باور نه لري او ان د ډيموکراسۍ د يوه اصل په توګه هم ورسره چلند نه کوي.

''په افغانستان کې له طالبانو وروسته ملت جوړونه'' کتاب ليکوال او د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی جيمز ډبين،پخپل دغه کتاب کې د ولسمشر کرزي په اړه ليکي: ''سیاسي ګوندونه په افغانستان کې بده مخينه لري، هغه (کرزي) محسوسوله، چې دا به ښه او د وطن په ګټه وي، چې د هېواد ولسمشر له سیاسي ډلو څخه جلا وي. په اخر کې هغه بلاخره تصمیم ونیو، چې له هېڅ کوم سیاسي ګوند سره ځان یو ځای نه کړي''.

ګوندونه چې د ډيموکراسۍ يو مهم رکن دی، په دې ډول چلند ورسره کېږي. همدغه سياستوال چې وايي، په افغانستان کې سياسي ګوندونه بدنام شوي دي، او بيا هم وايي چې بايد ګوندونه ولرو، دوی هم تر دې وړاندې ډېر تللی نه شي. دوی ته تر ټولو سخته پوښتنه دا ده، چې افغانستان په دغسې شرايطو کې څنګه ګوندونو ته اړتيا لري؟ د څنګه پوښتنه نو ډېره سخته ده.

دلته داسې ګوندونه شته، چې د يوې کورنۍ ګوند وي، د يوه قوم ګوند وي، د يوې سيمې ګوند وي، د يوې ژبې ګوند وي او داسې ګوند هم شته، چې په ځانګړو زماني او مکاني شرايطو کې جوړ شوی وي. وړم کال د پخوانيو چارواکو، په اصطلاح کارپوهانو او ځينو هغو کسانو، چې ځانونه نخبه ګان بولي، يو ګوند جوړ کړ.

ددې ګوند کړنلاره او تګلاره ما د يوه راپور لپاره ولوستله. يو ځای يې ليکلي و، چې د ګوند يو هدف دا دی، چې په هېواد کې سوله راشي. په هېواد کې د سولې راتګ مهم دی، خو کله چې سوله راشي نو بيا به دا ګوند څه کوي؟ د ملګرو ملتونو يوه اصلي څانګه د قيموميت شورا نومېده چې د ۱۹۹۴ د نومبر پر لومړۍ نېټه يې فعاليت پای ته ورسېد.

دا شورا د يوه مشخص هدف لپاره جوړه شوې وه او چې هدف ختم شو، ددې کار هم ورسره ختم شو. د سولې په اړه د دغه ګوند له دريځ سره ماته د قيموميت د شورا برخليک راياد شو او داسې مې وانګېرله چې که په وطن کې سوله راشي، پر هغې ورځ د دغه ګوند کار پای ته رسېدونکی دی.

سياستوال

زموږ اوسنۍ ټولنه چې د سياسي بلوغ پر لور يې سفر پيل کړی، نو دوه ډوله سياستوال يې رامنځته کړې دي. يو هغه دي چې وس لري ، زور لري او وړتيا لري، خو عاطفه نه لري، بل هغه دې چې عاطفه لري خو نه زور او نه وس لري.

لومړۍ ډله چې ناخوالې وينې سملاسي وايي، چې په هر هېواد او هره سيمه کې داسې پېښې کېدای شي، نو ډېر زړه بايد ورته و نه خوړل شي او بله دا، چې افغانستان خو جګړه ځپلی هېواد دی، دلته هر څه پر يوه ورځ نه سمېږي. دويمه ډله چې ناخوالي وينې يا شعر ورته لیکي او يا بله عاطفي ليکنه ورته کوي او بيا په ويبپاڼو او ورځپاڼو کې چاپوي.

ممکن په دغسې کړنه باندې د دوی وجدان ارامي احساسوي او داسې به يې ګڼي، چې د هغه وږي ماشوم، ناروغې مور او بوډا پلار پر وړاندې يې خپل مسوليت ادا کړی دی، چې دوی يې پر سر سياست کوي او پر رايه يې امتياز اخلي.

خو زه وېرېږم چې دا زموږ سياسي فرهنګ نه شي. فرهنګونه د همدغسې ټولنيزو تړونونو په ترڅ کې رامنځته کېږي، او که ټول سياستوال يا ځان په شعر خلاص کړي او يا هم ووايي، چې د نړۍ په هر ګوټ کې داسې ستونزې رامنځته کېدای شي، نو دا کار به موږ د سياست يوه بل ګړنګ ته ور ټېل وهي.

کله چې د افغان سياستوالو په اړه څېړنه کوو نو دا دويمه ډله سياستوالو ته سړی فرهنګي سياسيون او يا سياسي فرهنګيان هم ويلای شي.

په عملي ژوند کې دوی اکثره هغه خلک دي، چې ډېر سرو کار يې له ادب او فرهنګ سره وي، خو يا شخصي او يا ټولنيزو مجبوريت اړ کړي وي، چې سياست ته را ودانګي. دوی بيا په سياست کې هم د يوه فرهنګي په توګه چلند کوي.

