پښتونخوا کالم: روژه په پاکستان کې

Image caption په پاکستان کې روژه داسې وخت راغله چې د بجټ ګراني یې د خلکو نه هېره کړه او ګراني پرې د مذهبي جذبې په شکل راغله.

په پاکستان کې هر کار هر عمل، حتٰى مذهبي احکامات هم ځان ځان ته دي. دا د ډېرو قومونو، ډېرو ژبو، او بېلا بېلو مسلکونو هېواد يادېږى، د ټولو ګټې او غوښتنې د يو بل په ضد دي.

په طبقاتي ټولنه کې یې چې د ورځني ژوند هر طبقه بله طبقه خوري، د مذهب په حواله یې جوماتونه، مدرسې، مکتبونه، منارې او منبرونه، محرابونه، موصلې هم د يو بله ځانګړتيا لري، ځکه یې روژه هم په هره صوبه هره برخه کې ځان ځان ته وي!!

په پاکستان کې روژه، د پښتون افغان ګواهي نشي منل کېدى، د پنجاب ورسره اختلاف وي چې پښتانه په موږ باندې يو ورځ وړاندې روژه راولي، خو په اسمان کې چې پنجاب کله د روژې مياشت وويني نو وايي:

"موږ يوه روژه خوړلې ده!"

بره په افغانستان کې د سعودي عرب سره روژه وي. کوم پاکستانيان چې د افغانستان نه پاکستان ته اختر ته راځي نو دلته ۳۰ روژې پوره کوي.

دغه شان د پاکستان روژه دار درې قسمونه لري. د افغانستان نه راغلي پاکستانيان پوره ۳۰ روژې برابرې کړي.

پښتونخوا کې په يو کم ۳۰ روژو او سرکار په درېم نمبر راځي، سرکاري خطيبان د اختر دوه لمونځونه کوي.

يو عامو خلکو سره د پښتونخوا په روژو کوي، او دویم لمونځ سرکار سره په تنخوا باندې ورکوي.

سږ کال په پاکستان کې روژه سرکار او خلکو د يووالي په توګه وکړه، خو په شمېره کې د سعودي عرب او افغانستان سره ځان شماري، او دا وايي: "يوه روژه مو خوړلې ده!"

په پاکستان کې روژه داسې وخت راغله چې د بجټ ګراني یې د خلکو نه هېره کړه او ګراني پرې د مذهبي جذبې په شکل راغله.

غنم د وړاندې نه کم و، نرخ یې لوړ و، اوس اوړه دومره ګران شوي چې د سرکار د بجټ نه هم سېوا دى، يعنې د تندې په روژه کې لوږه راغله، هسې هم لوږه تنده لازم ملزوم دي.

لوږه وړاندې تنده ورپسې وي، خو د روژې په تنده باندې لوږې هم خپل ځان د خلکو نه هېر نه کړ اوس اوړه ګران شو.

د پاکستان روژه په مجموعي توګه د نرخ، د ګرمۍ، د بجلۍ د پرچاوۍ، د ګېس د کمښت، او نورو ډېرو څيزونو په وجه ګرانه وي، عین داسې لکه دا جهان يو پُلِ صراط!!!

که دې پښه په کرښه کېښوه لاړې وسوې

ژوند په هر قدم کوړکۍ ده لږ په خيال ځه

په پاکستان کې روژه

د پاکستان روژه يو مذهبي رِسم وي، دلته روايت لمانځنه د سرکاري مرتبو سره زيات تعلق لري، لکه سږ کال مسلم ليګ ن د مې ۲۸ مه ''يوم تکبير'' د اټومي چاودنې د تجربې ورځ ځکه ولمانځله چې هغوى په مرکز کې حکومت جوړاوه.

د پاکستان د جوړېدو ورځ هم سرکار لمانځي، ولسونه نه، لکه پنځه کاله ای اېن پي د پاکستان شنې جنډې ته سلامۍ کړې دي، ځکه هغوى په صوبه کې واکمن و، او په مرکز کې هم حصه دار وو.

دا ټول روايتونه رسومات سرکاري وي او سرکار په ولسونو باندې دا روايتونه لمانځي.

روژه هم د يو روايت په توګه، که سرکار یې خپله نيسي او که نه خو احکامات به یې د روژې په احترام کې وي.

Image caption پاکستان کې د روژې په میاشت کې د خوړو بیې لوړې شوې دي.

ټوله ميډيا، ټوله روژه دين دين يادوي، پاپ سندرغاړي یې هم نعتونه وايي.

د پاکستان روژه ګرانه ځکه وي چې څوک د روژه خور لپاره د سزا احکامات جاري کوي هغوى سره د ډاکټر له خوا د روژې خوړلو سند وي.

د پاکستان روژه د ګناه او ثواب نه تاوېږى، ځکه چې اسلامي جمهوريه پاکستان ورته وايي، حالانکې د اسلام او جمهور په کې څه نشته.

د بهر نړۍ لپاره پاکستان ځان ته سيکولر وايي، د اسلامي نړۍ په کتاب کې اسلامي دى.

د جمهوري ملکونو لپاره په جمهوريت دومره يقين لري، چې پخوانى صدر جنرال مشرف هند ته په دوره تلو نو د هغې نه وړاندې یې په پوځي وردۍ کې ځان جمهورى کړ، شېرواني یې واچوله، او د کشمير په هکله خبرو اترو ته کېناست!!!

خو که د پاکستان او هند جمهوريت او مذهب ته وګورو نو د پاکستان جمهوريت باوردي وي، د هند جمهوريت عوامي!

حکومتي چارواکي، سرکار یې هندوان سکهان دي، خو زموږ د مذهب دومره احترام کوي چې په روژه کې نرخونه ارزان کړي او د مسلمانانو د روژې دومره احترام کوي چې مارکيټ ته هر څيز ورکړي، خو په اسلامي جمهوريه پاکستان کې د روژو نرخونه د سرکار نه هم لوړ وي او سرکار ورسره پوره شريک وي.

روژه پښتونخوا کې

د پښتونخوا روژه دار په هره حواله تنګ دي، په لومړۍ روژه بجلي او ګېس نه و، سرکار ویلي و چې په روژه کې به برېښنا او ګېس موجود وي.

د پښتونخوا ترهګر هم د سرکار نه زيات رحم لري، هغوى خپل عمليات دروي، خو نه سرکار او نه دوکاندار، مارکېټ او بازار، د روژې احترام کوي.

کوم سرکاري د اوچتې پایې اهلکار چې د ګرانۍ د مخنيوي لپاره لګول شوى دى او هغوى ته یې د سزا ورکولو توان هم ورکړى دى.

هغوى ته کورونو ته ''روژه ماتى'' په مختلفو شکلونو کې لېږل کېږي، نو په داسې حال کې به نرخونه خپل صحي حالت ته څنګه راځي!!؟؟

د پښتونخوا روژه د مارکيټ، بازار، دوکاندار په نظر کې د لوټلو مياشت ده!!!

د عالمانو استادانو صاحبانو د وینا په حواله د صبر، زغم او برکاتو مياشت ده.

د مزدورانو نه که چا تپوس وکړ نو دا د هغوى لپاره د بې روزګارۍ مياشت ده، لکه د مېږو په ټول کال کې ګټي او په يوه مياشت کې یې خوري.

د پښتنو مسلمانانو لپاره دا د غېرت فلسفه ورکوي، پښتانه مسلمانان روژو خوړونکي ته بې غېرته وايي.

چېرته چې د يو مذهب روژه مختلفې ماناوې لري، هلته به مسلمانان په يو صف کې څنګه ښکاري!!؟؟

ورته مطالب