ستاسې غږ: افغان جمهوريت تاسو ته څه راوړل؟

Image caption داود خان بريالى شو چې د خپلې واکمنۍ لنډه موده کې د افغانستان راتلونکې لپاره د مهموتگلارو بنسټ کېږدي

څلوېښت کاله دمخه همدا شپې ورځې په افغانستان کې د پېړيو سلطنت ړنگ او لومړنى جمهوري نظام ټينگ شو.

د نظام بدلون د يوې کودتا نتيجه وه چې مشري يې د واکمنې کورنۍ يوه مخور غړي او مخکني صدراعظم محمد داود کوله.

د جمهوريت اعلان ته غبرگون جلا جلا و، خو په ټوله کې يې مشروعيت ونه ننگېده، که څه هم دغه ټيکاو تلپاتې نه شو.

کيڼو او ښي لاسو ډلو دواړو په ورته ډول د واک نيولو لپاره هڅې گړندۍ کړې او کورنۍ سيالۍ ونښتې.

خو جمهوريت بريالى شو چې په خپل لنډ ژوندانه کې د هېواد د راتلونکې لپاره د مهموتگلارو بنسټ کېږدي او ځينې يې پلې کړي.

ستاسې له نظره، جمهوريت افغانستان ته څه راوړل؟

راځئ "ستاسې غږ" کې راسره د پنجشنبې پر ماښام خواله وکړئ. زنگ راووهئ: پر ٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

پر موبايل د لنډ ليکلي پيغام يا اېس اېم اېس لپاره شمېره ده: ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

برېښنا ليک موpashto@bbc.co.ukته راواستوئ.

وعده مو پنجشنبه د بي بي سي ماښامنۍ خپرونه.

ورته مطالب