زما په نظر سياست او فلسفه په يوه شي کې ډېر سره نژدې دي. دواړه عقل ته ډېره اړتيا لري. د سياسي انسانانو پرېکړې او نظر کېدای شي له عادي انسانو سره توپير ولري او لامل يې دا دی، چې عادي انسانان له مسايلو سره عاطفي چلند کوي او سياسيون يې د عقل په تله تلي، ګټې او تاوان ته يې ګوري، له همدې کبله کېدای شي دا فرموله عامه شوې وي، چې په سیاست کې دايمي دوست او دښمن نشته، خو د عاطفي پر بنسټ کېدای شي يو څوک تل د چا دوست او بل يې تل دښمن پاتې شي.

کله له بله اړخه دغې مسلې ته وګورو نو بيا به دغه خلک په سياسي فرهنګيانو باندې تعبيروو. دوی د سياست پر دريځ هم هغسې چلند کوي لکه د ادبياتو په کومه مشاعره او يا کومه هنري غونډه کوي.

د سياسي فرهنګيانو تعبير کېدای شي، ځينې خلک د هغو معامله ګرو فرهنګيانو لپاره هم وکاروي، چې فرهنګ د يوې الې په توګه، د خپلو شخصي او سياسي ګټو لپاره کاروي. دغه خلک چې موږ ورته سياسي فرهنګيان او يا فرهنګي سياسيون ويلای شو، دوی د سياست او فرهنګ تر منځ کرښې ګډې کړې دي.

که څه هم سياست خپل فرهنګ لري او سياسي فرهنګ هم کېدای شي چاته دا اجازه ورنه کړي چې سياست دې له عمومي فرهنګي چارو سره شريک کړای شي، خو موږ يوه وروسته پاتې ټولنه يو او د خالصو سياسيونو تر پيدا کولو پورې لا ډېر واټن لرو.

زما لپاره اوس اصلي مسله دا ده، چې نه سياسي فرهنګيان او نه هم فرهنګي سياسيون زموږ د ټولنې درد دوا کولای شي. له همدې کبله موږ اړ يو، چې په درېيم انتخاب پسې ورګرځو، داسې سياستوال ومومو چې،سياست ته د سياست له سترګو وګوري، د ستونزې د حل عملي طرحه، فکر او تر دې ټولو ور ها خوا د سياسي تصميم جرات ولري. او په دا بل اړخ کې يې داسې کسان وګورو چې فرهنګ د سياست د وسېلې په توګه نه، بلکې د ټولنې د شعور د لوړېدو لپاره وکاروي

دانشګاه او پوهنتون

له ماشومتوبه مې عادت دی چې په ښار کې د دوکانو لوحې او بيلبورډونه لولم. څو ورځې مخکې په ښار کې روان وم، د خصوصي پوهنتونونو لوحو ته مې پام شو، چې هر څومره مې سترګې وغړولې او هر څومره ډېر بيلبورډونه مې ولوستل، يوه هم((دانشګاه)) نه وه ليکلې، بلکې ټولو ''پوهنتون'' ليکلی و.

زه چې په پوهنتون کې وم، نو دوه کاله مو څو څو ورځې د دانشګاه او پوهنتون د ټکي پر سر مظاهرې وکړې او درسونه مو قضا کړل. هغه کسان چې دغې مسلې ته به يې لمنه وهله، پر دانشګاه دومره ټينګ ول، چې ان يوه ورځ خو يو څو وکيلانو د کابل پوهنتون د ليليې په دروازه کې دانشګاه پلوه محصلينو ته پېغور ورکړ، چې ''په امريکا کې تور پوستی ولسمشر کېدای شي او په افغانستان کې تاسې يوه لوحه نه شئ بدلولای''.

اکثره دغه کسان ما پېژندل او اوس يې ډېرو په کابل کې خصوصي پوهنتونونه جوړ کړي دي. دوی اوس نه د خپل پوهنتون پر لوحه دانشګاه لیکي او نه يې په اعلاناتو او بيل بورډونو کې ليکي، بلکې هر ځای يې پوهنتون ليکلی وي. له دې څخه ښکاري، چې موږ څرنګه مسايل سياسي کوو او پر تورو باندې څنګه سياست او ګټې کوو؟

همدغه کسان سياسي فرهنګيان و، چې پر تورو يې سياست وکړ او اوس ارام ناست دي. دواړه لوري يې يو له بل سره په يوه کاسه کې خوري، خو هغه کسان چې د دوی په لارښوونه يې د ژبې او قانون د حفاظت غږ پورته کړی و اوس هم سره دښمنان دي.

هغه مهال په پوهنتون کې د شرعياتو له کوم استاده چا پوښتنه کړې وه، چې که په دې مظاهرو کې څوک مړ شي نو حکم يې څنګه دی؟ هغه ورته ويلي چې دواړه مردار دي. د دغه استاز خبره هغه مهال داسې راته ښکاره شوه، چې ګني کفر يې ويلی دی، او زه اوس هم په دې فکر کې يم، چې هغو جذباتي محصلينو څنګه پر دغه استاز بريد نه و کړی.

زما باور دا دی، چې زموږ د سياست او فرهنګ دواړو سرې کرښې بايد معلومې وي. فرهنګيان دې سياست پرېږدي او سياستوال دې ځان پر فرهنګي چارو هومره نه بوختوي، لکه يو فرهنګي چې وي، په دې سره به د دواړو ستونزه هواره شي.

ورته مطالب